په غزه کې روغتونونه وايي چې د اسرائيل په تازه بمبارۍ کې ۴۰ تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیل په داسې حال کې پر غزې بمباري ډېره کړې چې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په اړه خبرې دوام لري او ډونلډ ټرمپ د منځني ختیځ پر سفر دی.
د ځايي روغتونونو سرچینې وايي چې پر غزه تړانګه د اسرائيل په تازه هوايي بریدونو کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
رپوټونه وايي چې لږ تر لږه ۳۶ مړي د غزې په جنوب کې د خان یونس روغتونونو ته وروړل شوي چې تېره شپه اسرائيلو هلته سخته بمباري کړې ده.
په همدې حال کې د اسرائيل له لوري خلکو ته د سیمې د پرېښودو امر شوی چې د ځايي اوسېدونکو تر منځ یې وېره لا ډېره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مارچ میاشتې له پیل راهیسې اسرائيل غزې ته د خوراکي او طبي توکو په ګډون بشري مرستې نه ور پرېږدي. نړیوالې ټولنې دغه بندیز غندلی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې هلته مېشت څه باندې دوه میلیونه فلسطینیان د قحطۍ له "جدي خطر" سره مخامخ دي.
خو اسرائيل دا ردوي چې ګواکې په غزه کې دې څوک له لوږې سره مخ وي.
حماس يو امریکايی اسرائيلی يرغمل خوشی کړی
د یادولو ده چې وړمه ورځ (غويي۲۳/مې ۱۳) فلسطينۍ حماس ډلې په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو او سیمې ته د بشري مرستو د رسولو په موخه یو امریکایي اسرائیلی یرغمل اېډن الکسانډر خوشی کړ.
حماس ویلي دا پرېکړه یې په قطر کې د دې ډلې او د امریکا د حکومت ترمنځ په وروستيو ورځو کې د مستقیمو خبرو اترو وروسته کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
د دوشنبې په ورځ، اسرائیلو په غزه کې خپل پوځي عملیات د څو ساعتونو لپاره ودرول ترڅو د ياد يرغمل د لېږد اسانتیا برابره کړي.
ښاغلی الکسانډر د حماس لخوا نیول شوی وروستی ژوندی امریکایی وګړی ګڼل کېږي.
ولسمشر ټرمپ د هغه کورنۍ ته "مبارکۍ" ور کړه.
د خبرو اترو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، اډم بولر، د دې اقدام هرکلی کړی او دا یې د یوه مثبت ګام په توګه یاد کړی دی.
اسرائیلي چارواکو مخکې اندېښنه ښودلې وه چې واشنګټن به یوازې د یو یا دوه یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره يوې هوکړې ته ورسېږي.
دا مهال په غزه کې ټول ۵۹ يرغمل پاتې دي چې ويل کېږي له دې ډلې يې ۲۴ تنه ژوندي دي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر وړانې ویلي وو چې د اېډن الکساندر د خوشي کېدو لپاره چمتووالی نیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د حماس له خوا د دې اسرائیلي امريکايي يرغمل د خوشي کېدو پرېکړه منځني ختيځ ته د ډونلډ ټرمپ د سفر په درشل کې کېږي. د حماس یوه جګپوړي چارواکي د تېرې يکشنبې په ورځ بي بي سي ته وويل چې دا ګام د ښه نيت په توګه اخيستل کېږي تر څو د ټرمپ له راتګ مخکې يو مثبت پيغام ورکړل شي.
حماس دا هم ويلي چې دا به غزې ته د بشري مرستو د لېږد د هوکړې په برخه کې اغېزمن ثابت شي.
د حماس لوړي پوړي چارواکي وويل چې مذاکره کوونکي به د دوشنبې په ورځ (۱۲ مې) د دې يرغمل د خوشي کولو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.
له دې اعلان وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت د اېډن الکسانډر د خوشي کېدو اعلان وکړ او دا يې "لوی خبر" او "د ښه نيت پر لور يو ګام" وباله.
اېډن الکسانډر د اسرائيلو په تل ابيب کې زيږېدلی خو د امريکا په نيو جرسي کې رالوی شوی دی. نوموړی ۲۱ کلن دی او د اوکټوبر پر اوومه نېټه هغه مهال ونيول شو چې حماس پر اسرائيلو بريد وکړ. ده د اسرائيلو ځانګړو ځواکونو په هغه ټولي کې دنده ترسره کوله چې د غزې سره پر پوله پراته دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائيلو د لومړي وزير دفتر په اعلاميه کې ويلي، د امریکا له خوا خبر ورکړل شوی چې حماس غواړي اېډن الکساندر له "امریکايانو سره د ښه نيت" په توګه خوشي کړي او تمه کېږي چې دا ګام به د نورو يرغمل شويو د خلاصون د خبرو لپاره لاره برابره کړي.
اسرائيلو ويلي، د دوی پاليسي دا ده چې خبرې "د جګړې تر سيوري لاندې" وشي او هدف دا دی چې د جګړي ټولې موخې ترلاسه شي.
بل پلو د يرغمل شويو د کورنيو د ملاتړ ډلې ويلي، د اېډن خوشي کېدل بايد "د يوه پراخ تړون پیل وي چې د پاتې ټولو يرغملو د خلاصون پخلی وکړي."
حماس مخکې ويلي، يوازې هغه هوکړه به ومني چې د جګړې ختمېدو ته لاره هواره کړي خو دا د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو له خوا په بيا بيا رد شوې ده.
د حماس او امریکا تر منځ خبرې داسې مهال کېږي چې د راپورونو له مخې د ټرمپ اداره د نتنياهو له دريځه نهيلې شوې. نتنياهو په کور دننه هم تر فشار لاندې دی. پر نوموړي تور دی چې د خپل سیاسي هدف لپاره جګړه اوږدوی.
ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ منځني ختيځ ته ورسېږي. اسرائيلو ګواښ کړی تر هغه وخته چې کومه هوکړه ونشي، پر حماس به خپلو پوځي بريدونو ته دوام ورکوي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.
په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا نژدې ۵۳ زره فلسطینیان چې ډېری یې ملکيان دي وژلي دي.