حماس وايي، له خپلې هغې ډلګۍ سره یې اړیکه پرې شوې چې یو اسرائيلی-امریکايی یرغمل ورسره دی

د عکس سرچینه، Reuters
حماس وايي، پر دوی د اسرائيل له لوري تر یوه برید وروسته یې له خپلې هغې وسلهوالې ډلې سره اړیکه پرې شوې چې یو اسرائيل الاصله امریکایی یرغمل ورسره دی.
په وروستیو ورځو کې د حماس لخوا په یوه خپره شوې ویډیو کې د یرغملو تر منځ یو ۲۱ کلن اسرائيلی-امریکایی سرتېری ایډين الکساندر هم ښکاري.
الکساندر په تل ابیب کې زېږېدلی خو لوی شوی د امریکا په نیوجرسي کې دی. د اکتوبر پر اوومه پر اسرائيل د حماس د برید پر مهال دی د غزې پولې ته څېرمه په یوه ځانګړي ټولي کې پر پوځي دنده بوخت و.
الکساندر څو ورځې مخکې په یوه ویډیو کې له اسرائيلي لومړي وزیر نتنیاهو او له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ غوښتي وو چې د ده د خوشي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
اسرائيل حماس ته وړاندیز کړی و چې د ۴۵ ورځني اوربند پر لومړۍ ورځ باید هغه خوشی کړي خو حماس د اوربند دغه وړاندیز رد کړی دی.
د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده ویلي چې لا هم له دې ډلې سره د اړیکې ټينګولو هڅې روانې دي.
اسرائيل له پخوا راهیسې پر هغو سیمو د بریدونو د نه کولو خبره کوي چې ګمان کېږي، یرغمل پکې ساتل کېږي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د برید پر مهال حماس ۲۵۱ تنه یرغمل ونیول چې ۵۹ یې اوس هم ورسره دي. داسې ګمان کېږي چې په دوی کې یوازې ۲۴ یې اوس ژوندي پاتې دي او ښاغلی الکساندر پکې یوازېنی امریکایی دی.
پرون سې شنبه حماس په یوه ویډيو کې د یرغملو کورنیو ته خبرداری ورکړ چې که اسرائيل پر غزې بریدونه روان وساتي نو یرغمل به په تابوتونو کې ورولېږي.
حماس د اسرائیل د شپږ اوونیز اوربند وړاندیز رد کړی
د راپورونو له مخې حماس د اسرائیلو لخوا د شپږو اونیو مشروط اوربند وړاندیز رد کړی دی.
یوه لوړپوړي فلسطیني چارواکي چې د اسرائيلو او حماس تر منځ د خبرو له بهیر سره بلد دی ویلي، دغه پلان نه د جګړې د پایته رسولو او نه هم له غزې د اسرائيلي ځواکونو د وتلو تضمين ورکوي. دا دواړه د حماس ممهمې غوښتنې دي چې د نيمايي يرغمل شويو د خوشي کولو په بدل کې يې وړاندې کړې دي.

د عکس سرچینه، EPA
حماس دغه وړانديز په داسې حال کې رد کړی چې په غزه کې د اسرائيلو له خوا مرګوني بريدونه دوام لري.
په همدې مهال، د ملګرو ملتونو یوې ادارې خبرداری ورکړی چې "په غزه کې بشري وضعیت اوس ښایي د تېرو اتلسو میاشتو راهیسې تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی وي."
شپږ اوونۍ کېږي چې اسرائیلو غزې ته د توکو ورتګ بند کړی، او دا د جګړې له پيله راهيسې د توکو تر ټولو اوږد بندیز بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو ادارې د اسرائیلو دا ادعا په کلکه ردوي چې ګواکې په غزه کې کافي خوراکي توکي شته او وایي دا کلابندي ښایي د نړیوال بشري قانون خلاف وي.
خو د اسرائیلو لومړی وزير وايي د دې له کبله يې غزې ته د توکو پر ورتګ بنديز لګولی چې حماس د يرغملو خوشي کولو ته اړ شي او د هغه اوربند غځولو ته غاړه کېږدي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه پايته رسېدلی دی.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو دفتر ویلي، "هلته شته همکاران وايي، بریدونه ډېر شوي، چې له امله یې د ولسي وګړو تلفاتو کې او د پاتې زېربناوو ويجاړي کې زیاتوالی دی."
ویل کېږي اسرائیلو تېره اوونۍ ناوخته د اوربند خبرو کې ښکېلو سیمهییزو منځګړو ته د اوربند خپله نوې طرحه وړاندې کړې ده.
له دې وړانديز وروسته، د حماس یو پلاوی چې مشري یې د مذاکراتو مشر خلیل الحیة کوله، د مصر استخباراتو له چارواکو سره په قاهره کې وکتل.

د عکس سرچینه، AFP
یاد فلسطیني چارواکي بي بي سي ته ویلي، "اسرائیلو د مصر له لارې د حماس غورځنګ ته استول شوي وړاندیز کې په څرګند ډول د جګړې د ختمېدو او يا له غزې د وتلو پرته د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې.له همدې امله حماس دا وړاندیز په بشپړ ډول رد کړ."
باور دا دی چې په لومړي ځل اسرائیلو د اوربند د پرمختګ لپاره د حماس د بې وسلې کولو شرط وړاندې کړی، کوم چې د حماس لپاره سره کرښه بلل کېږي.
یاد فلسطینی چارواکي اسرائیل تورن کړل چې یوازې د وخت ضایع کولو هڅه کوي، او غواړي یرغمل شوي کسان ترلاسه او جګړه اوږده کړي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې نېټې پر اسرائيلو د حماس بریدونو کې له ۱۲۰۰ زیات کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، او ۲۵۱ کسان نور يرغمل ونيول شول.
په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه بريد وکړ چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر دې مهاله شاوخوا ۵۰ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د جګړې له کبله د غزې ۲.۱ میلیونه اوسېدونکي څو ځله بېځایه شوي. شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي، د روغتیا، اوبو، او فاضلهاوبو سیستمونه له منځه تللي، او د خوراکي توکو، سون، درملو او سرپنا سخت کمښت دی.