'اسرائيل د غزې د جګړې له امله په سټراټيژیک کړکېچ کې دی'

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images/EPA

د اسرائیلو "هارټس" ورځپاڼې د شنبې په ورځ په یوه شننه کې ویلي، اسرائیل د اکتوبر پر اومه د جګړې له پیلېدو راهیسې پر غزه د برید له کبله په "سټراټیژیک کړکېچ" کې راګیر دي، چې په وینا یې تر اوسه د دې جګړې لګښت له ۱۸ میلیاردو ډالرو اوښتی دی.

ورځپاڼه وايي دا چې له فلسطینیانو سره د اسرائیلو شخړې او ستونزې پخوانۍ دي، د لبنان له حزب الله ډلې سره یې هم اوس د مخامخېدنې په باب اندېښنه ډېره شوې ده.

ليکوال اموس هارل وايي، چې د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د ډيموکراسۍ د کمزوري کولو په هڅو سربېره ښايي اسرائيل له خونړۍ جګړې سره مخامخ شي.

دی زیاتويو سټراټیژیکه ستونزه یوازې له حماس او حزب الله ډلو سره نه ده، بلکې له عامه اسرائیلي افکارو سره هم ده.‌

لیکوال دې ته اشاره کوي چې د اسرائیلو پوځ د حماس د پوځي وړتیاوو له منځه وړلو په هدف د لا ډېرو څاګانو او توندلو په الوځولو، د حماس د وسله والو په وژلو او د هغوی د جنګي مهارتونو په ویجاړولو سره، ورو – ورو پر خپلو تدریجي او ټولیزو راسته راوړنو تکیه کوي.

خو په دې معادله کې د اسرائیلو عامه افکار مهم او وزن لرونکي دي، ځکه چې ځینې د اسرائیلي تلفاتو په ډېرېدو تر منفي اغېز لاندې راځي، د اسرائیلو اعتبار ورسره کېږي او داسې انګېري چې ګنې لاسته راوړنې یې کمېږي.

له بلې خوا، لیکوال پر دې باور دی هغه امنیتي ګواښونه چې اسرائیل له کلونو راهیسې په فلسطیني سیمو کې ورسره مخامخ دي او ډېری اسرائیلي وګړو ته یې اجازه ورکړې چې خپل ورځنی ژوند د لږ خطر له احساس سره مخته بوځي، خو امنیتي ګواښونه لا پسې لویېږي چې د اسرائیلي وګړو په ورځني ژوندانه کې د بنسټیز بدلون راتلو لامل شوی دی.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

هارل زیاتوي: "په دې پړاو کې لا روښانه نه ده چې ایا له دې څو (کمین) څخه وتل به ممکن وي او که نه،‌ او یو داسې (نیمه‌دایمي) وضعیت رامنځ ته شي چې پکې جګړه لږ تر لږه په دوو پولو کې د اوږدمهال لپاره دوام ومومي. دا خطر لا هم شته چې د لبنان جبه تر ټولو ډېره ګواښونکې ده او موږ د داسې یوې جګړې شاهدان و اوسو چې ښايي لا پسې پراخه شي او له ایران او د هغوی د لاسپوڅو ډلو چې په سر کې یې حزب الله ډله ده سره اسرائیل جګړه کې مخامخ شي".

ورځپاڼه کاږي، له فلسطینیانو سره زموږ ستونزه یوځل بیا له حزب الله ډلې سره د سیمه ییزې جګړې په ډګر اړول کېدای شي او د حماس اوسنۍ جګړه په سیمه کې د نورو سازمانونو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې چې موخه یې په تدریجي ډول د اسرائیلو د ماتولو لپاره یوموټی کېدل دي.

هاریل دا هم په ډاګه کړې "هغه لید چې د ایران د قدس ځواک د وژل شوي قومندان جنرال قاسم سلیماني لخوا ښودل شوی و داسې د (اور کړۍ) په اړه پکې غږېدلی و، چې په وینا یې اسرائیل به کلابند کړي او اوس که څه هم خطر محدود دی خو ورو – ورو د ایران پلوه ډلو له خوا عملي کېږي.

د هاریل په خبره، اسرائیلو په دې جګړه کې د ټپیانو د درملنې، د غمجنو کورنیو د لاسنیوي او له کونډو سره د لوژستیکي مرستو نوی پلان لري او پر داخلي جبه ډېرې پیسې لګوي، ترڅنګ یې د پوځي تجهیزاتو پېرلو لپاره ډېرې پیسې لګوي چې په کور د ننه لګښت کچ یې له ۲۰ میلیارد شیګل‌ (۵،۵ میلیارد ډالرو) اوړي او په بهر کې یې د ډالرو لګولو کچه ۵ میلیاردو ته رسېږي.

لیکوال هغو ستونزو ته هم اشاره کړې چې اسرائیل د امریکا د مرستو ترلاسه کولو کې ورسره مخامخ دی،‌ ځکه چې د لیکوال په وینا، اسرائیل "لا ههم د امریکا د مرستو هغې کڅوړې ته انتظار باسي چې د بایډن اداره یې په کانګرس کې د تصویبېدو لپاره چانې وهي او دغه اداره له ستونزو سره مخامخ ده؛ ځکه چې د مکسیکو پر پوله د پانګونې په تړاو له جمهوریپالو سره لوی اختلافات لري".

"ولې مې اسرائیلي پوځ کې له عسکرۍ انکار وکړ؟"

اسرائیلي پوځیان

د عکس سرچینه، REUTERS

په ګارډین ورځپانه کې د لیوال ایتان نیشین په وینا، پوځي خدمتونه دا ټاکي چې تاسو په اسرائیلي ټولنه کې څوک یاست، خو له ستونزه سره سره د اختلاف لارې هم شته.

لیکوال د ۱۸ کلن تال متینیک کیسې ته په اشاره وايي، تېره اونۍ د ۳۰ ورځو ځ:ه لپاره زنداني شو، چې په اسرائيلي پوځ ‌کې یې له پوځي خدمت انکار کړی و او دا د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې له پوځي خدمته لومړنی منکر معترض دی چې زنداني کېږي.

اسرائیلی لیکوال په دې مقاله کې وايي،‌ چې پوځ کې شاملېدل د اسرائیلي ټولنې د یووالي بنسټ ګڼل کېږي.

د نیشین په وینا "د روڼتیا د نشتوالي له امله د اسرائیلو د پوځ شمېر پهب با بشپړ باور کول ګران کار دی،‌ خو رسمي شمېرې ښيي چې ۶۹ سلنه نارینه او ۵۶ سلنه ښځې په ۱۸ کلنۍ کې د خدمت لپاره جذب شوي دي."

په هر حال، نیشین وايي ان که پوځ هر چېرې ځای پر ځای کړل شي، د مخالفت یوه پټه پدیده لا هم شته، کټ مټ لکه د میتنیک په شان چې اسرائیلي پوځ کې له عسکرۍ منکر دي.

لیکوال زیاتوي "د انکار بېلګې کمې دي، خو د اسرائیلو د تاریخ اوږدو کې پېښې شوې دي. په ۱۹۸۳ کال له لبنان سره د لومړۍ جګړې په باب ۳۰۰۰ ریزرو سرتېرو اعتراض وکړ، چې ۱۶۰ له پوځي خدمته د انکار له کبله بندیان شول. همدا شان لوېدیځه تراډه کې له پوځي خدمته انکار کوونکي شته او داسې پیلوټان هم شته چې هوايي پوځ کې خدمت ناقانونه عمل ګڼي، خو دوی هر کال په اشغال شویو سیمو کې د خدمت نه کولو له کبله زنداني کېږي".