غبرګوني؛ سوېلي کوریا د لومړنیو غبرګونو پانډاګانو زیږېدو هرکلی کړی
په سوېلي کوریا کې یوه ژوبڼ د دوو غبرګونو پانډاګانو د زیږېدو هرکلی کړی. دواړه غبرګونې پانډاګانې د څو ساعتونو په واټن کې زیږېدلې دي چې د یوې وزن ۱۸۰ او د بلې ۱۴۰ ګرامه دی. د ایورلنډ تیم پاک ژوبڼ د معلوماتو له مخې، مور پانډا "اې باو" او دواړه غبرګونې یې تندرست دي.