په غزه کې د اسرائيلو په تازه بريدونو کې د لسګونو کسانو وژل کېدل؛ امریکا پرې خواشيني ښودلې

اسراۍيل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، مرستندویانو د اسرائیل له عملیاتو وروسته له کمال عدوان روغتونه ناروغان بل ځای ته لېږدوي

امريکا د غزې تراړې د شمال په بيت لاهيا ښار کې د اسرائیلي ځواکونو په تازه هوايي بريدونو کې د نژدې سلو کسانو پر مړينه خواشينې ښودلې او د دې جګړې د پايته رسولو غوښتنه يې کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر وايي، "امريکا په دې پېښه کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو سخته خواشينې ده. دا يوه وحشتناکه پېښه ده چې ناوړه پايله يې لرلې."

نوموړي په دغه برید کې د يو شمېر "ماشومانو د وژل کېدو راپورونو" ته هم اشاره وکړه. ښاغلي مېلر وویل، په وروستي برید کې "ملکيانو ته دردونکې بيه، یوه بله یادونه ده چې موږ بايد دا جګړه پای ته ورسوو."

د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا اداره وايي، په بیت لاهیا ښار د اسرائیلو د هوايي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۳ تنه وژل شوي او یا لادرکه دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، په دغه برید کې د ملکي استوګنې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده.

رپوټونو کې ویل شوي چې په دې ودانۍ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان اوسېدل.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د یو شمېر وژل شویو مړي لیدل کېږي چې په کمپلو کې تاو شوي او په ځمکه ایښي دي.

د اسرائیل پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیلي ځواکونو روانه میاشت د غزې شمال کې نوي عملیات پیل کړل. دوی ویلي حماس یو ځل بیا په دې سیمه کې د رټولېدو او منظمېدو په حال کې دی.

د اسرائیل دفاعي ځواکونه په دې لړ کې له تېرو دوو اونیو راهیسې د غزې د شمال په جبالیا، بیت لاهیا او بیت حانون سیمو کې پرله پسې عملیات کوي.

کمال عدوان

د عکس سرچینه، Dr Hussam Abu Safiya

د عکس تشریح، حسام ابو صفیه وايي د غزې شمال ته باید عاجل یو بشردوستانه کاریدور پرانیستل شي

جبالیا کې د کمال عدوان روغتون مشر 'حسام ابو صفیه' د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دغه روغتون چې د ماشومانو درملنه پکې کېږي، د کارکوونکو او درملو له کمښت سره لاس ګریوان دی.

نوموړی وايي "تر هغې وروسته چې پوځ زموږ روغتیايي ټیم او کارکوونکي ونیول، په کمال عدوان روغتون کې د لومړنۍ روغتیايي مرستې له وسایلو پرته نور هېڅ هم پاتې نه دي".

اسرا‎ئیلي ځواکونو تېره اونۍ پر دغه روغتون چاپه واچوله. دوی ادعا کوله چې دا روغتون د حماس وسله والو کاراوه.

اسرائیل وايي، د غزې شمال کې عملیات د دې لپاره کوي چې هلته د حماس د بیا راټولېدو مخه ونیسي.

دوی تور پورې کوي چې د حماس وسله وال دغه ځای کې د ملکیانو په منځ کې ځای پر ځای شوي.

خو حماس دا ردوي.

اسرائیلي ځواکونه سې‌شنبه په یوه بیان کې ویلي، چې په جبالیا کې یې ۴۰ "ترهګر" وژلي دي.

په بیان کې زیاته شوې چې په تېرو څلېروشت ساعتونو کې په مرکزي غزه کې هم "ګڼ شمېر ترهګر" له منځه وړل شوي چې ځینو یې "ځواکونو ته د چاودېدونکو توکو د اېښودلو هڅه" کوله.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د غزې شمال له پراخېدونکي بشري کړکېچ سره مخامخ دی. دغلته زرګونه کسان په ډېرو ناوړه شرایطو کې ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وولکر ترک د جمعې پر ورځ وویل، "د اسرائیل پوځ بشپړ نفوس له بمبارۍ، کلابندۍ او د لوږې له خطر سره مخامخ کړی دی."

هغه زیاته کړه، دا هم د منلو نه ده چې فلسطیني وسله وال د رپوټونو پر بنسټ د بې‌ځایه شویو د سرپناو په ګډون د ملکیانو له منځه فعالیت کوي او په دې توګه هغوی ته د زیانمنېدو خطر پېښوي.

د اسرائیل پارلمان د دوشنبې پر ورځ د رای اچونې له لارې په دغه هېواد کې فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د اژانس (یونراوا) پر فعالیت بندیز ولګاوه.

دا ګام د دې لامل شو چې غزې ته د بشري مرستو د لېږد د سخت اغېزمنېدو خبرداري ورکړل شي.

د حماس روغتیا وزارت وايي، غزه کې د جګړې له پیل راهیسي ۴۲ زره ۹۲۴ کسان وژل شوي دي.

دا جګړه تېر کال د اکتوبر ۷مه له هغې وروسته پیل شوه چې د حماس وسله والو له دې تراړې د اسرائیل پر سویل ناڅاپه برید وکړ.

په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل نیول شوي وو.

اسرائیل بي‌بي‌سي او د نورو نړیوالو رسنیو ژورنالیستانو ته په خپلواک ډول غزې ته د لاسرسي اجازه نه ورکوي.