په مکه کې د هندي مېلمستون د ویجاړولو او تاوان ورکولو په اړه د لسیزو پخوانۍ شخړه

  • Author, نیاز فاروقي
  • دنده, بي بي سي، هند

لکه چې د مسلمانانو حج مراسم سږ کال په بشپړېدو دي، د سعودي عربستان د مکې ښار یوې پخوانۍ څنډې زرګونو میله لرې په هند کې یو شور او غوغا راپورته کړې. خو لامل یې روحاني نه دی، بلکې د میراث ۵۰ کلنه شخړه ده چې لا هم د خلکو په زړه کې ده.

د شخړې ریښه د کیی روبات میلمستون دی. د نولسمې پېړۍ دغه مېلمستون په ۱۸۷۰ لسیزه کې د میناکوټي‌کی لخوا جوړ شوی و، چې د مالابار (کیرالا) سیمې یو شتمن هندي سوداګر و چې سوداګریزه امپراتوري یې له ممبۍ تر پاریسه خپره وه.

د مېلمستون ودانۍ د اسلام تر ټولو سپېڅلي ځای، لوی جومات ته نږدې موقعیت درلود، خو په ۱۹۷۱ کال کې د مکې ښار د پراخولو د پلان د یوې برخې په توګه ونړول شوه.

سعودي چارواکو د دغه ملکیت لپاره ۱.۴ ملیون ریال (په هغه وخت کې شاوخوا ۳۷۳،۰۰۰ ډالره) د سعودي خزانې ته جمع کړل، خو په کې هیڅ وارث ته پیسې ورنه کړل شوې، او ویل کېدل چې د ودانۍ اصلي وارث نه شي پېژندل کېدلی.

لسیزې وروسته، د سعودي خزانه کې دغه پیسې اوس پخپله د کيي کورنۍ دننه د یوې سختې شخړې لامل شوې، چې هر اړخ یې په کلکه هڅه کوي چې خپل نسب ثابت کړي او د میراث ادعا وکړي.

تر اوسه پورې هیڅ اړخ دې هڅه کې نه دی بریالی شوی. د هند حکومت د لسیزو راهیسې د دې شخړې د حل کولو توان ونه موند.

د کورنۍ ځینې غړي غوښتنه کوي چې پیسې دې د انفلاسیون سره سم ورکړل شي. دوی ادعا کوي چې د هغې اوسنی ارزښت ښايي له یو ملیارد ډالرو ډېر شي. دا لا روښانه نه ده چې ایا سعودي چارواکي به د خپلو شرایطو سره سم د پیسو ورکولو ته لیواله وي.

هغه خلک چې دغه قضیه تعقیبوي وايي چې دا ملکیت وقف (اسلامي وقف) و، معنا دا چې وارثان یې څارنه کولی شي خو مالکیت یې نه لري.

بي بي سي د سعودي د وقف له څانګې ځواب غوښتی، خو هغوی تر اوسه دې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. سعودي حکومت په دې اړه په څرګنده کومه وینا هم نه ده خپره کړې.

له دې هر څه سره سره، د پیسو د اندازې او د هغې د قانوني ملکیت په اړه اټکلونه کېږي.

که څه هم د مېلمستون په اړه ډیر معلومات نشته، خو د هغې ادعا کونکي وايي چې له حرم شریفه څو ګامه لرې یې موقعیت درلود او میلمستون، چې په یو نیم جریبه ځمکه کې ودان شوی و، ۲۲ خونې او څو لوی تالارونه یې درلودل.

د کیی کورنۍ چې د دغه مېلمستون د وراثت دعوه کوي وايي چې کیی د دغه ودانۍ د جوړولو لپاره لرګي د هند له مالاباره ور وړي وو او د هغې د څارنې لپاره یو مدیر ټاکلی و، چې یو لوی ګام و. که څه هم دا هغه مهال یو معمول کار و.

په هغه وخت کې، سعودي عربستان یو نسبتا بې وزلی هیواد و او د تېلو پراخې زیرمې یې لا نه وې موندل شوې.

د حج او په ټوله کې د اسلام لپاره د مکې د اهمیت له امله، د هند مسلمانانو ډېر کله حاجیانو ته بسپنه ورټوله یا به یې هلته ورته بنسټونه جوړول.

تاریخ پوه ضیاالدین سردار په ۲۰۱۴ کال کې په خپل کتاب 'مکه: مقدس ښار' کې لیکي چې د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې، دا ښار د هند د پام وړ نفوذ نښه وه او د دغه څه اقتصادي او مالي چارو په هندي مسلمانانو پورې تړاو درلود.

هغه لیکي چې "د ښار شاوخوا ۲۰ سلنه وګړي هندي نژاده وو، چې په کې د ګجرات، پنجاب، کشمیر او دکن خلک شامل وو. دا لویه برخه په سیمه ییزه توګه د هنديانو په نوم پیژندل کېده."

کله چې په شلمه پیړۍ کې د سعودي عربستان د تېلو شتمني زیاته شوه، د مکې بڼه د لویو پرمختیایي پروژو له امله بدله شوه. دغه مېلمستون درې ځله ویجاړ شو، وروستی ځل د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې و.

له هغه وخت راهیسې، د خسارې او زیان مسلې په اړه ګډوډي رامینځته شوه. د هند د مرکزي وقف شورا د پخواني منشي، بي ایم جمال په وینا، هغه مهال په جده کې د هند قونسلګرۍ حکومت ته د کیی د قانوني وارث په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.

بي ایم جمال وايي: "زما معلومات دا دي چې چارواکي د ملکیت د ساتونکي په توګه د وارث په لټه کې وو، نه د خسارې د پیسو ویشلو لپاره."

خو، دوه ډلې د ملکیت ادعا کولو لپاره راپورته شوې. دې کې د میناکتیکي پلرني خپلوان او د هغې خسر، اراکال کورنۍ شامل وه.

د اراکال کورنۍ د کیرالا شاهي کورنۍ ده، چې میناکتیکي ورسره واده کړی و.

دواړه کورنۍ د میراث دودیز بڼه پالي چې د سعودي قانون له مخې په رسمیت نه پېژندل کیږي، دغه څه خبره نوره هم پیچلې کړې ده.

د کای کورنۍ ادعا کوي چې میناکتیکي بې اولاده مړ شو، نو د هغه د خور ماشومان د دودیز سیسټم له مخې د هغه قانوني وارثان دي.

پداسې حال کې چې د اراکال کورنۍ ادعا کوي چې دوی یو زوی او یوه لور لري، د هند د قانون له مخې، یوازې د دوی ماشومان قانوني وارثان ګڼل کېږي.

د شخړې له اوږدېدو سره څو کیسې راپورته شوې.

په ۲۰۱۱ کال کې، کله چې اوازې خپرې شوې چې تاوان په میلیونونو ډالره دی، د هند کنور ولسوالۍ کې له ۲۵۰۰ ډېرو خلکو ځانونه د کیی وارثان وبلل.

د کیی کورنۍ یوه لوړ پوړي غړي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل چې "ځینو خلکو ادعا وکړه چې د دوی پلرونو میناکتي کیی ته کله چې هغه ماشوم و درس او روزنه ورکړي وو. ځینو وویل چې د دوی پلرونو د میلمستون لپاره لرګي چمتو کړي وو."

د درغلۍ ځینې پېښې هم وشوې.

د دولتي چارواکو په وینا، په ۲۰۱۷ کال کې، ځینو جعلکارانو د کیي د وراثت ادعا وکړه او له ځایی خلکو یې پیسې واخیستې، او ژمنه یې وکړه چې د خسارې برخه به یې ورکړي.

مسله لا هم حل شوې نه ده.

ځینې ادعا کوونکي وړاندیز کوي چې د شخړې د پای ته رسولو غوره لاره دا ده چې د سعودي حکومت دې د خسارې پیسې د حاجیانو لپاره د نوي میلمستون د جوړولو لپاره وکاروي.

خو نور یې دا نظر ردوي. دوی وايي چې څرنګه چې میلمستون شخصي ملکیت و، نو کورنۍ یې د تاوان اخستلو حق لري.

ځینې دا هم وايي چې ان که کورنۍ د مینکي سره خپل اړیکه ثابته هم کړي، که دوی د ملکیت اسناد ونه لري، نو شونې نه ده چې هیڅ شی ترلاسه کړي.

د کنور ولسوالۍ د اوسیدونکي محمد شهاد لپاره چې د کیي او اراکال کورنیو د تاریخ په اړه یې په یوه کتاب لیکلو کې همکاري کړې وايي، شخړه یوازې د پیسو نه ده، بلکې د کورنۍ میراث ته د درناوي په اړه هم ده.

هغه وايي "ان که دوی ته پیسې هم ورنه کړل شي، دا به ارزښتناکه وي که چیرې د مهربانۍ په توګه د دغې کورنۍ او د دوی د سیمې اړیکه ومنل شي."