پاکستان کې مارچ میاشت امنیتي ځواکونو لپاره 'ډېره خونړۍ وه'

پاکستان کې د یوه فکري مرکز مسوولین وايي، د روان کال مارچ میاشت د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

پاکستان کې د امنیت او شخړو څېړنیز انسټیټیوټ (PICSS) مسوولینو د وسله والو ډلو د بریدونه او د پوځي عملیاتو پراخېدل د پاکستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګژوبلې ډېرېدو لاملونه بللي دي.

د دغه مرکز شمېرې ښيي چې د روان کال مارچ میاشت کې د وسله والو ډلو په بریدونو کې د پاکستاني ځواکونو ۷۳ کسان وژل شوي دي. د دغه مرکز معلومات ښيي، چې په همدې موده کې د بېلابېلو وسله والو ډلو اړوند ۸۸ کسان او دغه راز ۶۷ غیر نظامي کسان هم په امنیتي پېښو کې وژل شوي دي.

د شخړو او امنیت څېړنیز انسټیټیوټ معلومات ښيي، چې د وسله والو بریدونه بیا د ۲۰۱۴ کال له ۱۰۰ څخه ۱۰۵ بریدونو ته زیات شوي دي.

د دې مرکز رپوټ کې راغلي، چې د مارچ میاشتې په اوږدو کې د بېلابېلو امنیتي پېښو له کبله ۲۵۸ کسان ټپیان شوي دي.

دغه مرکز وايي، په همدې موده کې پاکستاني امنیتي او دفاعي ځواکونو هم د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پراخ کړي چې پایله کې یې د ۸۳ وسله والو، د امنیتي ځواکونو د ۱۳ غړو او ۱۱ ملکیانو په ګډون ۱۰۷ کسان وژل شوي دي.

د همدغه رپوټ په یوه بله برخه کې ځانمرګي بریدونو ته اشاره شوې او ویل شوي، چې په مارچ میاشت کې شپږ ځانمرګي بریدونه شوي، چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په یوه میاشت کې تر ټولو ډېر دي.

په دغو بریدونو کې ټولټال ۵۹ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي، خیبر پښتونخوا او بلوچستان هغه ایالتونه دي، چې د ناامنیو له پېښو د نورو سیمو پرتله ډېر اغېزمن شوي دي.

د پنجاب ایالت په هکله ویل شوي، چې هلته هم د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې، چې ډېری یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) له لوري شوې او دغه راز په سند ایالت کې هم لږترلږه درې پېښې شوې چې ډېرې خونړۍ نه وې.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې د ناامنیو پېښې په یو نه یو ډول له افغانستان سره تړاو لري او په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې باید مخنیوي لپاره رغنده ګامونه واخلي.

پاکستاني چارواکو ګواښ کړی، چې کېدای شي دوی په افغان خاوره کې دننه د دغو ډلو پټنځایونه په نښه کړي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت مسوولینو بیا بیا ویلي، چې پاکستان کې د امنۍ پېښې د دغه هېواد کورنۍ موضوع ده او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي، چې پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای دې په خپل هېواد کې د امنیت د ټینګښت مسوولیت ته توجه وکړي.