اسرائیلو او حماس غزه کې پر اوربند هوکړه وکړه

یوې باخبره سرچینې بي بي سي ته ویلي " د حماس او اسرائیلو له مرکچیانو سره د قطر د لومړي وزیر له جلا جلا لیدنو وروسته غزه کې د اوربند او د یرغملو د خلاصون هوکړه وشوه." دا هوکړه به د غزې ښار او د غزې په سویلي سیمو کې سلګونو زرو بې ځایه شوي کورینو ته د دې موکه ورکړي چې بېرته خپلو کورونو، کلیو او ښارونو ته ستانه شي.

د اوربند له خبر وروسته بیلابیلو ښارونو کې فلسطینیان د جګړې پای ته رسېدو لمانځنو ته وتلي و.

د تړون له مخې به د فلسطيني بنديانو بدل کې غزه کې له حماس سره اسرائيلي يرغمل خوشې کېږي.

وړاندې ویل شوي و، چې نو اوربند به دريو پړاوونو کې پلی کېږي.

پيل کې به ۳۴ اسرائيلي يرغمل خوشې کېږي. دوی کې به ښځې، ماشومان، ټپيان او ناروغان وي.

ورپسې تمه ده، اسرائيل به زر تنه فلسطيني بنديان خوشي کوي. دوی کې به نژدې ۱۹۰ تنه داسې کسان هم وي چې ۱۵ کاله يا ترې ډېره موده بند یې تېر کړی دی.

پای کې بايد په دې اړه هم يوې هوکړې ته رسېدنه وشي، چې د غزې راتلونکی به څه وي او د دې خبرې سپينولو په ګډون چې د اسرائيلو ځواکونه هلته پاتې کېدی شي که څنګه.

تړون کې د اسرائيلو ځواکونو لپاره داسې لارې چارې هم شاملې دي، چې د فېلاډېلفيا په نامه دهلېز کې پاتې شي، يوه داسې تراړه چې غزه له مصره بېلوي.

د اسرائيلو لومړي وزير بينيامین نتنياهو، له خپلو جګپوړو چارواکو سره کتلي دي. وړاندې تر دې د نتنياهو ټلواله کې د توندلاري ښي اړخ مشر بن ګفېر، ګوتڅنډنه کړې، که تړون ته رسېدنه کېږي، له حکومته وځي.

دا خبر د بشپړېدو په حال کې دی.