اسرائیلو په لومړي ځل د اسماعيل هنيه د وژلو مسئوليت منلی

د اسرائیلو د دفاع وزیر په لومړي ځل منلې چې هېواد یې په تهران کې د حماس سياسي مشر اسماعیل هنیه وژلی دی.

تر اوسه اسرائيلو په رسمي ډول د ښاغلي هنيه د وژلو مسووليت نه و منلی خو د خلکو انګېرنه تل دا وه چې دغه هېواد په جولای مياشت کې په تهران کې د حماس د سياسي مشر د وژنې مسئول دى.

د اسرائيلو د دفاع وزير اسرائیل کاتز دا هم ويلي، چې په يمن کې د ايران ملاتړې حوثي ډلې مشران به هم په نښه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسرائیلو د دفاع وزیر د حزب الله او حماس مشرانو ته په اشارې ويلي، "لکه څه چې موږ په تهران، غزه او لبنان کې د هنيه، [يحيی] سنوار او [حسن] نصرالله سره وکړل، موږ به په حديده او صنعا کې هم داسې کوو."

ښاغلي کاتز زياته کړه، "په دې ورځو کې چې حوثي ترهګره ډله پر اسرائیلو توغندي توغوي، زه غواړم په پيل کې هغوی ته روښانه پيغام ورسوم، موږ حماس ته ماته ورکړه، موږ حزب الله مات کړ، موږ د ایران دفاعي سیسټمونه ویجاړ کړل او د ایران د توغندیو د پروګرام تولید ته مو زیان ورساوه."

د اسرائیلو د دفاع وزیر همدا ډول وويل، "موږ په سوریه کې د بشارالاسد رژیم نسکور کړ او د شر محور ته مو کلک ګوزار ورکړ."

د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د روان کال جولای مياشت کې د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له ګډون یوه ورځ وروسته په تهران کې له خپل یوه ساتونکي سره ووژل شو.

د هغه له وژل کېدو وروسته، ایراني چارواکو اسرائیل تورن کړل، او د ايران مذهبي مشر مشر ایت الله علي خامنه یي د اسرائیلو لپاره د "سختې سزا" ګوتڅنډنه وکړه.

اسرائیلو غزه کې د ملکي خلکو پر یوه کمپ برید کړی

د غزې د ښار دفاعي خدماتو اداره وايي چې اسرائیل تېره شپه (۲۲ ډسمبر) د ملکیانو په کمپ برید کړی چې لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي دي.

دغه اداره وايي چې د اسرائیل بې‌پیلوټه الوتکو هغه خېمې په نښه کړې چې د خان یونس لوېدیځ ته د المواسي د مرستو رسولو په سیمه کې موقعیت لري.

د دې برید له امله د یکشنبې له ورځې راهیسې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ څخه زیات شوی دی. اسرائیل وايي چې د دې برید هدف د حماس غړي وو.

سربېره پر دې، د یکشنبې په ورځ یو ښوونځی، چې د بې‌ځایه شویو کسانو لپاره یې د پناه ځای چمتو کړی و او یو روغتون، چې په سختو شرایطو کې یې خپلې چارې ترسره کولې، هم د اسرائیل د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

فلسطينۍ ډلې: غزه کې د اوربند جوړجاړی "ډېر نژدې شوی"

حماس ويلي قاهره کې د دوی، اسلامي جهاد او د فلسطين ازادۍ ولسي جبهې ډلو اسرائيلو سره د اوربند په اړه د خبرو پرمختياوو او هم د يرغملو او بندیانو تبادلې پر سر بحث او خبرې کړې دي.

حماس خپله اعلاميه کې ویلي، که اسرائیلو د نویو شرطونو له اېښودو لاس واخيست، يوه جوړجاړي ته د رسېدو شونتيا له هر بل وخت ډېره نژدې شوې ده.

مصري اړخ قاهره کې د دغو درېيو فلسطينيو ډلو د غونډې په اړه څه نه دي ويلي، داسې حال کې چې ځینو عرب او بهرنیو راپورونو د بېلابېلو سرچينو له قوله ويلي د کسانو تبادلې او غزه کې د اوربند په موخه د خبرو تګلوري کې خنډونه لا هم پاتې دي، سره له دې چې مخکې ترې د يوه څه پرمختګ يادونه شوې وه.

تېره اونۍ قطرۍ پلازمېنه دوحه کې د اوربند او تبادلې يوه جوړجاړي پر سر خبرې د داسې خبرونو پر مهال بيا پيل شوې، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د درزونو کموالي يادونه یې کوله.

د اسرائيلو خپرنيزې ادارې ويلي، حکومت یې د بنديانو تبادلې خبرو کې دا شرط وړاندې کړی، چې "د فلسطینیانو جګپوړي بندیان دې، لوېدځې غاړې ته نه خوشي کېږي، بهر ته دې ولېږدول شي".

دې رسنۍ د يوه اسرائيلي چارواکي له وينا دا ټینګار ياد کړی، چې خبرو کې پرمختګ شوی او دې ته یې اشاره کړې چې "دا خبرې پر سم لور روانې" دي.

سره له دې چې د دغو خبرو په اړه په احتیاط هيلې ښوول کېږي، واشنګټن پوسټ امریکايۍ ورځپاڼې لیکلي چې امریکايی منځګړی يوازې له یوې ورځې خبرو وروسته، له دوحې بېرته امریکا ته روان شوی دی.

د امريکايي پلاوي يوې سرچينې ويلي، يوه جوړجاړی ته د رسېدو پر لار خنډنو کې د هغو يرغملو شمېر هم دی، چې لومړي پړاو کې به خوشي کېږي او هم دا چې هغه به کوم فلسطیني بندیان وي چې د خوشي کېدونکو نوملړ کې به ځاېیږي.

پر دې سربېره د دواړو اړخونو ترمنځ ځوړندې مسئلې هم شته، چې تر ټولو مهمې یې له غزې تړانګې د اسرائيليو ځواکونو وتل، د غزې شمال ته د کډوالو ورستنېدل، د بندري لارو اداره کول، او هم له تړون وروسته موده کې د غزې اداره کولو راتلونکی هم شامل دي.

همدې وخت کې د اسرائيلو ‍۱۲م چنل، يادونه کړې، چې د اسرائيليو يرغملو ځینو کورنيو راتلونکو لسو ورځو کې له حماس سره يوه لومړي جوړجاړي ته د رسېدو شونتيا په اړه نښې نښانې ترلاسه کړې دي.

دغه ټلويزيوني چنل له خبرو سرچینو ويلي، د هغو فلسطینیو بندیانو نوملړ چې لومړي پړاو کې به خوشي کېږي،"چمتوالی يې بشپړ شوی" دی.

اسرائيلو پر تل ابيب د حوثیانو له ګوزار وروسته د يوه ډرون مخه نيولې

د اسرائيلو پوځ وايي د ډسمبر پر ۲۱ مه یې د خپل هېواد دننه فضا کې د يوه ډرون مخه نیولې، چې له ختيځ لوري ورننوتلی و.

دا پرمختيا څو ساعته وروسته له هغه راځي، چې تل ابيب کې د يوه توغندي پرېوتو له امله ۱۶ کسان سرسري ژوبل شول، چې د حوثیانو انصار الله ډلې له یمنه ويشتلی و.

د اسرائيلو پوځ يوه اعلاميه کې ويلي "د خطر زنګونو پايله کې چې (له غزې سره نژدې) غفولوت، تالمي الیاهو او عين هابسور کې د ډرون ننوتلو خبرداري کې پورته شول، د اسرائيلو هوايي ځواک د يوه ډرون مخنيوی وکړ، چې له ختيځ لوري د اسرائیلو خاورې ته ورننوتلی و".

د ډسمبر ۲۱ مې سهار لومړيو کې، يمن کې د حوثیانو انصار الله ډلې د اسرائيلو تل ابيب کې يوه سيمه د "فلسطین۲" په نامه له غږه په تېز بالسټيک توغندي په نښه کړې وه.

دې ډلې يوه اعلاميه کې ويلي، "دا بريد د اسرائيلو پر يوې پوځي موخې" شوی دی.

د حوثیانو پوځي وياند يحیی سريع يوه ټلويزیوني وينا کې ويل، د دې ډلې توغنديزو ځواکونو د يوه اوږدواټنه بريد ترڅ کې په "بریاليتوب" د اسرائيلو يوه پوځي اډه په نښه کړې ده.

حوثي وياند ويل د توغندي پر وړاندې يې "دفاعي او مخنيوي سیستم ناکام شوی او موخه يې په کره ډول ويشتلې" ده.

دا اعلان دوې ورځې له هغه وروسته کېږي، چې اسرائيلو په کې ۱۵۰۰ کيلومتره لرې جنوب لور، يمن کې د حوثیانو تر ولکې لاندې پر بندرونو او د برېښنا او انرژۍ پر بنسټيزو ودانيو ګوزارونه وکړل، چې پايله کې یې ۹ کسان ووژل شول.

له خپله اړخه د اسرائيلو پوځ، ويلي "د شنبې ورځې لومړيو کې له یمنه د يوه ویشتل شوي توغندي په مخنيوی کې ناکام شوي" دي. دوی وايي توغندی د تل ابيب-يافا سيمه کې لګېدلی، داسې حال کې چې د امبولانس خدمت یې ويلي ۱۶ کسان سرسري ژوبل شوي، خو وايي مالي زیانونه اوښتي دي.

يوه اسرائيلي امبولانس روغتياپال ويلي "کور کې وم او يوه زوروره چاودنه مې واورېده. بیا په بيړه د پېښې ځای ته لاړم، او لوی زيانونه مې ولیدل چې د چاودنې له امله شاوخوا ودانيو ته اوښتي وو".

د اسرائيلو پر يوې پوځي موخې د حوثیانو دا برید څو ورځو کې د خپلې بڼې دوهم دی، سره له دې چې د اسرائيلو لومړي وزير بینیامين نتنياهو حوثیانو ته ګوتڅنډنه کړې وه او ويل يې "که څوک پر اسرائیلو ګوزار کوي، درنه بیه به پرې کوي".

د حوثیانو ویاند بیا د خپلې ډلې له لوري تر هغه د بریدونو د دوام ټټر واهه، چې "تېری نه وي درېدلی او له غزې تړانګې کلابندي نه وي لرې شوې".

اسرائیلو د غزې کمال عدوان روغتون چاپېر سيمه په نښه کړې

د فلسطين وفا خبری اېجسنۍ ويلي، د اسرائيلو يوه هوايي بريد کې ۴ فلسطینیان وژل شوي چې، د شنبې پر ورځ یې په کې د رفح ښار شمال لوېديځ کې د خربة العدس سیمه او د غزې شمال کې د کمال عدوان روغتون چاپېر سيمه په نښه کړې وه.

دې خبري اېجسنۍ د روغتيايي سرچينو له خولې ويلي، اسرائيلي ځواکونه پرله پسې د کمال عدوان روغتون په نښه کوي.

سرچينو ویلي، روغتون کې وضعیت " لا هم ستونزمن" دی، او نهه ناروغان یې غزې ښار ته لېږدولی چې بېړنۍ جراحۍ ته یې اړتیا لرله، داسې حال کې چې روغتون کې لا هم له ۷۲ ډېر ټپيان تر درملنې لاندې دي.

دې خبري اېجنسۍ ويلي، "اشغال روغتون ته د ټولو اړینو طبي اړتياوو رسېدو ته اجازه نه ده ورکړې".

رويټرز خبري اېجنسۍ ويلي، د جمعې پر ورځ پر غزې د اسرائیلو هوايي ګوزارونو کې لږترلږه ۲۵ فلسطینیان وژل شوي، چې د فلسطينيو روغتياپانو په وینا جباليا کې یې ۷ ماشومان هم په کې وو.

د فلسطین روغتیا وزارت، يوې شمېرنې له مخې غزه کې د وژل شوو شمېر ۴۵۲۲۷ ته رسېدلی، چې ډېر یې وايي ښځې او ماشومان وو.

له خپله اړخه فلسطینيانو سره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادرې اونروا، ويلي، د هوا حالت ناوړتيا سره بشري حالت هم لا پسې پېچلی کېږي او سختېږي، او دا ټولنه د بنسټیزو مرستو برابرولو کې له ستونزو سره مخامخېږي. دې ټولنې ويلي بهر خوراکي توکي له شپږو میاشتو راهیسې غزې ته د ورلېږدولو انتظار کې دي، چې له امله یې بشري مرستندويان اړ کېږي کلابندو وګړو ته د خوړو او پناځای برابرولو کې سختې پرېکړې وکړي.