په غزه کې د اوربند لپاره د مصر او قطر نوی پلان

د عکس سرچینه، Reuters
یوه لوړ پوړي فلسطیني چارواکي چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند له خبرو اترو سره بلد دی، بي بي سي ته ویلي، د قطر او مصر منځګړو په غزه کې د جګړې د پایته رسولو لپاره د یوه نوي پلان وړاندیز کړی دی.
د دغه چارواکي په وینا، په دې پلان کې له پنځو تر اوو کلونو پورې اوربند، د اسرائیلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې د ټولو اسرائیلي یرغمل شویو خوشي کول، د جګړې رسمي پایته رسېدل او له غزې د اسرائیلو بشپړ وتل شامل دي.
ټاکل شوې د دې پلان په اړه د مشورې لپاره د حماس یو لوړ پوړی پلاوی قاهرې ته سفر وکړي.
د اسرائیلو او حماس ځواکونو ترمنځ وروستی اوربند یوه میاشت وړاندې هغه وخت پايته ورسېد کله چې اسرائیلو په غزه بیا بمباري پیل کړه، دواړه خواوې یو بل تورنوي چې اوربند يې بل پړاو ته ونه غځاوه.
اسرائیلو تر اوسه د دې نوي وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.
ټاکل شوې چې د حماس د سیاسي شورا مشر محمد درویش او د دې ډلې مشر مذاکره کوونکی خلیل الحيه په مشرۍ يو پلاوی د قاهرې په خبرو اترو کې ګډون وکړي.
دا پرمختګونه څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې حماس د اسرائیلو وروستۍ وړاندیز رد کړ. په هغه وړاندیز کې، اسرائیلو د شپږو اونیو اوربند او د جګړې د پایته رسولو لپاره له کومې ژمنې پرته د حماس د بې وسلې کولو غوښتنه کړې وه.

د عکس سرچینه، EPA
د شنبې په ورځ، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، تر هغه به جګړه پایته ونه رسوي تر څو چې حماس په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوی او ټول یرغمل شوي کسان بېرته نه وي راستانه شوي. حماس دا غوښتنه هم کړې چې اسرائیل دې د یرغمل شویو کسانو له خوشي کولو دمخه د جګړې پایته رسولو ژمنه وکړي.
یوه فلسطیني چارواکي چې له دې خبرو اترو سره بلد دی، بي بي سي ته ويلي، حماس چمتو دی چې د غزې اداره هرې هغې فلسطینۍ ادارې ته وسپاري چې په "ملي او سيمه ييزه کچه پرې هوکړه وشي."
د هغه په وینا، دا کېدای شي په لوېديځه غاړه کې فلسطینۍ اداره وي او يا هم نوې جوړه شوې اداره.
نتنیاهو په غزه کې د فلسطينۍ ادارې رول رد کړی دی. حماس له ۲۰۰۷ کال راهیسې پر غزې واکمن دی.
که څه هم د دې نوي پلان د بریالیتوب شونتيا ارزول لا وختي دي، خو سرچینې دا هڅې "جدي" بللې او وايي، حماس دا ځل "بې سارې نرمي" ښودلې ده.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.
په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ۵۱۰۰۰ فلسطینیان چې ډېری یې ملکيان دي وژلي دي.