ماهل بلوڅ؛ هغه نجلۍ څوک وه، چې د پاکستاني پوځ پر مرکز یې موټر بم برید وکړ؟

  • Author, ریاض سهیل
  • دنده, بي بي سي - کراچۍ

د اګست پر ۲۳ مه چې د حمید بلوڅ لور د پوهنتون د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته له کوره ووته، نو هېڅ هم غیر عادي نه ښکاریدل. حمید بلوچ د بلوچستان له ګوادر ضلعې ۲۵ کلومتره لېرې د سربندر سیمې اوسېدونکی دی.

د ده ۲۳ کلنې لور ماهل بلوچ، چې په تربت پوهنتون کې د ایل ایل بي (قانون) محصله وه، د اګست پر همدې ۲۳ م ماښام له خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیوه او ورته یې وویل، چې ټیلیفون یې سم کار نه کوي، وروسته به په خپله بیا اړیکه ونیسي.

دا د جمعې ورځ وه او حمید بلوچ بي بي سي سره خبرو کې وویل، دا یې وروستۍ اړیکه وه، چې لور یې ماهل له خپلې کورنۍ سره نیولې وه.

درې ورځې وروسته بیا د اګست پر ۲۶مه سهار وختي د بلوچستان په یوه بله سیمه بېله کې د پاکستاني ځواکونو د یوه مرکز له دروازې سره له باروتو ډک موټر ټکر وکړ او چاودنه وشوه.

د اګست ۲۶مه د بلوچستان د یوه مشهور سیاسي مشر نواب اکبر بګټي له ۱۸م تلین سره هممهاله د 'بلوڅ ازادۍ پوځ' په نامه وساله والو بېلتونپالو د بلوچستان په لسو ضلعو یا ولسوالیو کې بریدونه وکړل، چې د 'هیروف عملیاتو' نوم یې ورکړ او د پاکستاني چارواکو په وینا دې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر یا ای اېس پي ار مسوولینو له دې بریدونو وروسته وویل، چې له وسله والو سره نښتو کې یې ۲۱ وسله وال وژلي او د دولتي ځواکونو ۱۴ کسان هم وژل شوي دي.

په دې کې دوه لوی بریدونه هم شامل دي، چې یو یې په بېلا کې پر پوځي مرکز شوی او د پاکستاني پوځ په وینا په دغه یوه برید کې موټر بم چاودنه ماهل بلوڅ کړې.

د 'بلوڅ ازادۍ پوځ' یا بي ایل اې وسله والو هم ویلي و، چې د 'هیروف عملیات' د ماهل بلوڅ له موټر بم برید سره پیل شول.

د بلوچستان پوليسو تائيد کړې ده، چې په بېلا کې د ایف سي نومې ملېشه ځواک پر مرکز ځانمرګي بريد کې يوه ښځه هم شامله وه.

د سیمې د پولیسو مشر نويد عالم وويل، په ايف سي مرکز بريد کوونکي پينځه وسله وال وژل شوي، چې درې یې ځانمرګي بريدکوونکي وو او په دوی کې یوه ښځه هم شامله وه.

کله چې چارواکو د ماهل له پلار حمید بلوڅ سره خبرې کړې او هغه ته یې ویلي، چې لور یې په بېله کې پر پوځي مرکز ځانمرګی برید کړی، نو د نوموړي په وینا د ده لپاره دا د ''حیرانۍ خبره وه.''

خو د بي ایل اې ویاند ژئیند بلوڅ بیا ادعا کوي چې ''ماهل بلوڅ په ۲۰۲۲ کال کې رسماً د تنظیم غړې شوه او له هغه وروسته په ۲۰۲۳ کال کې له مجید لوا (د دې ډلې یوه څانګه) سره یو ځای شوه او په دې ترڅ کې یې روزنه هم ترلاسه کړه.''

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د بي ايل اې په خونړیو بریدونو کې دوو ښځو ځانمرګي بریدونه کړي او ماهل درېیمه ښځینه ځانمرګې ده، چې د دې تنظیم په برید کې یې برخه اخیستې.

خو ماهل بلوڅ څوک وه؟ او څنګه د بېلتونپالو وسله والو له تنظیم سره یو ځای شوه؟

بي بي سي د ماهل بلوچ له پلار حمید بلوچ او د هغه له یو شمېر ملګرو سره خبرې کړې او د ځینو پوښتنو د ځوابونو موندلو هڅه یې کړې ده.

ماهل بلوڅ څوک وه؟

ماهل بلوڅ د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر په 'ډګري کالج' کې له زدکړو وروسته د بلوچستان په تربت پوهنتون کې د حقوقو پوهنځی کې زدکړې کولې او د وروستي سمستر محصله وه.

ماهل د ګوادر له یوې سیاسي کورنۍ سره تړاو درلود. د هغې پلار، چې بشپړ نوم یې کهده حمید اعصا دی، دوه ځله د سربندر سیمې د ضلعي (ښاروالۍ) شورا مشر په توګه دنده ترسره کړې.

د ماهل تره بیا دوه ځله د ګوادر ضلعي شورا مشرتوب کړی او یو ماما یې هم دولتي دنده ترسره کړې.

کهده حمید او مشر ورور یې نېشنل ګوند سره تړاو لري. د دوی پلار بیا د نېشنل عوامي ګوند غړی او د مشهور بلوڅ سیاسي مشر میر غوث بخش بزنجو له شاګردانو یو بلل کېده.

د ماهل پلار بي بي سي ته وویل:

"هغې د حقوقو زدکړه کوله او اتم سمستر ته رسېدلې وه. "

کهدا حميد شپږ اولادونه لري، چې د عمر له پلوه یې ماهل پنځم اولاد وه.

هغه وويل، "ماهل په دوبنیو رخصتيو کې کوټه ' د بلوچستان مرکزي ښار' کې د مدافع وکیلې په توګه له نورو خپلوانو سره یو ځای عملي روزنه ترلاسه کوله.''

د ماهل بلوڅ پر انسټاګرام پاڼه خپرو شویو موادو کې د 'جګړې هنر' د کیوبا د مشر فیدل کاسترو کتاب 'تاریخ به ما بې ګناه وبولي' د ماکسم ګورکي مشهور ناول 'مور' او د مشهور لیکوال فرانز کافکا په ګډون د ځینو مشهورو لیکوالو د کتابونو تصویرونه او حوالې لیدل کېږي.

د ماهل پلار وايي، ''په کور کې د بلوڅي ژبې ادبیات لوستل کېږي، خو انګلیسي بیا یوازې د نصاب کتابونو کې ده''، ځکه دی حیران دی، چې ماهل دا دومره کتابونه څنګه او چېرې ولوستل؟

"موږ هغې ته دا ډول لارښوونه نه ده کړې چې داسې کار وکړي."

د ماهل بلوچ کورنۍ سیاسي مخینه لري، خو کورنۍ او ملګري یې ادعا کوي، چې هغې پخپله هېڅکله په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه ده اخیستې.

د هغې یوې ملګرې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، ماهل له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېڅ بحث او مناظره کې برخه نه ده اخیستې، "هیڅکله یې دا نه ده ظاهره کړې، چې هغه غواړي په کوم تاوتریخوالی کې ښکېله شي."

یوې بلې ټولګیوالې یې وویل، ''په ظاهره داسې ښکاریده، چې سیاست ته هېڅ لېوالتیا نه لري او د وسله والې مبارزې په هکله یې هېڅکله څه نه و ویلي.''

د ماهل بلوچ د کورنۍ په وینا، د دوی په کورنۍ کې هیڅوک جبرا لادرکه شوي نه دي او نه هم د کوم چا مسخ شوی مړی موندل شوی دی.

بیا ولې ماهل دا کار وکړ؟

د دې پوښتنې ځواب روښانه نه دی. د یوې پوښتنې په ځواب کې د ماهل پلار ادعا وکړه، دا چې ماهل له چا سره ناسته ولاړه درلوده په دې یې کورنۍ هېڅ نه وه خبره، "هیڅکله داسې وخت نه دی راغلی، چې هغه دې د اوږدې مودې لپاره اړیکه و نه نیسي یا دې چېرې لاړه شي."

خو د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې د بي ایل اې وياند ژئیند بلوڅ ادعا وکړه چې 'ماهل بلوچ په رسمي توګه په ۲۰۲۳ کال کې تنظيم کې شامله شوه، چې وروسته ۲۰۲۳ کال کې روزنه هم اخيستې وه.

د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ژئیند بلوڅ ادعا وکړه، چې ماهل د ځانمرګي بريد پر مهال يواځې موټر چلاوه.

د ماهل یوه دوست د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې هغې په ۲۰۲۱ کال کې په تربت پوهنتون کې د حقوقو په پوهنځي کې داخله واخیسته او د همدې کال د فبرورۍ پر ۲۱مه یې په منظم ډول د ټولګي زدکړې پیل کړې.

د ماهل پلار کهده حمید وايي، "ښکاره ده چې غمجن یو، خو موږ ورته د دې کار لارښوونه نه وه کړې."

درېیمه ځانمرګي بریدګره

ماهل بلوڅ درېیمه ښځینه بریدګره وه، چې د بي ایل اې تنظیم له لوري یې ځانمرګی برید وکړ.

له دې مخکې د ۲۰۲۲ کال اپریل کې شاري بلوڅ نومې ښځې د پاکستان کراچۍ پوهنتون کې د کنفیوشس مرکز مخې ته ځانمرګی برید کړی و، چې د درې چینايي استادانو په ګډون څلور کسان پکې وژل شوي وو.

د بلوچستان د تربت سیمې اوسېدونکې شاري بلوڅ چې د برمش په نامه هم مشهوره وه، د دوو ماشومانو مور او د یوه ډاکتر مېرمن وه.

د ۲۰۲۳ کال په جون کې بیا په همدې تربت سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید وشو، چې بریدګره یې د سمیعه قلندراني بلوڅ په نامه وپېژندل شوه.

د بي ایل اې وسله والو په وینا سمیعه بلوڅ د ریحان بلوڅ کوژدنه او د مجید لوا د موسس اسلم بلوڅ ږنور وه. د یادونې ده، چې ریحان بلوڅ د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د بلوچستان په چاغي سیمه کې پر چینايي انجینرانو او کارکوونکو ځانمرګی برید کړی و.