پاکستان کې د کابل هوايي ډګر برید په تړاو نیول شوی کس محکمې ته وړاندې شو

امریکايي چارواکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال په کابل هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید په تړاو له پاکستانه نیول شوی تورن محمد شریف الله محکمې ته وړاندې کړی.

په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس نیوز په خپل رپوټ کې کاږي، محمد شریف الله د چهارشنبې پر ماسپښین په ورجینیا ایالت کې د لومړني پړاو لپاره محکمې ته وړاندې شو او محکمې یې په توقیف کې د ساتلو امر وکړ.

په پام کې ده، چې پر دوشنبه به د نوموړي د توقیف په هکله رسماً محاکمه پیلېږي.

محمد شریف الله چې ویل کېږي، د جعفر په نامه هم مشهور دی، د ۲۰۲۱ کال اګست کې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر په هغه ځانمرګي برید کې په لاس لرلو تورن دی، چې نژدې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځيان پکې ووژل شول.

د سي بي اېس نیوز په رپوټ کې ویل شوي، محمد شریف الله چې له زندانه محکمې ته راوستل شو، د اسماني رنګ داسې کالي یې اغوستي وو، چې زندانیانو ته وراغوستل کېږي. محکمې نوموړي ته وویل، چې که له بهرني ترهګر تنظیم سره د مرستې تور پرې ثابت شي، ښايي د عمري زندان سزا ورکړل شي.

تورن شریف الله له قاضي سره د ژباړن له لارې خبرې کولې او څارنوالۍ بیا د امریکا له حکومته وغوښتل چې د محاکمې په ترڅ کې تورن کس باید مدافع وکیل ولري.

بل لور د امریکا فدرالي پلټنو ادارې ایف بي ای مشر کاش پټېل پر خواله رسنیو د شریف الله هغه تصویر خپور کړی، چې نوموړی په کې د توقیف په حال کې ښکاري.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۶مې هغه برید مسوولیت اسلامي دولت نومې ډلې منلی و، چې نژدې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان پکې وژل شوي وو.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون کانګرېس ته په وینا کې د دې تورن کس د نیولو اعلان پر مهال د ده نوم یاد نه کړ، خو د امریکا انصاف ادارې پر چهارشنبه یوه اعلامیه خپره کړه او د 'اېبې ګېټ ځانمرګي برید طراح' نوم یې محمد شریف الله یاد کړ، چې په جعفر مشهور دی او د اسلامي دولت نومې ډلې غړی دی.

پاکستاني امنیتي سرچینې بیا وايي، شریف الله په ۲۰۱۶ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش خراسان) څانګې غړیتوب ترلاسه کړ او د هغې نسبتاً لویې ډلې ملګری و، چې په افغانستان کې یې لږ تر لږه ۲۱ بریدونه کړي، دغه راز نوموړي د تنظیم مشر شهاب المهاجر د مرستیال په توګه هم کار کړی.

د سرچینو په وینا محمد شریف الله د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت ادارې نیولی و او د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه چې طالبانو کابل ونیو، نوموړی له زندانه وتښتېد.

د طالبانو غبرګون

سي بي اېس نیوز په افغانستان کې د طالبانو حکومت له یوه لوړپوړي چارواکي سره د دې کس نیول کېدو په هکله خبرې کړې، چې وايي: ''دا مهال له موږ سره د شریف الله په نامه دوه تاجکستانيان په زندان کې دي. دې کسانو ته د ۲۰۲۱ کال اېبې ګېټ او نورو بمي بریدونو کې د لاس لرلو له کبله د اوږدې مودې زندان سزا ورکړل شوې ده. موږ د محمد شریف الله نومي کوم افغان په هکله معلومات نه لرو. په کابل کې په دې نامه دوه بندیان لرو، چې دواړه تاجکستانیان دي.''

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه داسې حال کې ځانمرګی برید وشو، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ګڼ شمېر کسان له افغانستانه د وتلو لپاره په هوايي ډګر او شاوخوا کې یې راټول شوي وو.

په هغه برید کې د امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په تړاو د هغه مهال امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي و، غچ به اخلي: ''موږ به دا هېر نه کړو. موږ به یې و نه بخښو، موږ به د دې کسانو لټون وکړو او دوی به یې بیه پرې کړي.''

د امریکا دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي بیا له سي بي اېس نیوز سره په خبرو کې ویلي، نژدې لس ورځې مخکې د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې د پاکستان څارګرې ادارې ای اېس ای په همکارۍ دغه تورن کس د پاکستان بلوچستان په یوه سیمه کې نیولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ کانګرېس ته د سې شنبې پر ورځ په خپله لومړنۍ وینا کې له پاکستانه مننه وکړه، چې د دې کس په نیولو کې یې همکاري کړې او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، شریف الله د افغانستان او پاکستان تر منځ د (پولې په سیمه کې) نیول شوی دی.

د امریکا یوې خبرې وېبپاڼې ایګزیو بیا لومړی ځل د دې کس نوم محمد شریف الله یاد کړ.