ټوېټر ځینې هغه حسابونه بند کړي چې ځانمرګي پکې ستایل کېدل

ټوېټر ګڼ شمېر هغه اکونټونه بند کړي چې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو او یا هم تاوتریخوالي ته پکې تبلیغات شوي دي.

د بندو شویو حسابونو یا اکونټونو کره شمېر مالوم نه دی، خو پر ټوېټر طالب پلوه کسان ادعا کوي چې زر ګونه فالورز یې له لاسه ورکړي او یا یې هم اکونټونه بند شوي. له څو ورځو راهیسې پر ټوېټر طالب پلوه کسانو د "فدایان" ټرېنډ پیل کړی و.

د ټوېټر ادارې د قانون له مخې که څوک د ټوېټر له اصولو سرغړونه کوي، نو له دغې ادارې سره د پلي کولو یو لړ واکونه شته چې په هغو کې د ټوېټ لیدو محدودول او یا هم که اړتیا وي ټوېټ یې ړنګوي.

د ټوېټر په اصولو کې دا هم ویل شوي که سرغړونې ډېرې جدي او تاوتریخوالي ته پکې هڅول وي، د تل لپاره د اکونټ تړل هم پکې شامل دي.

د "فدایانو" یا ځانمرګو بریدګرو ټرېنډ د ځینو کسانو پام ور اړولی او د دغه ټرېنډ پر ضد یې له ټوېټر ادارې غوښتي چې پر طالبانو او د هغوی پر پلویانو بندیزونه ولګوي.سره له دې چې له تېرو دوو ورځو راهیسې ګڼ داسې حسابونه بند شوي دي، خو زیاتره دغو کسانو بیا نوي اکونټونه جوړ کړي او وايي "که یو اکونټ یې بند شي نو لس نور به جوړ کړي."

ځکه د دوی په وینا اوسنی نظام یې د "فدایانو د قربانیو" په پایله کې جوړ شوی دی. د نړیوال په نوم د طالبانو یو پلوی وايي، "زوړ اکونټ یې چې نژدې ۹۰ زره فالورز یې درلودل د فدایانو هشټګ قرباني او تړل شوی دی"ځینو یې چې وار له مخه یې نوي اکونټونه جوړي کړي، اندېښنه لري چې ښايي نوي هغه یې هم وتړل شي.

د طالبانو په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې د رسنیو څار مسوول مولوي عبدالحق حماد وايي، د "فدایان هشټګ د یو شمېر افغان وګړو له خوا د هغو کسانو د ستاينې لپاره ترسره شوی" چې د ده په خبر په "تېر شل کلن اشغال" کې يې مبارزه کړې وه.

"دا پر موږ اغېز نه کوي، موږ تر دې له سختو محدودیتونو سره مخ شوي یو. دوی د بیان د ازادۍ د یوه کوچني حرکت پر وړاندې زغم نه لري. په مجموع کې د دې کار ډېر اغېز پر موږ نشته. او دا ګام د دوی د بیان ازادي داعیه تکذیبوي".

خو تېره ورځ د حکومت د رسنیو مرکز سرپرست انعام الله سمنګاني هم د فدایان هشټګ په ملاتړ لیکلي وو، د افغانستان ازادي د هغه په ټکو د "فدایانو د قربانیو پایله ده."

پر فېسبوک لا له وړاندې د ځینو نومونو په لیکلو سره د ګڼو کسانو حسابونه ځنډېدلي او یا هم بند شوي وو.زیاتره کسان وايي طالبان د خپلو تبلیغاتو لپاره له ټولنیزو رسنیو کار اخلي.