د حزب‌الله توغندیو اسرائیلو کې اوه تنه وژلي، اسرائیلو د لبنان تاریخي بعلبک سیمه بیا بمبار کړې

اسرائیل

د عکس سرچینه، AFP

د اسرائیلو په شمال کې د حزب‌الله دوه جلا توغندیزو بریدونو اوه تنه وژلي دي، چارواکي وايي، دا په تېرو څو میاشتو کې د ورته بریدونو تر ټولو خونړۍ ورځ ده.

اسرائیلي او تایلنډي چارواکو وویل چې یو اسرائیلي بزګر او څلور تایلنډي د کرنې اړوند کارګران هغه مهال ووژل شول کله چې راکټونه له لبنان سره په پوله د میتولا ښارګوټي ته نژدې ولګېدل.

وروسته بیا د حیفا ساحلي ښار کیبوتز افیک ته څېرمه د زیتون په یوه باغ کې یوه اسرائیلۍ ښځه او د هغې بالغ زوی ووژل شول.

حزب‌الله ویلي چې د حیفا په شمال کې یې د کرایوت سیمې او د لبنان د خیام ښار په جنوب کې چې له میتولا سره د پولې په اوږدو کې پروت دی، پر اسرائیلي ځواکونو توغندي توغولي دي.

د اسرائیلو پوځ د پنجشنبې په سهار دوه توغندي په نښه کړل چې له لبنانه تېرېدل او میتولا ته نژدې په یوه پرانیستې سیمه کې راغورځېدل.

د سیمه‌يیزو رسنیو لخوا وژل شوی ۴۶ کلن اسرائیلی بزګر د عمر وینسټین په نوم یاد شوی، چې له کیبوتز دافنا سره نژدې اوسېده.

د تایلنډ د بهرنیو چارو وزیر ماریس سنګیامپونګسا د جمعې په ورځ وویل چې د توغندي په برید کې څلور تایلنډیان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، يو تن تايلنډي کارکوونکى ټپي شوى دى.

د لبنان پر تاریخي بعلبک د اسرائیلو بمبار

بعلبک کې هغه سیمه چې د اسرائیلو پوځ بمبار کړې ده.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، بعلبک کې هغه سیمه چې د اسرائیلو پوځ بمبار کړې ده.

اسرائیلو د لبنان سوېل بعلبک او صور یوځل بیا بمبار کړي او نتنیاهو ویلي حزب الله له دې وروسته د اسرائیلو شمالي پولې ته نه شي نژدې کېدلی.

بعلبک د لبنان ختیځ‌ کې پروت دی چې ویل شوي له مخکې خبرداري پرته اسرائیلو پرې برید کړی.

هلته د الزهراء پر کلي ډېر بمبار شوی او د بیروت پر سوېلي برخو یې هم بمبارۍ کړې دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، پر بعلبک د اسرائیلو په بریدونو کې د اتو ښځو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي دي.

لبنان

د عکس سرچینه، Reuters

ښاروال مصطفی الشیل بي بي سي ته وویل چې د چهارشنبې په ماسپښین د بعلبک په سیمه کې له ۲۰ ډېر بریدونه راپور شوي چې پنځه یې پخپله په ښار کې دننه - چېرې چې د یونیسکو لخوا د لرغوني روم معبد ودانۍ ثبت شوې ده- شوي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې د لبنان په جنوبي سیمو بعلبک او نباتیه کې یې د حزب‌الله د قوماندې او کنټرول مرکزونه او بنسټونه په نښه کړي دي.

پوځ دا هم ویلي چې په بیکا دره کې یې د حزب الله د تېلو ډیپوګانې په نښه کړي - هلته چې بعلبک تاریخي ښار پروت دی. دې نور جزئیات نه دي ورکړي، خو د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي، د ډیزلو ټانکونه د دوریس په ښارګوټي کې ویشتل شوي، چېرته چې ښاغلي الشیل وویل عکسونه ښیي چې له بمبار شوې سیمې تور لوګی اسمان ته ورته کېږي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د حزب الله نوي مشر دا ډله به د ده په مشرۍ د اسرائیلو پر وړاندې خپل جنګي پلان ته دوام ورکړي او د اوربند لپاره به "چیغې" ونه وهي.

غزه

غزه

د عکس سرچینه، AFP

بله خوا، فلسطیني خبري اژانس (وفا) ویلي چې تېره شپه اسرائیلو پر غزه بمبار کړی چې لږ تر لږه ۴۷ تنه پکې وژل شوي او ډېر وژرل شوي ښځې او ماشومان دي.

په بریدونو کې د غزې دیر بلح، نصیرات د کډوالو کمپ او زوایده ښار په نښه شوي.

اسرائیلي پوځ ویلي، ځواکونو یې د غزې مرکز کې (ځینې وسله‌والو ترهګرو) په نښه نښه کړي او جبالیا کې هدفمنې برید کې د هغوی لسګونه غړي وژل شوي.

پر غزه د اسرائیلو څه باندې یو کلنو بریدونو کې له ۴۳ زرو ډېر کسان وژل شوي.