'ټېکټاک' له افغان توکمه امریکایۍ پېغلوټې بښنه وغوښته

د 'ټېکټاک' چینايي خواله رسنۍ له افغان توکمه امریکایۍ پېغلوټې بښنه غوښتې او د هغې ګڼون یا حساب یې بېرته فعال کړی دی.

د نوموړې 'ټېکټاک' ګڼون له هغه وروسته د څو ګړیو لپاره ناچله شو، چې په یوه وېډیو کې یې له اویغور مسلمانانو سره د چین پر چلن نیوکه وکړه.

اوس 'ټېکټاک' وايي، چې د ۱۷ کلنې فیروزه عزیز له حساب یې دا بندیز لرې کړی دی.

دا شرکت وايي، د حساب ځنډول له چینايي سیاست سره تړاو نه لري، بلکې د هغې په اکونټ کې د پخوانيو موادو له امله و.

بېجنیګ کې له 'بایټ ډانس' سره تړلی 'ټېکټاک' ټیګار کړی چې له چین بهر خپلو تولیداتو باندې د منځلارۍ اصول نه پلي کوي.

خو فیروزه عزیز ټوېټر کې وايي، چې د 'ټېکټاک' ځواب یا وضاحت ورته د منلو نه دی:

"زه په دې باور وکړم؟ چې دوی د یوې طنزیه وېډیو سره چې زما پخواني ډیلېت شوي حساب سره د تړاو له امله زما حساب وځنډاوه. له هغه وروسته ما د اویغوریانو په هکله درې برخې وېډیو بشپړه نه کړه داسې نه ده؟

نوموړې له دې مخکې بل حساب درلوده، خو 'ټېکټاک' وتاړه او وروسته یې دا ګڼون جوړ کړ چې پرون د څو ګړیو لپاره تړلی و.

پېغلوټې عزیز له بي بي سي سره خبرو کې وایي، زه به په دې تړاو خبرې کوم، زه به ټوېتر او انسټاګرام او نورو هغو الو سره خبرې کوم، چې لرم یې ان 'ټېکټاک' کې هم": د حساب له ځنډولو وروسته هم له 'ټېکټاک' وېرېدلې نه یم. له 'ټېکټاک' به ونه ډاره شم".

د 'ټېکټاک' سپیناوی

د امریکا لپاره د 'ټېکټاک' د خوندیتوب مشر اریک هن وايي، پر عزیز یې دا بندیز د هغې وېډیو له امله لګولی و چې د روانې میاشتې لومړیو کې خپره وه او د اسامه بن لادن انځور پکې و:

"موږ دا منو چې ښايي دا وېډیو به د طنز لپاره وي، خو په دې برخه کې موږ سخته پالیسي لرو".

کله چې 'ټېکټاک' پر خپلو کارنو بندیز ولګوي، نو که همغه وسیله (موبایل یا کمپیوتر کې) بل ګڼون هم جوړ کړي، پرې ورته بندیز لګېږي.

د فیروزه عزیز دا وېډیو پر نوي ګڼون خپره شوې، چې په همغه اله کې جوړ شوی دی.

دې وېډیو کې چې د اویغوریانو په هکله ده نوموړې سینګار کوي او دې سینګار په 'ټېکټاک' کې ډېر مینه وال موندلي دي.

فیروزه ویډیو کې څه وايي؟

د فیروزه عزیز دا وېډيو ډېره مشهوره شوې او دا پکې د چين حکومت تورنوي چې مسلمانان 'اجباري پنډغالو' کې ساتي او دا کار يې بل 'هولوکاسټ' بللی.

د ویډیو په پیل کې ډېره چټکه غږېږي او وايي، دا چې باڼه مو اوږده مالوم شي، نو لومړی یې په پاکۍ نري کړئ او بیا د اویغور مسلې ته ورشئ چې د هغې په ګومان "بل هولوکاسټ" دی.

دا وايي: "اوس باڼه په ځمکه وغورځوئ او له همدې ټیلېفون سره چې په لاس کې مو دی، ولاړ شئ او وګورئ چې چین له اویغوریانو سره په اجباري کمپونو کې څه ډول چلن کوي."

دا وېډیو شاوخوا څه باندې څلور میلیون ځله کتل شوې او نیم میلیون کسانو خوښه کړې ده او کابو شپږ زره کسانو تبصرې پرې لیکلې دي.