اسپانیا، ایرلنډ او ناروې رسما فلسطین د یوه دولت په توګه وپېژاند

نن (د سې‌شنبې په ورځ، په یوه پرېکړه کې اسپانیا، ایرلنډ او ناروې په رسمي توګه فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژانده، چې د اسرائیلو غوسه یې راپارولې او ویلي یې دي، دا به د غزې په تړانګه کې د جګړې په جریان کې د حماس غورځنګ ته د ورکړل شوي انعام په توګه وي.

د ملګرو ملتونو له ۱۹۳غړو هېوادونو د روسیې، چین او هند په ګډون۱۴۴ یې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.

مادرید، ډوبلین او اوسلو دې پرېکړې ته د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په جګړه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د هڅو د ګړندي کولو د یوې وسیلې په توګه ګوري.

درې واړه هېوادونه هیله لري چې د دوی پرېکړه به د اروپایي ټولنې نورو هېوادونو ته هم الهام وګرځي.

د اسپانیا لومړی وزیر به مخکې له دې چې د هغه حکومت یو فرمان تصویب کړي، د ګرینوېچ پر وخت ۶ نیمې بجې وینا وکړي چې له مخې یې اسپانیا، فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پېژني.

د ایرلینډ حکومت به د سه شنبې په ورځ له غرمې مخکې غونډه وکړي، په داسې حال کې چې ناروې د یکشنبې په ورځ د فلسطین لومړي وزیر محمد مصطفی ته یو شفاهي یادښت وړاندې کړ چې دا پرېکړه به د سه شنبې تر ورځې پورې پلې شي.

د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز نن سهار ټینګار وکړ چې د یو دولت په توګه د فلسطین په رسمیت پېژندنه د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ "سولې ته د رسېدو لپاره اړینه ده" او همدارنګه "د تاریخي عدالت مسله" ده.

په اسپانوي او انګلیسي ژبو په یوه لنډه اعلامیه کې څو ساعته مخکې د کیڼ اړخي اسپانوي حکومت د کابینې د یوې غونډې په ترڅ کې فلسطین په رسمي توګه د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژانده، سانچیز زیاته کړه، دا پرېکړه د "هېڅ ګوند او په ځانګړې توګه د اسرائیلو پر ضد نه ده شوې."

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاتز د هسپانیا لومړی وزیر تورن کړ چې "د یهودانو د له منځه وړلو په هڅولو کې ښکېلتیا" وروسته له هغې چې د هغه هیواد فلسطین د یو دولت په توګه په رسمیت وپیژانده.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر کاتز د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز ته پر خپل اېکس خطاب کې وویل: "ته د یهودانو د له منځه وړلو په هڅولو کې شریک یې." د اسپانیا د لومړي وزیر مرستیاله یولاندا دیاز یې د ایران د اسلامي جمهوریت له ستر رهبر علي خامنه يي او د حماس د سیاسي دفتر له مشر یحیی سنوار سره تشبیه کړه چې دوی "ټول له سېنده تر سمندره د فلسطیني اسلامي ترهګریز دولت د جوړولو غوښتنه کوي."

رفح روغتون نه لري

اسرائیلي پوځیانو د غزې د تړانګې په جنوب کې د رفح پر ښار سختو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی او له لوېدیځ او مرکزه یې د هغې سیمې په لور پرمختګ وکړ.

یو برید د ښار په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو خلکو خیمې په نښه کړې چې له امله یې ۷ تنه ووژل شول، رپوټونه وايي، د رفح په لوېدیځ د تل السلطان په سیمه کې کویتي روغتون له کاره لوېدلی او ښار له روغتونه بې برخې دي.

عیني شاهدانو ویلي، تېره شپه د توپخانې د توپونو د ډزو په پایله کې د بې‌ځایه کېدو نوې لویه څپه رامنځ ته شوه، چې د رفح ښار په زعرب څلورلارې، تل السلطان او د رفح سعودي کلي چم ګاونډ کې یې کورونه او سیمې په نښه کړې او په پایله کې یې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او مرګ‌ ژوبله یې اړولې ده.

طبي سرچینو ویلي، یوازې له تېرې شپې راهیسې په رفح ښار کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته رسېدلی، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د کویتي روغتون مشر صهیب الحمس وویل: "د اسرائیلو د پوځ له خوا په رفح ښار کې د پوځي عملیاتو پراخول او د روغتون پر انګړ بار بار بمبارۍ چې وروستۍ یې د دې روغتون د دروازې په بمونو الوځول و، د دې لامل شوي چې دغه کسان ووژل شي."