د اسرائيلو دفاع وزير: ايران ښايي د غزې او لبنان په شان برخليک سره مخامخ شي

د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت ایران ته خبرداری ورکړی چې که دغه هېواد وغواړي اسرائیل ته زیان ورسوي، د غزې او بیروت په شان له برخلیک سره به مخامخ شي. له بلې خوا، د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان وویل، "موږ له دوښمن سره د جګړې سناریو طرحه کړې ده."

ښاغلي ګالانټ نن پر اسرائیلو وروستي توغندیز برید ته په اشاره وویل، ایران د اسرائیلو د هوايي ځواک دوه اډې په نښه کړې، خو "ایران زموږ د هوايي ځواک تجهیزاتو ته زیان نه دی رسولی، هېڅ الوتکې ته زیان نه دی رسېدلی او هېڅ هوایي کنډک له کاره نه دی لوېدلی. "

"هرڅوک چې فکر کوي موږ ته زیان رسوي موږ به یې مخه ونیسو، باید په غزه او بیروت کې زموږ لاسته راوړنو ته وګوري."

پر لبنان د اسرائیلو له برید راهیسې بیروت کې "تر ټولو درنه بمباري" شوې

په بیروت کې بمبارۍ دوام لري. تېره شپه د لبنان پلازمېنه له سختو او بې‌رحمانه بریدونو سره مخ شوه او لږ تر لږه ۳۰ هوايي بریدونو د دغه ښار جنوب ولړزاوه.

په انځورونو کې خلک ترهېدلي ښکاري او لوی اورونه او لوګي لیدل کېږي. د بي بي سي خبريال وايي ښايي د ګازو يو پمپ يا د وسلو ډيپو په نښه شوي وي. لبناني چارواکو ویلي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي.

د لبنان د روغتیا وزارت د وژل شویو او ټپي شویو خلکو شمېرې خپرې کې دي چې وايي د اسرائیلو د تېرې شپې په بمباریو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د اسرائیلو پوځ د اکټوبر پر اومه د حماس د برید د کلیزې په مناسبت خپلو ځواکونو د تیارسئ امر کړی.

بیروت کې خبریالان وايي، تېره شپه دا ښار ډېر نارامه و چې ډېری اسرائیلي بریدونه د جنوبي حومه په ضاحیه سیمه کې شوي.

تر ګهیځه د لویو او کوچنیو چاودنو غږونه اورېدل کېدل او د سهار رڼا په راتلو له بمبار شویو سیمو لوګي ولیدل شول.

د اسرائیلو پوځ وړاندې د بیروت له سوېل نه د خلکو د وتلو خبرداری ورکړی و؛ په ورته وخت کې د اسرائيلو پر شمالي سیمو د حزب‌الله توغوندي دوام لري.

د بیروت نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه هم ګهیځ د اسرائیلو پوځ بمبارۍ کړې دي،‌ خو د مرګژوبلې په اړه یې کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د مکرون څرګندونو ته د نتنياهو توند غبرګون؛ بيروت کې تازه چاودنې شوې

د اسرائیلو لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د فرانسې دولسمشر اېمانوېل مکرون هغو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی چې اسرائیلو ته یې د وسلو د ورکړې ځنډول او په لبنان کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې وه.

د دغو دواړو مشرانو ترمنځ ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې چې ښاغلي مکرون پر لبنان د اسرائیلو ځمکني عملیات د "تاسف وړ" وبلل.

مکرون چې پاریس کې یې یوې غونډې ته وینا کوله د سملاسي اوربند او اسرائیلو ته د وسلو ورکړه کې د ځنډ غوښتنه وکړه. ده وویل دا یو "تناقض" دی چې له یوې خوا د اوربند غوښتنه کېږي او له بلې خوا اسرائیلو ته وسلې ورکول کېږي.

د اسرائیلو لومړي وزیر په یوه ویډیويي پيغام کې د ښاغلي مکرون دا څرګندونې وغندلې او ټينګار یې وکړ هر هغه هېواد چې د اسرائیلو ملاتړ نه کوي د ایران او د هغه د نیابتي ډلو ملاتړي دي.

نوموړي وويل، "په داسې حال کې چې اسرائیل د ایران په مشرۍ د بربریت پر وړاندې جګړه کوي ټول متمدن هېوادونه باید د اسرائیلو غوڅ ملاتړ وکړي، خو ولسمشر مکرون او د ځینو لوېدیځو هېوادونو مشران اسرائیلو ته د وسلو د ورکړې د ځنډ غوښتنه کوي. دوی لپاره د شرم خبره ده.

آیا ایران حزب الله، حوثیانو، حماس او نورو نیابتي ډلو ته یې د وسلو ورکړه ځنډوي؟ طبعا نه یې ځنډوي."

د فرانسې ولسمشر د نتنیاهو له دې ویډیو پيغام وروسته د هغه غبرګون له مبالغې ډک وباله او داسې یو غبرګون یې یاد کړ چې د ده په وینا د فرانسې او اسرائیلو له ملګرتیا سره اړخ نه لګوي.

بيروت کې تازه چاودنې

د دواړو مشرانو تر منځ دغه ناندرۍ په داسې حال کې شوې چې بېګاه یو ځل بیا اسرائیلو د لبنان پلازمېنې بیروت ځینو اوسېدونکو ته له خبرداري وروسته پر څو سیمو هوايي بریدونه وکړل.

بیروت کې د بي بي سي خبریاله نفیسه کهنورد وايي لږ تر لږه د شپږو زورو چاودونه غږونه یې اورېدلې دي. نوموړې وايي د بیروت له سویلي سیمو لوګي پورته کېږي او په هوا کې ډرون الوتنه کوي.

ځایي رسنیو رپوټ ورکړی چې یو برید هوايي ډګر ته څېرمه شوی او درې نور د بیروت په څنډو کې شوي دي.

حزب الله ډلې هم ویلي د اسرائیلو پر شمالي سیمو یې تازه توغندیز بریدونه کړي دي. دې ډلې ويلي حیفا ښار ته نژدې یوه هوايي اډه یې په نښه کړې ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي پر لبنان بریدونو کې د حزب الله ډلې د وسلو یوه لویه برخه له منځه تللې او په دې سره له یادې ډلې سره د جګړې لوری بدل شوی.

د اسرائیلو د پوځ ویاند بیا ویلي د عملیاتو له پيل د حزب الله ۴۴۰ وسله وال وژل شوي دي. د هغه په وینا د یادې ډلې ۳۰ مشران هم د وژل شويو کسانو په ډله کې شامل دي.

له دې سره هم مهال د اسرائیلو لومړي وزیر یو ځل بیا ویلي چې د ایران توغندیز برید ته غبرګون او له ځانه دفاع د اسرائیلو حق دی او د غچ اخيستنې دا برید به خامخا کوي.

فرانسپرس خبري اژانس د یوه اسرائیلي لوړ پوړې چارواکي له قوله رپوټ ورکړی چې اسرائیل پر ایران د برید لپاره چمتو والی نیسي.

له بلې خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمشنر فیلیپو ګرانډې چې لبنان ته تللی خبرداری ورکړی چې دغه هېواد د کډوالۍ له یوه خطرناک کړکېچ سره مخامخ دی. پر لبنان د اسرائیلو له ځمکنیو عملیاتو وروسته څه د پاسه يو ميليون کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي او یو لوی شمېر ګاونډي جګړه ځپلي هېواد سوریې ته کډه شوې دي.