سیول کې ۶۷ کلن بوډا پر خلکو موټر خېژولی، نهه تنه یې وژلي

سیول

د عکس سرچینه، REUTERS

پولیس وايي، د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې یو موټر د خلکو پر ګڼه ګوڼه ورغلی لږ تر لږه نهه کسان یې وژلي دي.

دوی وايي، ټرافیکي پېښه د ځايي وخت په شاوخوا ۲۱:۳۰ بجو (ګرینویچ ۱۳:۳۰) وشوه.

د "یونهاپ" خبري اژانس د راپور له مخې، یوه سړي چې باور کېږي د ۶۰ کلونو په عمر به و ، موټر د ټرافیکي تمځای په انتظار کې پر پلي خلکو وروست.

لږ تر لږه څلور نور کسان روغتون ته وړل شوي دي.

پولیس وايي، د پېښې په اړه پلټنې کوي، خو خبرداری ورکوي چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.

د ځایي رسنیو په وینا، موټر په غلط لوري روان و او مخکې له دې چې پر پلي خلکو ور شي، له دوو نورو موټرو سره ټکر شو.

پولیسو ویلي دي چې پېښه د سیول ښار تالار ته نژدې په یوه څلورلارې کې رامنځته شوې ده. د پوښتنې په ځواب کې موټر چلوونکي، چې د پېښې په ځای کې نیول شوی، پولیسو ته ویلي چې موټر ناڅاپه ګړندی شو.

شپږ تنه د پېښې په ځای کې مړه شول او درې نور وروسته د ټپونو له امله مړه شول.

د جنوبي کوريا خبري اژانس يونهاپ د راپور له مخې نيول شوی سړی ۶۸ کلن دی.

په هېواد کې د سرعت حد په عمومي ښاري سړکونو کې ۵۰ کیلومتره (۳۱ مایله په یوه ساعت کې) دی او د استوګنې په سیمو کې ۳۰ دی.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۲ کې، په سوېلي کوریا کې پلي خلک د سړک د ټولو مړینو ٪۳۵ برخه وه – خو په همدې رپوټ کې ویل شوي چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د سړکونو اړوندو پېښو تلفات کم شوي دي.