دغزې يوه ډاکټره د ورځني کړاو کيسه کوي: "خورا سخته ده چې کومه هيله دې ولرو"

- Author, يولاند نېل
- دنده, د بي بي سي منځني ختيځ خبرياله
غزه کې روغتياپالنه په خپله د اسرائيلو او حماس ترمنځ د ۱۸ مياشتنۍ جګړې قرباني ده. داسې حال کې چې ډاکټران حالت سره د ځان سمون زيار باسي، بي بي سي د بې پولو ډاکټرانو (اېم اېس اېف) خيريه ټولنې سره د خپلې کاري ورځې پر مهال د يوې ډاکټرې کار څارلی دی.
د سهار په اووه نيمو بجو، ډاکټره وسام سکر چې ګلابي رنګه پړونی یې پر سر دی، د غزې ښار ويجاړو کوڅو کې خپل لاره لنډوي.
د بي بي سي يو ځايي خبريال یې راسره د ورځې يادښت ثبتولو کې مرسته کړې، دې يې ورسره ليدو او کيسه کې ويل: "خپل کلينیک ته رسېدو کې مې شاوخوا ۵۰ دقيقې په پښو مزل کړی دی."
ډاکټره سکر زياتوي: "له خپلو محدودو سرچينو سره لا هم زيار باسو، دغو سختو وختونو کې دلته شمالي غزه کې وو".
د ملګرو ملتونو روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) وايي د غزې له ۳۶ روغتونونو یې يوازې ۲۱ دا اوس اوس په جزئي دول فعال دي. د اسرائيلو له خوا د غزې روانې کلابندۍ له امله طبي اکمالات په جدي ډول کمېږي.
دا ډاکټره هغه څه ته اشاره کوي، چې د اېم اېس اېف يوه سوځېدلي کلینيک کې يې له پخواني کارځي پاتې دي. پر دغه کلېنيک د جګړې لومړيو اوونيو کې د اسرائيليو سرتېرو او حماس جنګياليو ترمنځ د کوڅو جګړې او نښتو پر مهال بريد وشو.
د دې کاري ډلې اوس د غزې ښار لوېديځ لور يو دفتر په کلېنیک اړولی دی. پر نهه نیمو بجو چې ډاکټره سکر خپله سپينه چپنه اغوندي، بهر تر خېمې لاندې انتظارځي کې له وړاندې شاوخوا ۱۵۰ کسان غونډ شوي دي.

ډاکټره سکر وايي "ډېر ناروغان مو بې ځايه شوي خلک دي، دوی پناځايونو کې دي، دوی ان کوڅو کې کېږديو کې اوسېږي."
له هغه راهيسې چې يوه مياشت مخکې اوربند مات شوی، زرګونه غزوالو يو ځل بيا خپل کورونه پرې اېښي دي، او د خوندي ځای په لټه يې دې ځای ته پناه وړې ده.
د خوړو او څښاک پاکو اوبو کموالي سره، خوارځواکي او له نس دردۍ تر خارښه د ناروغيو خپرېدو کې زیاتوالی راغلی دی. په عمر مشران او ځوانان تر ټولو بد اغېزمن شوي، او د ورځې لومړي ناروغان مو کمکيان دي چې په ويروسي ناروغيو اخته دي.
دا کټره سکر روښانوي "ډېر ماشومان راوړل کېږي، چې د تنفسي سيسټم بیړنۍ برخه کې له ميکروبي کېدو او پېچ ناروغيو کړېږي. پناځايونو کې، په يوه ځای کې ډېر ماشومان غونډ وي، او ويروس په کې په ډېرې چټکۍ خپرېدی شي."
د يو کمکي پر مخ د مياسو له چيچونو داغونه دي، او ډاکټره سکر پرې يو څه اراموونکی کریم موښي. داسې حال کې چې د پخلي ګاز خلاص شوی، کورنيو د خوړو ګرمولو لپاره اور بلولو ته مخه کړې، او د دې کار له امله د سختو سوځېدنو کچه لوړه شوې ده.
يوه ساعت کې، ډاکټرې سکر او درېيو نورو جراحانو لسګونه ناروغان کتلي دي. خو ډېر نور هم دي، چې دوی ورسره مرسته او لاسنيوي کې ستونزو سره مخامخ دي.
ډاکټره سکر په ستړيا وايي "موږ د ناروغانو لوی شمېر او کمېدونکو طبي اکمالاتو سره پرله پسې ننګونو سره مخامخ يوو."
"موږ ته پېچلې پېښې راځي، او نه پوهېږو چې دا ناروغان چېرې ولېږو، ځکه غزه کې د روغتيا سيسټم پرځېدلی دی."
له تېرې يکشنبې راهيسې چې د اسرائيلو جنګي الوتکو د غزې ښار پر الاهلی العربي روغتون بريد وکړ، په جدي ډول ژوبل شوي ډله ډله کسان کلينيک ته ور رسېږي.
اسرائيلو پر حماس تور لګولی د يوه روغتون له ودانۍ يې د قوماندې او کنټرول مرکز په توګه کار اخيسته، يوه داسې خبره چې حماس یې ردوي.
الاهلي العربي روغتون چې د غزې شمال کې د ذهني ټکان درملنې يو عمومي طبي ځای و، نور ناروغان نه شي ځايولی. د روغتيا نړيوال سازمان وايي بيړنۍ څانګه، لابراتوار، د اېکسرې ماشينونه او درملتون يې ويجاړ شوي دي.

سعيد برکات چې د ورانه هډوکی يې مات دی، او د اېم اېس اېف روغتون ته تذکره کې راوړل شوی، وايي "ما الشفاء روغتون کې خپله درملنه پيل کړه، بيا الاهلي روغتون ته ولېږدول شوم، دوی پرې بمباري وکړه."
دی وروسته له هغه عملياتېده، چې د تېر کال وروستیو کې یې پر پناځي د اسرائيلو توپچي ګوزار کې ژوبل شوی و.
داسې حال کې چې نرسان یې د ټپونو بنداج وربدلوي، او درد ضد درمل ورکوي، ښاغلی برکات وايي "دلته درملنې او خپل حالت څارلو لپاره راغلی يم".
غرمه کې چې ډاکټره سکر کلینيک کې وړوکی درملتون ګوري، اندېښمنه برېښي. دواوې کمې دي.
اسرائيلو د مارچ پيل کې غزې ته ټولې ورتلونکې لارې وتړلې، ويل یې پر حماس فشار راوړي چې ورسره پاتې يرغمل کسان خوشي کړي. له هماغه راهيسې هېڅ مرسته غزې ته نه ده رسېدلې.
ډاکټره سکر وايي "د شکر ناروغانو لپاره اېنسولین نه لرو، د ميرګي درملنې اسانتياوې نه لرو، د تبې ضد ګوليو په څېر بنسټيز درمل نه لرو."
"دا د پوټکي ميکروبي کېدو موسم دی او موږ کريمونه او يا په بکټېريا اخته کېدنو لپاره مرهمونه نه لرو، د خارښ يا د سپږو ضد هېڅ درمل نه شته."
ډاکټران هغه درمل چې پاتې دی، په نوبت وېشي.

دا کټره وسام سکر لنډوي، "موږ پوره زيار باسو چې دا درمل مو راتلونکو اوونيو لپاره بس شي، خو اټکل مو دی، زېرمې مو شاوخوا دوو اوونيو کې خلاصې شي."
ډاکټر سکر دېر ژر بېرته د کتنځي خپلې خونې ته ستنه شوه. د ناروغانو ګڼه ګوڼه روانه ده، لا ډېر یې ماشومان دي. ټوخېږي، تبه لري، او په نس دردۍ اخته دي.
له غرمې وروسته پر درې نيمو بجو، د کلينيک تړلو وخت دی. څلور ډاکټران خپلو شمېرو کې ګوري چې دوی نژدې ۳۹۰ ناروغان کتلي دي.
له يوې اوږدې ستړې ورځې وروسته، ډاکټرې سکر لپاره کور ته يو اوږد او ستومانوونکی مزل ترمخ دی.
له کلينيکه وتو سره دا خپلې کورنۍ ته زنګ وهي. سوچ يې د خپلو ماشومان پالنې ته وراوړي، چې تېر يوه نيم کال کې له دې سره نهه ځله بې ځايه شوي دي.
"لکه هر غزوال چې دی، زه خپلو ماشومانو لپاره د پاکو اوبو او خوړو راموندلو کې کړېږم. موږ برېښنا نه لرو، نو ان د خپل موبايل بېټرۍ چارجول مې خورا سخت کار دی."
دا زیاتوي "تر ټولو ډېره، دا ريښتيا سخته ده چې کومه هيله ولرو. داسې احساس کوم، لکه يوه ډاروونکي خوب کې چې ژوند کوم چې هېڅ نه خلاصېږي. کله به دا جګړه ختمېږي؟"
د اوس لپاره، نه کوم ځواب شته، او نه هم کوم ارام.