اسرائیل: غزه کې مرستندویان د "ناسم پوهاوي عملیاتو" پایله کې وژل شوي وو

اسرائیلو ویلي تېره میاشت په غزه کې ۱۴ مرستندویه کارکوونکو د "ناسم پوهاوي عملیاتو" پایله کې وژل شوي وو.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه ویناپاڼه کې راغلي، پلټنو یې په ډاګه کړې چې دا د جګړې په ډګر کې پرلهپسې ناکامۍ وې. اعلامیه کې ویل شوي د ملګرو ملتونو د یوه کارکوونکي او ۱۴ مرستندویانو وژل کېده "له قوماندې سرغړونه" وه.
دې ویناپاڼه کې ویل شوي، د خبرو پر مهال " د ناسم رپوټ ورکولو له امله" د هغه پوځي ډلګۍ مرستیال قومندان هم له دندې ګوښه شوی چې په دې پېښه کې ښکېله وه.
د مارچ پر ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو یو کار کوونکي او د فلسطین د سره صلیب ادارې ۱۴ مرستندویان چې د بېړنۍ مرستې رسونې ماموریت یې ترسره کاوه، د اسرائیلي ځواکونو له لوري په ډزو ووژل شول. د دغو مرستندویانو کاروان کې له ورایه ښکارېده چې امبولانس موټر او د مرستو رسولو نښې ورسره وې.
هغه مهال اسرائیلو ویلي وو چې په وژل شویو کسانو کې پنځه تنه د حماس غړي دي، خو د خپلې ادعا لپاره یې کوم سند نه و وړاندې کړی. اسرائیلو دا هم ویلي وو چې پوځيانو یې د موټرو پر دغه کاروان د غلیم فکر کړی او شکمن ورته برېښېدلي وو نو ځکه هدف ګرځېدلی.
وروسته په یوه پنځه دقیقې ویډیو کې چې د یوه کارکوونکي له ټلیفونه ترلاسه شوې وه، په ډاګه ښکارېده چې پر موټر د بیړنیو مرستو ځانګړې نښې او د امبولانس نښه لیدل کېږي. دغه ویډیو کې یو مرستندویه کارکونکی د ژوند د وروستیو شېبو خپل حالت ثبت کړی و چې دوعاګانې کوي، او وايي دنده یې خلکو ته مرسته رسول وو.
غزه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه روان دي، مرکچیان اوربند ته اندېښمن دي
په غزه کې د ملکي دفاع اداره وايي، یوازې د یکشنبې سهار وختي د اسرائیلو بمباریو دغه تړانګه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي.
دا داسې مهال ده، چې د قطر مخکښ مرکچي په غزه کې د اوربند د هلو ځلو پر درېدو اندېښنه ښودلې. محمد الخلیفي ویلي چې د سولې خبرې ډېرې ورو پر مخ ځي او که جګړه دوام کوي ډېرې جدي بشري پایلې به ولري.
په غزه کې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود باسل فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د یکشنبې پر سهار په غزه کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه شل کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي. دغې ادارې په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې په ختیځ رفح کې هم پر ملکیانو د اسرائیلو یوه هوايي برید کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې پر ورځ ګواښ کړی و چې تر هغې جګړې ته دوام ورکوي چې د حماس د غوښتنو له پوره کېدو پرته له غزې ټول اسرائیلي یرغمل خوشي شوي نه وي.
حماس ویلي د جګړې دایمي پای ته رسېدو سره تیار دي یرغمل ازاد کړي.
لا هم ۵۹ یرغمل د حماس په بند کې دي چې ګومان کېږي، ۲۴ ترې لا ژوندي دي.
د مارچ میاشتې پر اتلسمه اسرائیلو یو وار بیا پر غزه بریدونه پیل کړل چې له هغې راهیسې لږ تر لږه ۱۸۲۷ کسان وژل شوي.
د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر غزه د اسرائیلو د اوسنۍ اتلس میاشتنۍ جګړې له پیله تر اوسه له یو پنځوس زرو ډېر کسان وژل شوي چې لویه برخه یې ولسي وګړي دي.
تازه د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره مخکښ قطري مرکچي محمد الخلیفي هم د فرانسې خبري آژانس ته د دغو خبرو له کرار وړاندې تګ او پڅوالي سر ټکولی او ویلي يې دي چې د غزوالو ژوند د روانې جګړې له امله هره ګړۍ په خطر کې دی.
حماس د اسرائیلو د ۴۵ ورځو اوربند غوښتنه رد کړې خو د قطر امیر تېره پنجشنبه په مسکو کې د خبرو پر مهال اسرائیل تورن کړل چې پخوانۍ هوکړه یې عملي نه کړه.
حماس ویلي، پر یوې داسې بېړنۍ هوکړې خبرو ته چمتو دي چې پر بنسټ یې د ټولو اسرائیلي یرغملو د خلاصون په بدل کې باید په غزه کې جګړه ودرول شي او ټول فلسطیني بندیان خوشي کړل شي.
اسرائيلو له حماسه په دغه تازه وړاندیز کې غوښتي وو چې د ۴۵ ورځني اوربند په بدل کې به لس یرغمل خوشي کوي خو حماس اوس په رسمي ډول دغه وړاندیز رد کړی دی.
حماس مخکې ویلي وو چې دوی د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه هوکړه غور کوي خو ښکېل لوري تر اوسه هېڅ راز هوکړې ته نه دي نږدې شوي.
اسرائيلو ویلي، په بشپړ ډول د حماس د بې وسلې کولو او د له منځه وړلو هوډ لري.