پر نتنیاهو د فشار زیاتېدل: د اسرائیلو احتیاطي ځواکونه د غزې جګړې پر ضد غږېږي

Danny Yatom sits in an office, in a black shirt and jacket with glasses on, with books in the background
د عکس تشریح، د اسرائيلو د استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډني ياټوم د هغو زرګونو کسانو په ډله کې دی چې د غزې د جګړې د پایته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
  • Author, پاول اډمز
  • دنده, بي بي سي، بيت المقدس

په غزه کې د اسرائیلو جګړه دوام لري، خو په کور دننه ورسره مخالفت هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

په وروستیو اونیو کې، د اسرائیلو پوځ په ټولو برخو کې زرګونو احتياطي سرتېرو د لیکونو په لاسلیکولو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حکومته غوښتي چې جګړه بنده کړي او د حماس له خوا د پاتې ۵۹ تنه یرغمل شويو پر بېرته راوستلو خپل پام ورټول کړي.

که چېرې وکتل شي ۱۸ میاشتې مخکې لږ کسان وو چې د حماس ماتولو او يرغمل کسانو بېرته راوستلو جګړې منطق دې تر پوښتنې لاندې راولي.

د ډېرو لپاره، د جنورۍ اوربند او له هغه وروسته د ۳۰ زیات یرغملو راخلاصېدو هیله پیدا کړه چې ويل يې کېدای شي جګړه ژر پای ته ورسېږي.

خو کله چې اسرائیلو د مارچ په منځ کې اوربند مات او جګړه بیا پیل کړه، دغه هیلې ورسره ورژېدې.

د اسرائيلو د استخباراتي ادارې موساد پخوانی مشر ډني يټوم وايي، "موږ دې پایلې ته ورسېدو چې اسرائیل ډېر خطرناک لوري ته روان دی."

"موږ دا درک کړې چې نتنیاهو ته تر ټولو زیات خپلې شخصي ګټې مهمې دي. د هغه د لومړیتوبونو په لېست کې شخصي ګټې او د حکومت بقاء لومړی ځای لري، نه یرغمل کسان."

ډېر هغه کسان چې دا وروستي لیکونه یې لاسلیک کړي، د یاتوم په څېر، د لومړي وزير پخواني ګوتنيونکي دي. ځینې یې د حکومت ضد مظاهرو کې هم ګډون درلود چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ د حماس له برید وروسته د جګړې له پیلېدو مخکې ترسره شوې وې.

خو یاټوم وایي د اواز پورته کېدو دليل يې دا نه دی. نوموړی وايي، "ما خپل نوم وليکه او زه مظاهرو کې ګډون کوم، نه د کوم سیاسي دلیل لپاره، بلکې د ملي دلیل لپاره."

"زه سخت اندېښمن یم چې زما هېواد خپل لاره ورکوي."

A woman stands in protest holding up two signs - one showing the image of two Gazan children killed in the war and another that says in Hebrew, Arabic and English: "Stop the War"

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیس اړ شول چې تېره میاشت په تل ابیب کې د لاریون پر مهال په غزه کې د وژل شویو ماشومانو د انځورونو ښودلو له بندیز په شا شي.

لومړی ښکاره لیک د اپرېل په پیل کې خپور شو، چې د هوايي ځواکونو ۱۰۰۰ تنو احتياطي او تقاعد شويو افسرانو لاسلیک کړی و.

هغوی لیکلي وو، "د جګړې دوام د هېڅ یوې اعلان شوې موخې لپاره ګټه نه لري، بلکې د یرغملو د وژنې لامل به شي."

"هره ورځ چې تېرېږي، د دوی ژوند له نور خطر سره مخ کېږي. هره شېبه ځنډ، د شرم ځای دی."

له هغه وروسته، له نژدې ټولو پوځي څانګو، د ځانګړو ځواکونو او استخباراتي ټوليږ په ګډون، یو شمېر ستایلو شویو قوماندانانو ورته لیکونه خپاره کړل.

ټولټال له ۱۲۰۰۰ زیات لاسلیکونه شوي دي.

د اکتوبر له ۷مې وروسته، سلګونه زره اسرائيلي احتياطي سرتېرو د جګړې هرکلی وکړ او د خدمت لپاره چمتو شول.

خو اوس، ورځ تر بلې ډېر کسان له ګډونه انکار کوي، او راپورونه ښيي چې د احتياطي ځواکونو ګډون یوازې ۵۰–۶۰٪ ته راکم شوی دی.

د یو داسې پوځ لپاره چې په خپلو جګړو کې ډېره تکیه پر احتياطي سرتېرو کوي، دا یوه را روانه لویه ستونزه بلل کېږي، چې د ۱۹۸۲ اسرائیلو او لبنان لومړنۍ جګړې راهیسې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د بیت‌المقدس په یوه شنه پارک کې، مې له "یواف" (مستعار نوم)، چې د پلو احتياطي ځواکونو عسکر دی وليدل. ده غوښتنه وکړه چې هویت یې پټ پاتې شي.

یواف تېر اوړي په غزه کې دنده ترسره کړې وه، خو وایي چې بیا به دا کار ونه‌کړي.

نوموړي راته وویل، "ما داسې احساس کاوه چې باید ولاړ شم او له خپلو وروڼو او خویندو سره مرسته وکړم."

"ما باور درلود چې زه یو ښه کار کوم، سخت، خو ښه. خو اوس، دې موضوع ته نور په هغه ډول نه ګورم."

یواف وایي، د حکومت دا پرېکړه چې جګړه له حماس سره په داسې حال کې چې یرغمل د غزې په تونلونو کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي، غځول، ناسم کار دی.

نوموړی وايي، "موږ ډېر پیاوړي یوو او کولی شو حماس مات کړو، خو دا موضوع د حماس ماتول نه دي. موږ خپل هېواد له لاسه ورکوو."

Protesters in Tel Aviv hold a sign calling for a ceasefire

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په اسرائیلو کې وروستۍ نظرپوښتنې د نوي اوربند او د یرغمل شویو د خوشي کولو د تړون لپاره د خلکو پراخ ملاتړ ښیي.

یواف وویل چې د خپل ماموریت پر مهال یې هڅه کوله "تر ټولو اخلاقي سرتېری واوسي".

خو څومره چې جګړه اوږدېږي، ګوتنيونکي وایي، هغومره د اسرائيلو لپاره سختېږي لکه څنګه یې چې چارواکي ادعا کوي، خپل پوځ د نړۍ تر ټولو اخلاقي پوځ وبولي.

په وروستیو کې، د هارټس نومې چپۍ ورځپاڼې په یوه کالم کې، تقاعد شوي جنرال امیرام لوین لیکلي، وخت رارسېدلی چې سرتېري د مشرانو قوماندانانو په ګډون د امرونو نه منلو په اړه فکر وکړي.

نوموړي لیکلي،"د دې خطر چې موږ جګړه‌یزو جنایتونو ته راکاږل شو او د اسرائیلي دفاعي ځواکونو او زموږ ټولنیزو ارزښتونو ته زيان ورسږي، نور نه شو کولی چوپ پاتې شو."

د اسرائیلو ځینې ګوتنيونکي چې قضیې یې د جرمونو نړيوالې محکمې یا د عدالت نړیوالې محکمې ته وړي،استدلال کوي چې دا سرې کرښې لا له وړاندې ماتې شوې دي.

نتنیاهو پر مظاهره‌چیانو نیوکې کړې، او د هغوی اندېښنې یې "تبلیغاتي درواغ" بللې، چې ګواکې دا "یوه کوچنۍ، انارشیستي او له واقعیته لرې تقاعد شوې ډله ده چې ډېری یې له کلونو راهیسې خدمت نه ‌دی کړی."

خو نظرپوښتنې ښيي چې دا اعتراض لیکونه د عامو خلکو د باور زیاتېدونکی انعکاس دی چې چې پاتې یرغمل کسان باید له هر څه وړمبی خلاص شي.

په تل‌ابیب کې، چېرې چې له یو کال راهیسې د جګړې ضد سختې مظاهرې روانې دي، د یرغملو انځورونه پورته نیول کېږي، په داسې حال کې چې نور مظاهره‌چیان پر سړک ناست وي او د جګړې پر مهال وژل شویو فلسطیني ماشومانو عکسونه په لاس کې لري.

د دغو لیکونو له امله داسې ښکاري چې چارواکي یې لړزولي دي.

د اپرېل پر ۲۰مه، پولیسو یوه لنډه شېبه مظاهره‌چیانو ته ویلي وو چې د غزې د ماشومانو عکسونه یا هغه پوسټرونه چې "نسل وژنه" یا "قومي تصفيه" پرې لیکلي وي، اجازه نه لري.

خو د تنظیموونکو له سخت غبرګون وروسته، پولیس ژر له خپل دریځه تېر شول.

په همدې حال کې، لومړی وزير لا هم د حماس د ماتولو پر هوډ ټینګار کوي.

نتنیاهو وایي، یوازینۍ لاره چې یرغمل کسان بېرته راوستل شي، همدا نظامي فشار دی.