د خوړو نړيواله اداره وايي په غزه کې يې د خوراکي توکو زېرمې خلاصې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ډېوېډ ګرېټن
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال اداره (ډبلیو اېف پي) وايي په غزه کې يې د خوراکي توکيو ټولې زېرمې په بشپړه توګه خلاصې شوې دي.
يادې ادارې په داسې حال کې دغه خبر ورکړی چې اسرائيلو له اوو اوونيو راهيسې غزې ته د بشري مرستو پر ورتګ بنديز لګولی دی.
د خوړو نړيواله اداره وايي، خپل وروستي خوراکي توکو يې د ګرمو خوړو پخلنځيو ته چې هلته خلکو ته خواړه برابروي سپارلي دي. دغه اداره وايي، "داسې اټکل کېږي چې په دې پخلنځيو کې به په څو راتلونکو ورځو کې خوراکي توکي په بشپړه توګه خلاص شي."
اسرائیلو د روان کال د مارچ میاشتې پر درېيمه غزې ته پر ورتلونکو بشري مرستو بنديز ولګاوه او له دې دوه اوونۍ وروسته يې پر غزه بيا بريدونه پيل کړل. اسرائيل وايي ځکه پر غزه بريدونه کوي چې حماس اړ شي پاتې يرغمل کسان راخوشي کړي.
ملګري ملتونه وايي، اسرائيل د نړيوالو قوانينو له مخې اړ دي چې د غزې ۲.۱ ميليونه فلسطینیانو ته د ژوند اړين توکي برابر کړي، خو اسرائيل ادعا کوي چې نړيوال قوانين مراعاتوي او په غزه کې د مرستو کمښت نشته.
د مارچ تر پايه ټولې ۲۵ نانوایۍ چې د خوړو نړيوال پروګرام يې مالي ملاتړ کاوه د غنمو، اوړو او سون توکو د خلاصون له کبله تړل شوې دي.
ملګري ملتونه وايي، خوارځواکي هم په چټکۍ سره پراخېږي. تېره اوونۍ یوې بشري ادارې په شمالي غزه کې ۱۳۰۰ ماشومان معاينه کړل، چې په کې تر ۸۰ ډېر د سختې خوارځواکۍ ښکار وو. دا د تېرو اونیو پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د اسرائيلو هوايي بريدونو کې د ګڼو ټپيانو له کبله روغتونونه د درملو، طبي توکو او تجهیزاتو له سخت کمښت سره مخ دي، او د سون توکو، د اوبو تولید او وېش هم سخت اغېزمن شوی دی.
د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) مشر، ډاکټر ټېډروس ادهانوم ګېبريوسس وايي، "په غزه کې يو ډېر ناوړه او بد حالت روان دی."
دی وايي، "دا د مرستو بندیز باید ژر پایته ورسېږي. د خلکو ژوند ورپورې تړلی دی."
د خوړو نړیواله اداره وايي، د اسرائيلو اوسنۍ کلابندۍ د لا دمخه زیانمن شويو بازارونو او د خوراکي سیستمونو حالت نور هم خراب کړی دی.
د اوربند د مودې پرتله د خوړو بیې تر ۱۴۰۰٪ پورې لوړې شوې دي، او د اړینو توکو کمښت د زیان منونکو وګړو، په ځانګړې توګه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو، میندواره او شیدې ورکوونکو ښځو، او زړو خلکو لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.
د خوړو نړيواله اداره وايي،" له ټولو اړخونو غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو اړتیاو ته لومړيتوب ورکړي، مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته دننه شي او خپل نړیوال بشري مسئولیتونه ترسره کړي."
د ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۱۶ زره ټنه زیاتې خوراکي مرستې چې د يو ميليون خلکو د څلورو مياشتو لپاره بسنه کوي د مرستو د دهليزونو پر پولو موجودې دي او د اسرائيلو اجازې ته په تمه دي.
په همدې حال، د خوړو نړيوال پروګرام يوه مشر، انټوني رينارډ، بي بي سي ته ويلي، اداره هڅه کوي چې د ګرمو خوړو پخلنځي روان وساتي.
دی وايي، "تر ۸۰٪ زیات خلک د جګړې پر مهال بېځايه شوي دي. او يوازې د مارچ له ۱۸مې [د اسرائيلو بريدونو بيا پيلېدو] وروسته، تر ۴۰۰ زره زیات خلک يو ځل بيا د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي".
"هر ځل چې ځای بدلوې، خپل مالونه له لاسه ورکوې. نو دا پخلنځي د خلکو د يو عادي خوراک لپاره ډېر اړين دي."
خو، حتی کله چې دا پخلنځي بشپړ مواد هم ولري، یوازې د نفوس نیمایي ته رسېږي او يوازې ۲۵٪ د ورځني خوراکي اړتیاوو پوره کولو توان لري.
د ناروې د کډوالو شورا د بشري لاسرسي مدير، ګاوین کېلهر، له غزې بي بي سي ته ويلي، کله چې د پخلنځيو د خوړو ذېرمې خلاصې شي، دوی به د هېڅ خوړو د برابرولو توان ونه لري.
نوموړي زیاته کړې، وګړي د پايښت لپاره لږ خواړه خوري، سامان په خوراکي توکيو بدلوي او خپله شتمني پلوري.
دی زياتوي، په غزه کې د سوال کولو کچه هم د پخوا پرتله بې ساري لوړه شوې ده، خو خلک نور له یوه بل سره د مرستې توان نه لري.
"نهيلي بېخي ډېره زياته ده."

د عکس سرچینه، WFP
د همدې اوونۍ په سر کې، د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت د بريتانیا، فرانسې او جرمني له خوا د مرستو د بندیز پر وړاندې شوې نيوکه رد کړه. دغو هېوادونو په ګډه اعلاميه کې دا بندیز "نه زغمېدونکی" بللی او د سملاسي پایته رسېدو غوښتنه یې کړې وه.
یاد وزارت ويلي، د اوربند په موده کې له ۲۵۰۰۰ زياتې لارۍ چې نژدې ۴۵۰ زره ټنه مرستې يې لېږدولې، غزې ته داخلې شوې دي، او زياتوي، "اسرائيل ځمکنی وضعت څاري، او په غزه کې د مرستو کموالی نشته."
همداراز یې ويلي، اسرائيل اړ نه دی چې غزې ته مرستې پرېږدي، ځکه چې حماس دا مرستې "غلا کوي تر څو خپل ترهګریز ماشین بيا جوړ کړي."
حماس پخوا د مرستو د غلا تورونه رد کړي دي، او ملګرو ملتونو ويلي چې د خپلو مرستو د سپارلو لپاره "ډېر ښه کنټرول" لري.
تېره اوونۍ، حماس د اسرائيلو له خوا د اوربند هغه نوی وړاندیز رد کړ، چې د وسلو اېښودلو او د پاتې ۵۹ يرغملو له ډلې د لسو خوشي کولو په بدل کې د شپږو اوونيو جګړې بندېدو شرط لګول شوی و.
خو حماس بيا هم ټینګار کوي چې ټول یرغمل کسان به هغه مهال خوشي کړي چې جګړه په بشپړ ډول پايته ورسېږي او اسرائیلي ځواکونو له غزې ووځي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.
په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ۵۱۰۰۰ فلسطینیان چې ډېری یې ملکيان دي وژلي دي.