د اسرائيلو پوځ په غزه کې د روغتياپالانو په وژلو کې خپلې تېروتنې منلې دي

د ویډیو تشریح، د اسرائيلو پوځ په غزه کې د روغتياپالانو په وژلو کې خپلې تېروتنې منلې دي
د اسرائيلو پوځ په غزه کې د روغتياپالانو په وژلو کې خپلې تېروتنې منلې دي

د اسرائیلو پوځ منلې چې د مارچ پر ۲۳مه نېټه یې ځواکونو د غزې په جنوب کې د ۱۵ مرستندویه کارکوونکو په وژلو کې تېروتنې کړې دي، خو په همدې مهال يې ادعا کړې چې ځینو خيريه کارکوونکو له حماس سره اړیکې درلودې.

دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې امبولانسونو کاروان، د ملګرو ملتونو یو موټر او د اور وژنې یو موټر د رفح ښار ته څېرمه د اسرائيلي ځواکونو له خوا په نښه شول.

اسرائیلو په پیل کې ويلي وو چې ځواکونو یې ځکه د موټرو پر "مشکوک" کاروان ډزې وکړې په تیاره کې يې پرته له څراغونو حرکت کاوه او د اسرائیلي پوځ سره یې همغږي نه وه کړې.

خو، د وژل شویو ژغورونکو له ډلې د یوه تن، رفعت رضوان لخوا په خپل ګرځنده تلیفون کې اخیستل شوې ویډیو ښیي چې د موټرو څراغونه او د امبولانس څرخېدونکی څراغ روښانه و، او ګاډي له ټپیانو سره د مرستې لپاره روان وو.