غزه کې د مرستو د وېش جنجالي ادارې (جي اېچ اېف) په اړه څومره پوهېږئ؟

په غزه کې د مرستو د وېش يوه نوې جنجالي اداره چې د امريکا او اسرائيلو له خوا يې ملاتړ کېږي په غزه کې کار پيل کړی دی.

دغه اداره چې د غزې بشري بنسټ (جي اېچ اېف) په نامه يادېږي ويلي، د دوشنبې په ورځ يې په خوراکي توکو بار لارۍ غزه کې خوندي ځايونو ته رسولې او د خوراکي توکو وېش يې پيل کړی دی.

خو دا پروګرام له نیوکو سره مخ شوی دی.

د غزې بشري بنسټ څه ډول مرستې رسوي؟

دا ډله چې امریکايي وسله وال امنيتي قرارداديان لري هڅه کوي د ملګرو ملتونو له لارې د مرستو د رسولو پر ځای په خپله د غزې ۲.۱ ميليونه وګړو ته مرستې ورسوي. کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ۱۱ اونيو بنديز له کبله په غزه د قطحۍ وېره ده. که څه هم پر خوراکي توکو بنديزونه اوس يو څه نرم شوي دي.

د غزې بشري بنسټ د مېکانېزم له مخې فلسطينيان بايد د خوړو او ورځنيو توکو ډبې د غزې په جنوب او مرکز کې له څلورو وېش ځايونو ترلاسه کړي.

دا ځايونه به د امریکايي قرارداديانو له خوا ساتل کېږي او اسرائيلو پوځ به هم پرې ګزمې کوي.

دې مرکزونو ته د ورتګ لپاره به فلسطیني وګړي له يو شمېر پړاونو تېرېږي لکه بايومټرېک او د څېرو پېژندلو. د دوی پلټنه به کېږي چې ايا له حماس سره تړاو لري که نه.

خو لا هم په دې تړاو ډېر جزئيات نه دی راڅرګند شوي.

ملګري ملتونه، مرستندویه ادارې او حماس ولې د دې پلان پر ضد دي؟

ملګرو ملتونو او ګڼو نورو مرستندويه ادارو د غزي بشري بنسټ سره د همکارۍ نه کولو پرېکړه کړې ده. دوی وايي دا پلان له بشري اصولو سره په ټکر کې دی او له مرستو د "وسلې" په توګه کار اخيستل کېږي.

د ملګرو ملتونو يوه وياند ويلي، چې د يادې ادارې عمليات "له اصلي اړتياوو پام اړوي" او اسرائيلو غوښتي چې غزې ته ټولې پولې خلاصې کړي.

ملګري ملتونه او نورې ادارې ټينګار کوي چې له هېڅ هغه پروګرام سره به همکاري ونه کړي چې اساسي بشري اصولو نه مراعاتوي.

دوی خبرداری ورکړی چې دا سيستم به په عملي توګه هغه کسان لکه ټپيان، معلولين او د ډېر عمر خلک چې مرکزونو ته د تګ راتګ توان نه لري له مرستو محروم کړي، له دې سره به خلک مجبور شي خپل ځايونه پرېږدي، زرګونه خلک به له ګواښ سره مخ شي، مرستې به سياسي او پوځي موخو پورې وتړل شي چې دا به په نړۍ کې د نه منلو يوه بېلګه رامنځته کړي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پخواني مشر يان اېګېلنډ د غزې بشري بنسټ "پوځی، خصوصي او سياسي" اداره بللې ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ بي بي سي ته وويل، "هغه کسان چې دا اداره يې جوړه کړې پخواني پوځي خلک دي، د سي ای اې پخواني امنيتي کسان دي. دا يوه امنيتي کمپنۍ ده چې د اسرائيلو له پوځ سره به له نژدې کار کوي".

"هلته به ځينې مرکزونه وي... چې خلک به د يوه لوري د اړتياوو له مخې په کې چاڼ کېږي، د اسرائیلو له نظره".

نوموړي زياته کړه، "موږ نشو کولی چې د جګړې يو اړخ پرېکړه وکړي چې څوک به، څنګه او چېرته مرستې ترلاسه کوي".

بل پلو حماس فلسطينیانو ته خبرداری ورکړی چې د غزې بشري بنسټ سره همکاري ونکړي او ويلي يې دي چې دا به "نظم ګډوډ کړي، د فلسطيني وګړو لپاره به د لوږې يوه قصدي تګلاره پلې او خواړه به د جګړې په وسله بدل کړي".

د غزې بشري بنسټ ادعا کړې چې حماس هغو مرستندويه ډلو ته د مرګ ګواښ کړي چې د دوی "د خوندي وېش" مرکزونو سره کار کوي.

اسرائيل وايي د مرستو د وېش اوسنی سيستم بايد بدل شي دوی ادعا کوي چې حماس مرستې غلا کوي هغه تور چې حماس کړی دی.

په داسې حال کې چې د غزې بشري بنسټ اداره تر نيوکو او څار لاندې راغلې د دې بنسټ مشر جېک ووډ د يکشنبې په شپه له دندې استعفا وکړه او د دې ادارې د کارکولو له لارو چارو سره يې اختلاف څرګند کړ.

جېک ووډ څوک دی او ولې يې استعفا وکړه؟

جېک ووډ چې د امريکا سمندري ځواک پخوانی افسر دی وايي، د بشري عملياتو په برخه کې د هغې د تجربې له امله شاوخوا دوه مياشتې مخکې د غزي بشري بنسټ د مشرتابه لپاره ورسره اړيکه ونيول شوه. خو نوموړی وايي، د اسرائيلو له ملاتړه برخمن پلان سره د نه همغږۍ له کبله يې استعفا ورکړه.

نوموړي د خپلې استعفا په بيان کې ويلي، "د نړۍ د ډېرو خلکو په څېر زه هم د غزې د لوږې کړکېچ سخت غمجن او زړه ماتی کړم، د يوه بشري مشر په توګه مې ځان مکلف ګاڼه چې د دې کړاو د کمولو لپاره چې هر څه په وس کې لرم هغه وکړم."

نوموړي زیاته کړه چې "د خپل مشرتابه پر کارونو وياړي، په ځانګړي ډول د يوه عملي پلان جوړول چې وکولای شي لوږه ختمه کړي، د مرستو د غلا اندېښنې حل کړي او له هغو غیر دولتي ادارو سره چې له ډېرې مودې راهيسې په غزه کې فعاليت کوي همکاري وکړي."

خو نوموړي همدا ډول زياته کړې، دا ورته معلومه شوه چې "انساني اصولو، بې پرېتوب" ته په کتو او نظر کې نيولو سره دا پلان نشي عملي کېدلی.

په ځواب کې د غزې بشري بنسټ ويلي، چې د "ووډ استعفا به خنډ رامنځته نه کړي" او اعلان يې کړی چې د دوشنبې په ورځ به د مرستو وېش پيلوي چې په يوه اوونۍ کې به يو میلیون فلسطينيانو ته مرستې ورسوي.

دوی وايي، "ګوتنيوونکي له اوسني وضعيته ګټه پورته کوي، تر ډېره يې پر دې پام ورټول دی چې دا نوښت ناکام کړي، نه دا چې خلکو ته مرستې ورسېږي".

اوس د امريکا د بهرنيو مرستو د ادارې پخوانی لوړ پوړی چارواکی جان اېکري د لنډمهالي مشر په توګه غوره شوی دی.

په غزه کې وضعيت څومره ناوړه دی؟

اسرائيلو له حماس سره د اوربند له پايته رسېدو ورسته د مارچ پر دويمه نېټه پر غزه محاصره ولګوله او له دې دوه اوونۍ وروسته يې پوځي عمليات بيا پيل کړل.

اسرائيل وايي دا ګامونه يې د دې لپاره اوچت کړي چې پر اسرائيلو فشار واچوي چې پاتې برمته شوي کسان ازاد کړي.

د مې مياشتې پر ۱۹ نېټه د اسرائيلو پوځ پراخ عمليات پيل کړل. لومړي وزير بنيامين نتياهو وويل، "پوځ به د غزې ټولې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي". ويل کېږي چې په دې پلان کې د غزې له شماله د وګړو ايستل هم شامل دي.

اسرائيلو وروسته غزې ته د "محدودو" توکو د لېږد اجازه ورکړه.

وروسته اسرائیلو وويل، لږ تر لږه ۶۶۵ لارۍ چې اوړه، د ماشومانو خواړه او روغتيايي توکې په کې بار وو غزې ته پرېښودل شوې دي.

خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرم مشرې د يکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې دا مرستې د اړتيا پرتله په سيند کې له يوه "څاڅکي" سره برابرې دي.

د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې د خوړو خونديتوب ارزونې ادارې ويلي، شاوخوا نيم ميليون وګړي به په راتلونکو مياشتو کې د سختې لوږې له ګواښ سره مخ وي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.

په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا نژدې ۵۴ زره فلسطینیان چې ۱۶۵۰۰ يې ماشومان دي وژلي دي.