لیورپول کې د فوټبال پر نندارچیانو د موټر خېژولو پېښه: تر اوسه څه پېښ شوي؟

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د بریتانیا په لېورپول کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو بریا لمانځل کېده، چې د جشن ګډونوالو پر ګڼه ګوڼه یو موټر ورغی او پلي روان خلک یې ټپیان کړل. د دې پېښې په تړاو یو ۵۳ کلن سړی ونیول شو.
د بریتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر د دې پېښې په هکله د دوشنبې پر شپه وویل:
'' ټول هېواد د لیورپول تر څنګ ولاړ دی. د خوښۍ صحنې د مطلقې ویجاړۍ او وحشت په صحنه واوښتې.''
مسوولین وايي، په دې پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون ۵۰ کسان ټپیان شوي دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په غوره لیګ سیالیو کې د لیورپول فوټبال لوبډلې له بریا وروسته نندارچیانو خوښۍ لمانځله.
د لیورپول سیمې ښاروال سټېف روتهیرام له بي بي سي سره خبرو کې وویل:
''اوس هم څلور کسان داسې دي، چې سخت رنځېږي.''
د پېښې په ځای کې ثبت شویو ویډيويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې یو موټر په خورا چټکۍ سره د خلکو ګڼې ګوڼې ته ننوځي او د جشن ګډونوال یو بل لور ته منډه اخلي.
ځايي پولیس وايي، دوی دې پېښې په تړاو د ترهګرۍ یوې پېښې په توګه پلټنې نه کوي.
د پېښې په تړاو اوس هم جزیات برالا کېږي، خو دلته د دې پېښې په هکله هغه معلومات وړاندې کېږي، چې تر اوسه پورې برالا شوي دي.
څه پېښ شول؟
د لیورپول میریسایډ پولیسو په وینا له ځايي وخت سره سم ماښام نژدې شپږ بجې یو موټر د خلکو له ګڼې ګوڼې سره ټکر شو. ځايي پولیسو په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي: ''موږ ته د مې میاشتې پر ۲۶م ماښام نژدې شپږ بجې خبر راکړل شو، چې په واټر سټریټ سیمه کې یو موټر د پلي خلکو پر ګڼه ګوڼه ورغلی دی.''
د پولیسو اعلامیه کې زیاته شوې: ''موټر ودرول شو او یو نارینه ( د دې پېښې په تړاو) ونیول شو.''
پولیسو وروسته وویل، چې یو ۵۳ کلن بریتانوی سړی د دې پېښې په تړاو نیول شو، چې باور کېږي، همدې سړي هغه موټر چلاوه، چې د خلکو ګڼې ګوڼې ته د ننوتلو هڅه یې کوله.
د سیمې روغتیا پالان وايي، ۲۷ ټپي شوي کسان د پېښې له ځایه روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي او له دې دوو ماشومانو یو سخت ټپي دی.
د ۲۰ نورو کسانو درملنه همالته د پېښې ځای کې شوې ده، چې برسېږن ټپیان وو. په ټپي شویو کسانو کې څلور ماشومان هم شامل دي.
د مرستندویانو ځايي ادارې مشر نیک سیرلي وايي، د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان تر موټر لاندې شوي وو، چې دوی راوایستل.
پولیس وايي، دوی ته دا پېښه د ترهګرۍ اړوند نه ښکاري او له هغه پلوه یې پلټنه هم نه کوي.
بریتانوي پولیس یوازې داسې پېښې د ترهګرۍ عمل بولي، چې د حکومت اغېزمنولو په نیت تر سره شي او یا د ''د یوې سیاسي، مذهبي، توکمیزې او یا اډیالوژۍ هدف ترلاسه کولو لپاره د خلکو ډارولو په موخه ترسره شي.''

د عکس سرچینه، PA Media
عیني شاهدانو څه لیدلي؟
د پېښې په ځای کې ثبت شویو ویډیويي کليپونو کې لیدل کېږي، چې یو موټر د خلکو پر یوې ډلې ورځي او له ناڅاپي درېدو مخکې په خورا چټکتیا سره حرکت کوي.
په یوه ویډیو کې خلک لیدل کېږي، چې پر دې موټر ګوزارونه کوي او د موټر شاتنۍ ښيښه ماته ښکاري. د پېښې پر مهال د بېړنیزو خدماتو او مرستندویانو ګڼ شمېر موټرونه د پېښې ځای ته ورسېدل.
په عیني شاهدانو کې یو د بي بي سي خبریال ماټ کولي وو چې وايي، موټر یې داسې حال کې د خلکو پر لور د ورتګ په حال کې ولید، چې ''هېڅ درېده نه''.
د بي بي سي خبریال وايي، خلک ورپسې شول، ګوزارونه یې پرې کول او بېلابېل شیان یې پرې ورغورځول.
دی اټکلاً وايي، داسې ښکارید چې ''د موټر سرعت به په یوه ساعت کې له ۲۰ میله زیات وو.''
د بي بي سي خبریال په وینا په لومړي سر کې داسې ښکاریده، چې چلوونکی غواړي د خلکو له ګڼې ګوڼې تېر شي او د هغو تېرېدو ته منتظر پاتې نه شي.