غفور: د کشمیر د ملاتړ له امله پاکستاني ټوېټر کارن له ستونزو سره مخ دي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور وايي، پاکستاني ټوېټر کارن(کاروونکي) له ستونزو سره مخ دي، چې یوه لویه وجه یې له کشمیر سره ملاتړ ښودل دي.

نوموړي دا خبره پرون خپل ټوېټر کې کړې ده.

د هغه په خبره: "پاکستاني ټوېټر کارن د کشمیر ملاتړ ښودو کې له ستونزو سره مخ دي. په یوه بله پلمه یې ټوېټر حساب بندېږي، چارواکي په دې تړاو اړیکه کې دي او ژر به دا مسله حل شي. مسوول کارن پاتې شئ چې ټولو ښکېلو ته ماتې ور کړو".

د تورنجنرال غفور له ټوېټ وروسته ډېرو پاکستاني ټوېټر کارنو غبرګون وښود.

ارش بنګش یې ځواب کې د ټوېټر له خوا د نوموړي د دوو حسابونو د بندیدو انځورونه خپاره کړل:

"ښاغلی زما دوه حسابونه بند شوي او ټوېټر د تایید کوډ هم نه رالېږي".

د ثنا احمر په نوم ټوېټر کارنې وړاندیز کې ولیکل، چې دې برخه کې قانون جوړ شي او له مخې یې ټوېټر ژمن شي چې خبره واوري او د کوم پاکستاني کارن حساب بند نه کړي او تړون وکړي چې که ټوېټر له خبرداري پرته کوم حساب بند کړ، جرمانه به ور کوي.

ټوېټر دې وروستیو کې پاکستان کې داسې حسابونه تړلي چې مختلفو هشټګونو سره هڅې کوي.

تازه بېلګه یې فرحان وېرک دی، چې د ډیسمبر په دویمه یې حساب بند شوی دی.

فرحان وېرک پاکستان کې خواله رسنیو کې ډېر بوخت دی او د ډېرو جنجالونو مقابل کې وي.

هغه بي بي سي ته وویل، "دا اول ځل نه دی چې زما حساب بند شوی، بلکې له دې مخکې هم درې ځلې بند شوی دی".

دی وايي، ښايي د هندي ټوېټر کارونو د ډېر رپوټ له امله داسې ور سره کېږي.

فرحان وېرک ټوېټر کې له دوو لکو اوو زرو ډېر څارن یا فالوورز لري.

خو کله چې دې حساب ته ورشئ، دا پر لیکلي چې بند شوی او ټوېټر د خپلو اصولو خلاف حسابونه بندوي.

فرحان څه وايي؟

فرحان وايي، ټوېټر کوم خبرداری نه دی ور کړی، خو اوس یو برېښنالیک ورته شوی چې پکې ویل شوي د ټوټېر د اصولو د خلاف ورزۍ له امله یې حساب بند شوی دی.

فرحان وايي، نوموړي په دې هکله پر ټوېټر عریضه کړې او که یې ټوېټر دا عریضه وانه وري، نو له خواله رسنیو به لاس په سر شي.

د ټوېټر له لوري د فرحان وېرک د حساب بندېدو وروسته هسټګ جوړ شو چې د نوموړي د حساب بیا چالو کولو یا فعالولو غوښتنه پکې وشوې او دا هشټګ د ټوېټر په ټاپ ټرېنډز کې راغی.