ټوېټر وايي هغه اکونټونو له منځه وړي چې د بل چا په معلوماتو جوړ شوي وي

د نړۍ تر ټولو شتمن کاروباري اېلن ماسک چې تېره میاشت يې ټویټر ټولنیزه شبکه پېرلې وايي، په دغه شبکه کې يې ګڼ بدلونونه راولي. تازه يې ویلي، هغه اکونټونه په دایمي ډول تړي چې د بل چا په نامه او جزئياتو جوړ شوي دي.

ټوېټر له دې وړاندې د ورته اکونټونو د تړلو په اړه خبرداری ورکاوه خو له دې وروسته به دا رنګ حسابونه له خبرداري پرته تړل کېږي.

ګڼ هغه کارن حسابونه چې نوم يې اېلن مسک ته اړولی او داسې يې ښودلې وه چې ګواکې اېلن مسک دی ټول تړل شوي او یوه د خبرداري نښه هم پرې لګول شوې ده.

اېلن مسک پر ټویټر ليکلي، له دې وړاندې مو د کارن حساب تړلو په اړه له وړاندې خبرداری ورکاوه خو اوس چې د تائیدولو پراخ چاڼ کوو نو له وړاندې خبراوي ته اړتيا نشته.

هغه ليکلي چې د نامه هر ډول بدلون به د کارن حساب د تائید د نښې د موقتي ځنډ لامل شي.

په دې وروستیو ورځو کې ګڼ پروفایلونه راڅرګند شول چې ځان یې دغه ميلیاردر ښوده. په دوی کې امریکايۍ ټوکماره کتي ګرېفېن هم وه.

ښاغلي مسک له دې وړاندې ویلي وو چې پر ټویټر د اوږدمهالو بندیزونو پلوی نه دی.

ښاغلي مسک دغه راز د ټویټر پر تائید شوو کارنانو یا هغوی چې شنه د تایید نښه لري د میاشتې د اتو ډالرو لګښت پرېکړه هم کړې. اوس نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغې پرېکړې عملي کېدل د امریکا تر منځ‌مهالو ټاکنو وروسته ته ځنډېدلې دخ.

ښاغلي مسک د جمعې په ورځ ویلي وو چې ټویټر هره ورځ څلور ميلیونه ډالره له لاسه ورکوي نو ځکه اړ دی چې د دغه شرکت نيمايي یعنې اوه نیم زره کارکوونکي کم کړي.

له دې سره جوخت د فېسبوک د څښتن شرکت مېټا په اړه هم راپورونه وايي چې پلان لري په ډېره اندازه کارکوونکي کم کړي. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ښايي ژر دغه پرېکړه اعلان شي.

د مېټا مشر مارک زوکربرګ دغه پرېکړه وروسته له هغې اعلان کړه چې د دغه شرکت د کال د درېیمې په عوایدو کې د ځوړتیا راپور خپور شو.

مېټا د فېسبوک، انسټګرام او وټس اپ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۷۰۰۰ کارکوونکي لري.