د فلسطین مسلې په تړاو د 'دوو دولتونو' حل په اړه په سعودي عربستان کې غونډه

سعودي

د عکس سرچینه، Getty Images

نن (چهارشنبې) د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د "دوو دولتونو حل لارې" د پلي کولو لپاره د نړیوال ایتلاف لومړۍ غونډه پیلېږي.

د سعودي کابینې هیله څرګنده کړې، د دوه دولتي حل لارې د پلي کولو لپاره د نړیوال ایتلاف لومړۍ لوړپوړې غونډه به د یوه خپلواک فلسطیني دولت او د اشغال د پای ته رسولو لپاره د هڅو د پرمختګ زمینه برابره کړي.

د سعودي عربستان د رسمي خبري اژانس اېس پي اې (SPA) د رپوټ له مخې دغه غونډه به په ریاض کې د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ جوړه شي.

په دې غونډه کې د عربي ټولنې او فلسطیني ادارې د استازو ترڅنګ د بحرین، اردن، قطر او مصر استازي هم ګډون کوي. په پام کې ده چې پر اروپايي ټولنې او ناروې سربیره د اسلامي همکاریو د سازمان، ترکیې او نایجریا او اندونیزیا استازي هم ګډون وکړي.

دا لا څرګنده نه ده چې په دې غونډه کې به هغه هېوادونه هم ګډون وکړي که نه، چې په دې وروستیو کې یې فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلی دی. په دغو هېوادونو کې اسپانیا، ایرلنډ، سلووینیا او ارمنستان شامل دي.

روسیې او چین د فلسطین په تړاو د خپلو رولونو سره سره په دې غونډه کې د ګډون اعلان نه دی کړی.

د ویډیو تشریح، د غزې پر استوګنیزه ودانۍ بمبار په نړیواله کچه غندل شوی

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان د وینا له مخې، سعودي تمه لري چې "د دوه دولتونو حل" پلي کول د شخړې او لانجو د پای ته رسولو او د یوه نوي واقعیت پلي کولو لپاره غوره حل دی، چې سیمه او اسرائیل پکې شریک وي او دا امنیت او همغږي هم رامنځته کولای شي.

غونډې ته به د سعودي د بهرنیو چارو وزير فيصل بن فرحان هم وينا کوي، ورپسې به د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) کمېشنر فليپ لازاريني هم وينا وکړي.

د اسرائیلو د ریزرف ځواکونو "سخته ستړیا"

د اې اېف پي خبري اژانس د غزې جګړې له پیل شاوخوا یو کال وروسته، د اسرائیلو د ریزرفي ځواکونو د "سختې ستړیا" په اړه یو رپوټ خپور کړ. په داسې حال کې چې له لبنان سره هم یوه نوې جبهه پرانیستل شوې ده.

د اسرائیلي پوځ د اعلان له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا تر برید وروسته، شاوخوا "۳۰۰۰۰۰" سرتېري خدمت ته وربلل شوي. د دوی ۱۸ سلنه تر ۴۰ کلونو پورته نارینه دي، چې باید له عسکرۍ معاف وای.

پوځي خدمت د اسرائیلو نارینه او ښځو لپاره له ۱۸کلنۍ څخه حتمي دی، که څه هم معافیت پکې شته.

اسرائیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو پوځ وايي، وروسته له هغه چې پر غزې د تېر کال د اکټوبر په ۲۷ نېټه ځمکنی برید پیل شوی، د دوی ۳۶۷ پوځیان وژل شوي دي.

په لبنان کې د دغه هېواد د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې د اسرائیلي وژل شویو پوځیانو شمېر ۳۷ تنه ښودل شوی دی. حزب الله پرون وویل په دې موده کې تر ۹۰ ډېر اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.

اوس د ریزرف ځواکونو د خدمت موده غځول شوې او یو شمېر یې شکایت او له جګړې د وتلو غوښتنه کوي.

د ریزرف ځواکونو یوه سرتېري اریل سري لوی په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، "موږ ډوبېږو"، د هغه دا پوست په ټولنیزو رسنیو کې په سلګونو زره ځله بیا شریک شوي.

هغه په دې پوسټ کې، د اکټوبر له اوومې راهیسې "څلور ځله" جبهې ته بلل شوی. ایرل سری لوی پر ټولو هغو کسانو سختې نیوکې کړې چې غواړي په لبنان کې عملیاتو ته دوام ورکړی.

هغه لیکلي خپل هېواد ته په خدمت باور سره سره، "موږ باید دا جګړه پای ته ورسوو، موږ ته نور توان نه دی پاته."

په غزه کې د اسرائيلو تازه بريدونو کې د لسګونو کسانو وژل کېدل او د امریکا خواشيني څرګندول

امريکا د غزې تراړې د شمال په بيت لاهيا ښار کې د اسرائیلي ځواکونو په تازه هوايي بريدونو کې د نږدې سلو کسانو پر مړينه خواشينې ښودلې او د دې جګړې د پايته رسولو غوښتنه يې کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو مېلر وايي، "امريکا په دې پېښه کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو سخته خواشينې ده. دا يوه وحشتناکه پېښه ده چې ناوړه پايله يې لرلې."

نوموړي په دغه برید کې د يو شمېر "ماشومانو د وژل کېدو راپورونو" ته هم اشاره وکړه. ښاغلي مېلر وویل، په وروستي برید کې "ملکيانو ته دردونکې بيه، یوه بله یادونه ده چې موږ بايد دا جګړه پای ته ورسوو."

د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا اداره وايي، په بیت لاهیا ښار د اسرائیلو د هوايي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او یا بې درکه دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، په دغه برید کې د ملکي استوګنې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په نښه شوې ده.

رپوټونو کې ویل شوي چې په دې ودانۍ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان اوسېدل.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې د یو شمېر وژل شویو مړي لیدل کېږي چې په کمپلو کې تاو شوي او په ځمکه ایښي دي. د اسرائیل پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.