حماس په رسمي ډول د اسرائيل د اوربند وړاندیز رد کړ

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

حماس د اوربند په اړه د اسرائيل وروستی وړاندیز په رسمي ډول رد کړ. دې ډلې ویلي دي، پر یوې داسې بېړنۍ هوکړې خبرو ته چمتو ده چې پر بنسټ یې د ټولو اسرائیلي یرغملو د خلاصون په بدل کې باید په غزه کې جګړه ودرول شي‌ او ټول فلسطیني‌ بندیان خوشي کړل شي.

د حماس د مذاکراتي‌ پلاوي مشر خلیل الحیا په یوه ویډيويي بیان کې ویلي، "موږ به داسې هوکړه ونه منو چې د [اسرائيل د لومړي‌ وزیر] نتنیاهو د سیاسي ایجنډا په خدمت کې وي."

لا هم ۵۹ یرغمل د حماس په بند کې دي چې ګمان کېږي، له ډلې یې ۲۴ هغه ژوندي دي.

اسرائيل له حماسه په دغه تازه وړاندیز کې غوښتي وو چې د ۴۵ ورځني اوربند په بدل کې به لس یرغمل خوشي کوي خو حماس اوس په رسمي ډول دغه وړاندیز رد کړی دی.

اسرائيل څه وايي؟

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائيل ښي اړخي د مالیې وزیر بیزل سموتریچ ویلي چې، "اوس د دې وخت رارسېدلی چې د حماس پر مخ د دوزخ دروازې پرانیستل شي."

د حماس ځينو چارواکو د دې اوونۍ په سر کې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې د اوربند دا وړاندیز ردوي.

د حماس له لوري د مذاکراتي پلاوي مشر خلیل الحیا له قوله ویل شوي، "نتنیاهو او حکومت یې قسمي هوکړې د خپلې سیاسي ایجنډا په ګټه کاروي چې پایله یې د وژنو، چپاول او د جګړې روان ساتل دي؛ که هغه ان د بندیانو [یرغملو] د سر په بیه هم تمامېږي."

خو ښاغلي الحیا همدا راز ویلي، "د اسرائيل له لوري د ټاکل شوي شمېر فلسطیني بندیانو او د یرغملو پر تبادلې او د جګړې د‌ پای ته رسولو په اړه سملاسي خبرو ته چمتو دي."

حماس مخکې ویلي وو چې دوی د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر یوه هوکړه غور کوي خو ښکېل لوري تر اوسه هېڅ راز هوکړې ته نه دي نږدې شوي.

اسرائيل په بشپړ ډول د حماس د بې وسلې کولو او د له منځه وړلو هوډ لري.‌

پر پنډغالي برید

په همدې حال کې هره ورځ لسګونه غزه مېشتي په هوايي بریدونو کې وژل کېږي او تړانګې ته هېڅ ډول بشري‌ مرستې نه رسېږي.

د حماس په لاس اداره کېدونکې د ملکي دفاع اداره وايي، د اسرائيل له لوري د هوايي بریدونو په تازه لړۍ کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۷ تنه وژل شوي چې ډېری یې هغه بې ځایه شوي ملکیان دي چې په یوه پنډغالي کې په کېږدیو کې مېشت وو."

په المواسي کې عیني‌ شاهدانو ویلي چې تر یوې "ځواکمنې" چاودنې وروسته خیمو اور واخیست او له کبله یې د ماشومانو په ګډون ګڼ کسان ووژل شول.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه تن د بي‌بي‌سي د ژوندۍ خپرونې پر مهال وویل، "زه بهر ووتلم او ومې لیدل چې زما تر څنګ خیمې اور اخیستی دی."

اسرائيلي پوځ لا پر دې کوم نظر نه دی څرګند کړی خو له قوله یې ویل شوي چې د دغو بریدونو په اړه معلومات کوي.

تر دې وړاندې اسرائيل فلسطینیانو ته ویلي وو چې د غزې له نورو سیمو دې المواسي ته کډه شي.

اسرائيلي پوځ ویلي، "د تېرو دوو ورځو په بریدونو کې د ترهګرو تر ۱۰۰ ډېر پټنځایونه په نښه شوي چې د دوی پټنځي، پوځي مهمات او د حماس له لورې کارېدونکې ودانۍ پکې شاملې دي."

اسرائيل ویلي چې "د مرستو هېڅ کمی نه شته او دوی به پر حماس د یرغملو د خوشي کولو لپاره د فشار رواړلو په موخه د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې پیل کړې کلابندۍ ته دوام ورکړي."

خو د ۱۲ لویو مرستندویه ډلو مشرانو ویلي چې، "غزې ته د بشري مرستو رسولو سیسټم په شپړ ډول له منځه تللی دی."

د یادولو ده چې د حماس او اسرائيل تر منځ د جګړې دا څپه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه هغه مهال پیل شوه چې حماس پر اسرائيلي سیمو بریدونه وکړل. په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل ونیول شول.

د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې جګړه کې د اسرائيلي پوځ د بریدونو په ترڅ کې تر اوسه لږ تر لږه ۵۱ زره ۶۵ فلسطینیان وژل شوي دي.