په سویلي کوریا کې د سپي غوښې پر پلور بندیز؛ خوړل یې لا هم ازاد دي

د سپي غوښې

د عکس سرچینه، Getty Images

د سویلي کوریا پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې به یې د سپي غوښې پلور بند شي. د ژویو د حقونو سازمانونو د دغه ګام هرکلی کړی دی.

د دې قانون له مخې، د سپي نسل روزنه او غوښو کارولو لپاره وژل به یې د درېیو کلونو بند حکم ولري.

خو لاهم په کوریا کې د سپي غوښې خوړل غیرقانوني کار نه بلل کېږي.

د سپي غوښه په کوریا کې د پخوانیو نسلونو لپاره د خښې وړ خوړو په توګه پېژندل کېږي، خو اوس مهال په دې هېواد کې د نوي نسل د خوښې خواړه نه دي.

پر دې عمل بندیز، چې په کوریا کې د پېړیو راهیسې موجود و، د پخوانیو حکومتونو په اجنډا کې و، خو ولسمشر یون سیوک یول اوس لومړیتوب ورکړی دی.

ټاکل شوې دغه قانون تر ۲۰۲۷ کال پورې پلی شي او ورسره به د انسانانو له خوا له پېړیو راهیسې د سپي غوښو خوړلو پخوانی دود پای ته ورسوي.

د تېر کال د ګالپ بنسټ نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۸ سلنه خلکو ویلي، دوی په تېرو ۱۲ میاشتو کې د سپي غوښې خوړولو هڅه کړې، دا شمېره په ۲۰۱۵ کال کې ۲۷ سلنه وه.

سویلي کوریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوس مهال په دې هېواد کې د سپي غوښه د نوي نسل د خوښې خواړه نه دي.

۲۲ کلنه زده کوونکې لی چای یون وايي، دا بندیز د ژویو حقونو خوندي کولو لپاره اړین و. هغې په سیول کې بي بي سي ته وویل: "نن ورځ ډېر خلک څاروي لري." "سپي اوس له کورنیو سره اوسېږي او د کورنۍ ژویو خوړل ښه نه دي."

نوي قانون د سپي غوښې پر سوداګرۍ تمرکز کړی دی، که په قصابۍ کې وموندل شي، تر درېیو کلونو بند حکم لري او که سپی د غوښې لپاره روزل کېږي، بیا په تر دوو کلونو بند محکومېدای شي.

د فارمونو او رسټورانټونو خاوندان درې کاله وخت لري چې د قانون له پلي کېدو مخکې د کار او عاید بدیلې سرچینې ومومي.

د کوریا حکومتي شمېرو له مخې ، سویلي کوریا په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۶۰۰ د سپي غوښې رسټورانونه او ۱۱۵۰ د سپيو روزلو فارمونه درلودل او اوس به ټول خپلو سیمه ییزو چارواکو ته نوي سوداګریز پلانونه وړاندې کوي.

حکومت ژمنه کړې، د سپي غوښې د فارم لرونکو ، قصابانو او رستورانونو مالکینو بشپړ ملاتړ به کوي، چې ټاکل شوې سوداګري یې وتړل شي.

که څه هم د دې جزییات چې څه ډول به تاوان ورکړل شي لا تر اوسه نه دي څرګند شوي.