د اسرائيلو لومړي وزير د دفاع وزير له دندې ګوښه کړی دی

ګالنټ

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دفاع وزير يوف ګالنټ له دندې ګوښه کړی او علت يې د "اعتماد له لاسه ورکول" یاد کړي دي.

له ګوښه کېدو څو دقيقې وروسته ښاغلي ګالنټ پر اېکس يوه پوست کې ليکلي چې "د اسرائيلو امنيت زما د ژوند ماموريت وو او تل به وي."

د بهرنيو چارو وزير اسرائيل کاتز به د يوف ګالانت ځای ناستی شي.

نتنياهو په خپله بيانيه کې ويلي چې "د جګړې په منځ کې تر بل هر وخت د لومړي وزير او دفاع وزير تر منځ بشپړ باور اړين دی."

نوموړي زياته کړې، "که څه هم په لومړيو کې دا ډول باور موجود و او ډېر ګټور کارونه شوي خو په وروستيو مياشتو کې زما او د دفاع وزير تر منځ دا باور مات شوی دی."

دغه خبر ته په غبرګون کې يووف ګالنټ په يوه بيانيه کې په مفصل ډول له لومړي وزير سره د اختلافونو په اړه څرګندونې کړې دي.

به دې بيانيه کې نوموړي ويلي چې "له بنيامين نتنیاهو سره په دريو مسئلو کې اختلافات لري، پر ټولو د پوځي خدمتونو لازمي کول چې په هغو کې ارتودوکس يهودان هم شامل دي، د یرغمل شويو بېرته راستنېدل او د تېر کال د اکټوبر ۷ نېټې د ناکامۍ د څېړلو لپاره د يوې کمېټې جوړول."

اسرائيل

د عکس سرچینه، Reuters

په بيت المقدس کې د بي بي سي د خبريال په وینا، ښاغلي ګالانت د يرغمل شويو د خوشي کولو په موخه په غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره سخته هڅه وکړه خو دا غوښتنه د لومړي وزير له خوا رد شوه.

تر دې مخکې د تېر کال په مارچ میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې ښاغلی نتنیاهو پلان لري يوف ګالنټ له دندې ګوښه کړي، خو څه موده وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د دفاع وزیر له ګوښه کولو یې لاس اخیستی دی.

د روان کال د مې په میاشت کې، ښاغلي ګالنټ په ښکاره د غزې په جګړه کې د حکومت د پاتې راتلو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه. ښاغلي ګالنټ له بنيامين نتانیاهو غوښتل چې دا روښانه کړي چې اسرائیل د غزې د پوځي یا ملکي کنټرول د نیولو اراده نه لري.

دې مسئلې د اسرائيلو د جګړې په کابينه کې اختلافونه رامنځته کړل.

غبرګونونه

امریکايي چارواکو د اسرائیلو له جنګي کابینې د ښاغلي ګالنټ د ګوښه کېدو په اړه حیرانتیا او اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی له اسرائیلي حکومت سره د اړیکو مهم کانال و.

په اسرائیلو کې په لسګونو زره کسان د یوف ګالنټ د ګوښه کېدو پر ضد د مظاهرو لپاره د مختلفو ښارونو په واټونو کې راغونډ شوي دي.

بیت المقدس کې د بي بي سي فارسي خبریال سوران قرباني وايي، د ښاغلي نتنیاهو د حکومت یو شمېر مخالفان د دې پرېکړې پر ضد د اعتراض لپاره د دغه ښار سړکونو ته راوتلي او په بیت‎المقدس کې د لومړي وزیر د استوګنې لاره د پولیسو له‎خوا تړل شوې ده.

نوموړی وایی د غزې او لبنان د جنګ او له ایران سره د کړکیچ په منځ کې د دفاع د وزیر ګوښه کېدو په اسرائیلو کې ګڼې پوښتنې راپیدا کړې دي.