اروپايي ټولنې پر رفح د اسرائیلو د عملیاتو "سملاسي" بندېدل غوښتي

اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ پر اسرائیلو غږ وکړ، په رفح کې خپل پوځي عملیات سمدستي پای ته ورسوي او خبرداری یې ورکړی چې د دې کار ناکامي به له اروپايي ټولنې سره د اسرائیلو اړیکې خرابې کړي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: "که په رفح کې پوځي عملیات دوام وکړي، دا مسله به له اسرائیلو سره د اروپايي ټولنې پر اړیکو ډېر فشار راوړي."

د امريکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړيوالو فشارونو او د اسرائيلو د متحدينو له فشارونو سره سره، د غزې په شمال او جنوب کې اسرائيلو ځپل پوځي عمليات لا زیات کړي دي.

نړیوال مرستندویه سازمانونه وايي، د اسرائیلي ځواکونو له خوا له مصر سره د رفح بندر له نیول کېدو راهیسې د مرستو رسول له جدي ستونزو سره مخ شوي دي. اسرائیل او مصر یو بل د دې لارې په تړلو تورنوي.

د بایډن حکومت له خبرداریو سره سره اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو وسلو لېږد تائید کړی

د امریکا حکومت تائید کړې، چې اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو په ارزښت وسلو لېږد به له پلان سره سم پرمخ ځي.

د دغو وسلو وروستی لېږد د کانګرس تصویب ته اړتیا لري. دا پوځي مرستې له هغو لویو بمونو څخه جلا دي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن یې تېره اوونۍ د بندولو امر وکړ.

دا وسلې د هغو ۹۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د بهرنۍ مرستې یوه برخه ده چې د امریکا حکومت له اوکرایین، اسرائیلو او تایوان سره د پوځي ملاتړ لپاره په پام کې نیولې دي.

تېره اوونۍ، وروسته تر هغه چې جوبایډن ومنله، پر فلسطیني ملکي وګړو په بریدونو کې د دغه هېواد ځینې وسلې کارول شوې دي، سپینه ماڼۍ تر سخت فشار لاندې ده.

د امريکا حکومت په دې وروستيو کې د دغه هېواد کانګرس ته په يوه رپوټ کې ليکلي، ښايي اسرائيلو په غزه کې د امريکايي وسلو په کارولو، له بشري قوانينو سرغړونه کړې وي.

په دې رپوټ کې ویل شوي، د امریکا پر وسلو د اسرائیلو د پام وړ تکیې له امله، "دا ارزول کېدای شي" چې د اکتوبر له اوومې نېټې وروسته، دغه وسلې "په ځینو برخو کې د نړیوال بشردوستانه قانون په تړاو مکلفیتونو سره ورته والی نه لري او ملکي وګړو ته پکې زیان اوښتی دی" کارول شوې دي.

دا رپوټ څو ورځې وروسته له هغه خپور شو چې جوبایډن په څرګنده توګه ګواښنه وکړه، که اسرائیل پر رفح ځمکني برید وکړي، د ځینو مهماتو د لېږلو مخه به ونیسي.

تېره اوونۍ، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي له سي بي اېس سره په مرکه کې ویلي و، د بمونو لېږد د اوس لپاره بند شوی، چې په هغو کې ۱۸۰۰ ( ۹۰۷ کیلويي) او ۱۷۰۰ (۲۲۶ کیلويي) بمونه شامل دي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو سفير ګيلاد ايردان د بمونو لېږد تر درولو وروسته د امريکا دغه پرېکړه نهیلې کوونکې بللې وه. د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هجري په یوه جلا بیان کې ویلي، متحدین به یې اختلاف "د تړلو دروازو تر شا" حل کړي.

د رفح د برید په اړه د امریکا او اسرائیلو ترمنځ لانجه څو څو ځله رسنیو ته راوتلې ده. رفح په غزه کې وروستی کمپ دی چې زیات شمېر ملکي فلسطینیانو پکې پناه اخیستې ده.

اسرائیلو ته د یو میلیارد ډالرو امریکايي وسلو د لېږد په اړه ربوټ په داسې حال کې راځي چې تل ابیب د غزې په شمالي او سوېلي سیمو کې بریدونه سخت کړي دي.

قطر چې د خبرو اترو یو مهم منځګړی دی، هم اعلان کړی، د اسرائیلو او حماس تر منځ د اوربند لپاره خبرې ټکنۍ شوې دي.