بلوچستان کې وسله والو یو لوړپوړی ملکي چارواکی تښتولی

  • Author, محمد کاظم
  • دنده, بي بي سي- کوټه

د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ په تومپ سیمه کې یو پاکستانی افسر (اسسټنټ کمشنر) محمد حنیف نورزی وسله والو کسانو تښتولی دی.

د کیچ ولسوالۍ مرستیال کمشنر بشیر بړیڅ د ښاغلي نورزي تښتول کېدل تائید کړي او ویلي یې دي چې هغه د چارشنبې په ورځ له کیچ څخه کوټې ته د راتلو پرمهال تښتول شوی دی.

د کیچ یو بل اداري چارواکي هم دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې ښاغلی نورزی له "سرینکن" نومې سیمې تښتول شوی دی.

چارواکو ویلي، ښاغلی نورزی د اختر د رخصتیو لپاره له خپلې کورنۍ سره یو ځای د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته روان و چې وسله والو کسانو یې د کورنۍ غړي او ساتونکي خوشي کړي او یوازې نورزی یې نامعلوم ځای ته بیولي دی.

چارواکو زیاته کړې، د پېښې په اړه یې څېړنې روانې دي، خو د ولسوالۍ د یاد لوړ پوړي اداري چارواکي د تښتونې انګېزه لا هم معلومه نه ده.

بلوڅ بېلتونپالو وسله والې ډلې بلوچ لیبرېشن فرنټ (بي ایل ایف) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد افسر دوی تښتولی دی.

کیچ د بلوچستان یوه سرحدي ولسوالي ده چې له ایران سره ګډه پوله لري او له کوټې شاوخوا ۷۵۰ کیلومټره جنوب لوېدیځ کې موقعیت لري.

کیچ د بلوچستان یوه له هغو سیمو ده چې له تاوتریخوالي څخه ډېره اغېزمنه شوې ده.

له هغه وخت راهیسې چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی، له کیچ ولسوالۍ پرلپسې د تاوتریخوالي راپورونه ور کول کېږي.

پر مخ پټولو بندیز

بل لور د بلوچستان په شپږو سیمو کې پر مول وهلو (ماسک لګولو) بندیز لګول شوی.

د بلوچستان په شپږو سیمو کې ځايي چارواکو د مول وهلیو یا هغه کسانو چې ماسکونه یې اچولي وي، پر سفر چورلټ بندیز لګولی دی.

په دې اړه د نوشکي او سوراب د دوو ښارونو د مرستیال کمشنرانو لخوا خبرتیاوې خپرې شوې دي چې په کې د جون تر لسمې پر موټر سایکلونو د دوو کسانو پر سفر هم بندیز لګول شوی دی.

د نوشکي مرستیال کمېشنر احمد یار بلوچ بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دا ګام یې د خلکو د خوندیتوب لپاره اخیستی دی.

د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې ګڼ شمېر ناڅرګندو وسله وال د سوراب ولسوالۍ بازار ته ور ننوتلي وو چې له دوو ساعتونو ډېر په کې پاتې شول اود ښار سیسټم یې شنډ کړ.

وسله والو په ښار کې مهمو دولتي دفترونو ته اور اچولی و او د سوراب ولسوالۍ افسر هدایت الله بلیدي یې هم وژلی و.

د یاد برید مسوولیت 'بلوچ لېبریشن ارمي' منلی و.

له بلې خوا، د بلوچستان حکومتي چارواکو تېره ورځ په دوو سیمو "بولان او کلات" کې د اووه وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

د حکومتي چارواکو په وینا، د یادو وسله والو له ډلې یې پنځه د "کچهې" ولسوالۍ په بولان سیمه او دوه یې په کلات ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي، خو خپلواکو سرچینو لا تر اوسه د یادو وسله والو د وژل کېدو خبر نه دی تایید کړی.