۷ نوې سیارې کشف شوې چې د 'ژوند شونتیا' پکې شته

ددغو سیارو په تړاو څېړنې بشپړېدونکې دي او اوس هلته د ژوند لپاره د اکسیجن او متان ګازونو د موندلو لټون روان دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ددغو سیارو په تړاو څېړنې بشپړېدونکې دي او اوس هلته د ژوند لپاره د اکسیجن او متان ګازونو د موندلو لټون روان دی.

ستورپېژندونکي کابو د ځمکې په اندازې د اوو سیارو په کشفولو توانېدلي دي، چې وايي، ټولې کشف شوې سیارې د یوه ستوري شاوخوا راڅرخي.

څېړونکي وايي، په دغو اوو سیارو کې د اوبو او ژوند امکان هم موندل کېدای شي، خو مهمه دا ده چې له کشف شوو اوو سیارو درې یې له ستورو په هومره واټن کې دي چې د ژوند شونتیا پکې موندل کېدای شي.

د نیچر نومي ساینسي مجلې په رپوټ کې ویل شوي، دا سیارې د امریکا فضايي څېړنو ادارې (ناسا) د سپيټزر ټلکسوپ او نورو څارونکو ټیلکسوپونو په مټ موندل شوې دي.

د رپوټ لیکوال د بلجیم پوهنتون مایکل ګلن وايي، دغه سیارې یوې بلې ته خورا نژدې دي.

د نیچر لیکنې مل لیکوال د کیمبریچ پوهنتون ډاکټر ټراييد وايي، که له ستوري تر ټولو لیرې واټن کې پرتې سیارې ټرپسټ ون ایچ هوا کې تودوخه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیچر لیکنې مل لیکوال د کیمبریچ پوهنتون ډاکټر ټراييد وايي، که له ستوري تر ټولو لیرې واټن کې پرتې سیارې ټرپسټ ون ایچ هوا کې تودوخه ده
.

د عکس سرچینه، ESO

د نیچر لیکنې مل لیکوال د کیمبریچ پوهنتون ډاکټر ټراييد وايي، که له ستوري تر ټولو لیرې واټن کې پرتې سیارې ټرپسټ ون ایچ هوا کې تودوخه ده، یانې د زهرې د فضا په څېر نه د ځمکې په توګه، نو ښايي دغه سیاره د اوسېدو وړ وي:

'' دا به ډېره خواشینوونکې وي، که ټولو کاینات کې یوازې ځمکه داسې سیاره وي، چې د اوسېدو وړ ده. "

د بي بي سي ساینس برخې ایډیټر ډېوېډ شکمین وايي زموږ له شمسي نظامه بهر دومره سیارې موندل شوې، چې اوس د هرې سیارې له موندل کېدو سره هېلې ډېرېږي.

د ناسا چارواکو په وینا ۳۴۴۹ سیارې شته او له هرې نوې سیارې سره هیلې هم په ډېرېدو دي.

ستوری ټریپسټ یو له ځمکې د ۴۰ لمریزو کلونو په واټن کې دی.

ددغو سیارو په تړاو څېړنې بشپړېدونکې دي او اوس هلته د ژوند لپاره د اکسیجن او متان ګازونو د موندلو لټون روان دی.

ستورپېژندونکي هیله ښيي چې ژر به ددغو سیارو له نورو ځانګړتیاوو هم پرته پورته کړي.

د ۲۰۱۵ کال نومبر میاشت کې ستور پېژندونکو په لمریز نظام کې تر ټولو لرې جسم (ډبرینه سیاره) موندلې دو. دا کاڼی له لمره ۱۵ میلیارده کاله واټن لري. دا نوی جسم چې کابو د ځمکې په اندازه دی، نژدې ۲۳۰ ټریلیون میله لیرې ګڼل شوی و.

ستوری ټریپسټ یو له ځمکې د ۴۰ لمریزو کلونو په واټن کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ستوری ټریپسټ یو له ځمکې د ۴۰ لمریزو کلونو په واټن کې دی.

پوهان وايي، په دې نوي جسم کې د ژوند کولو امکان نه شته، ځکه چې د تودوخې درجه یې ډېره لوړه ده، او د لا نورو جزییاتو ترلاسه کولو لپاره ډېرې څارنې او وخت ته اړتیا ده.

دا نوی کشف شوی کاڼی 1132، یا GJ1132b ګلیسي سیارې ته نژدې چورلېږي، چې په همدې نامه یاد شوی دی.

د ۲۰۱۵ کال اپرېل کې ستورپېژندونکو یوه داسې سیاره کشف کړې وه، چې د ژوند د شرایطو له لحاظه ځمکې ته ورته ده.

دې سیارې ته کپلر ۱۸۶ اف نوم ورکړل شوی چې د ساینس نشریې په راپور کې د حېرانونکې سیارې په نامه یاده شوې چې له ځمکې نژدې ۱۵ نوري کاله لیرې ده.

.

د عکس سرچینه، NASA

د عکس تشریح، ناسا پر دغو سیارو د ګرځندویانو لپاره پوسټر هم خپور کړی