ایا ټرمپ د ډالۍ په توګه د ۴۰۰ میلیون ډالري لوکسې الوتکې منلو اجازه لري؟

  • Author, جیک هورټن، ټام ایډینګټن او جوشوا چیټم
  • دنده, بي‌بي‌سي وریفای

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، اداره یې غواړي له قطر یوه الوتکه چې ارزښت یې شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر (۳۰۳ میلیونه پونډه) دی، د ډالۍ په توګه ومني او دا یې "یوه ستره اشاره" بللې چې که ردول به یې "احمقانه" وي.

د دېموکرات ګوند ځینو غړو دا ګام "ډېر ناقانونه" بللی، خو سپینه ماڼۍ دا ردوي او د ټرمپ ځینو پلویانو هم پر دې نیوکې کړې دي.

خپله قطر مخکې ویلي وو چې د الوتکې په اړه راپورونه "غیر دقیق" دي او لا هم خبرې روانې دي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې ټرمپ د منځني ختیځ د څو هېوادونو په سفر وتلی، چې قطر هم پکې شامل دی.

د بي بي سي وریفای څېړلې چې ولسمشران د ډالیو منلو په برخه کې له قانوني محدودیتونو سره مخ دي که نه.

د الوتکې په اړه موږ څومره پوهېږو؟

د یکشنبې په ورځ، امریکايي رسنیو راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره چمتو ده له قطري شاهي کورنۍ یوه بویېنګ الوتکه ومني - ویل شوي دا الوتکه به بیا تنظیم شي او موقتي توګه به د (ایر فورس ون) په نوم وکارول شي چې دا د ولسمشرانو لخوا کارول کېدونکې الوتکې نوم دی.

وروسته ټرمپ پر "ټروت سوشل" کې ولیکل: "دفاع وزارت ته یوه ۷۴۷ الوتکه ډالۍ ورکول کېږي، وړیا، چې په موقت ډول د ۴۰ کلنې "ایر فورس ون" ځایناستې شي، او دا معامله به ډېره ښکاره او روښانه وي".

کله چې خبریالانو ترې وپوښتل، ټرمپ وویل: "دا د قطر یوه ستره اشاره ده. زه یې ډېره مننه کوم. زه به هېڅکله داسې وړاندیز رد نه کړم."

په فبرورۍ کې، ټرمپ ویلي وو چې د بویېنګ له کمپنۍ خوښ نه دی، ځکه چې دوو نوو ایر فورس ون الوتکو ور رسېدو په برخه کې ځنډونه راغلي. هغه زیاته کړې وه چې سپینه ماڼۍ ښايي "یوه الوتکه وپېري یا یې تر لاسه کړي، یا بل څه وکړي".

د قطر د الوتکې انځور په فبرورۍ میاشت کې د فلوریډا په پام بېچ کې اخیشتل شوی، چېرې چې ټرمپ هلته وکتله. د ۲۰۱۵ کال د ځانګړتیاوو د لنډیز سند له مخې، دا الوتکه دا مهال درې خوب‌خونې، یو شخصي استوګنځی او یو دفتر لري.

یوه قطري چارواکي سي‌اېن‌اېن ته ویلي، الوتکه د قطر له دفاع وزارته پنټاګون (د امریکا دفاع وزارت) ته ورکول کېږي او دا به داسې جوړه شي چې د "ایر فورس ون" د امنیتي او خوندیتوب معیارونه پوره کړي.

کارپوهان وایي دا به کلونه وخت ونیسي، یعنې الوتکه ښايي د ټرمپ د دورې تر پایه پورې چمتو نه شي.

ټرمپ ویلي له ولسمشرۍ وروسته به الوتکه نېغه د هغه د ولسمشریزو اسنادو کتابتون ته لاړه شي او هغه به له ولسمشرۍ وروسته "ترې ګټه نه اخلي".

خو دغه اقدام د دیموکراتانو او ان ځینو پخوانیو ټرمپ پلوو لکه لاورا لومر له خوا سخت غندل شوی. لاورا لومر ویلي: "که دا رښتیا وي، نو دا به د ادارې پر نوم یو ستر داغ وي."

ایا دا ډالۍ قانوني ده؟

یو شمېر لوړپوړو دیموکراتانو ادعا کړې چې د دغې ډالۍ منل ناقانونه دي.

دیموکرات سناتور اډم شیف د امریکا د اساسي قانون هغه برخه یاده کړې، چې وايي: هېڅ ټاکل شوی چارواکی له یوه بهرني دولته د کانګرېس له تصویب پرته "هېڅ ډول ډالۍ... که هر ډول وي" نه شي منلی.

د اېډینبرا پوهنتون د امریکایي تاریخ استاد فرانک کوګلیانو وایي، دا ماده "د حکومت پر پرېکړو د اغېز لپاره د بډې ورکولو د مخنیوي لپاره جوړه شوې وه".

پوهاند اندریو موران، چې د لندن متروپولېټن پوهنتون کې د اساسي قانون کارپوه دی، وایي: "دا بې‌‌له شکه له اساسي قانون سرغړونه ده او موږ تر اوسه دومره ستره یا د دې ډول ډالۍ نه ده لیدلې."

کانګرس څو نور قوانین هم تصویب کړي چې د بهرنیو ډالیو منلو پورې اړه لري، لکه د ۱۹۶۶ کال د بهرنیو ډالیو او سینګارولو قانون، چې له مخې یې له یوه ټاکلي ارزښت پورته د بهرنۍ ډالۍ منلو لپاره د کانګرېس اجازه لازمي ده.

اوس مهال د امریکا چارواکي هغه ډالۍ منلی شي چې ارزښت یې له ۴۸۰ ډالرو (۳۶۳ پونډو) کم وي.

که څه هم ټرمپ ویلي، الوتکه به په پای کې د هغه "کتابتون" ته ولاړه شي، خو کارپوهانو وړاندیز کړی چې هغه په حقیقت کې د خپل موزیم بنسټ ته اشاره کوي.

پخواني ولسمشران عموماً داسې کتابتون لري چې د خپلو اسنادو ارشیف پکې ساتل کېږي او یو موزیم چې معمولاً د خصوصي مرستو له لارې تمویلېږي، له یادګارونو ډک وي او د خلکو پر مخ پرانیستی وي.

هغه کارپوهان چې د بي‌بي‌سي له وریفای سره یې خبرې کړې دي ویلي، دا چې الوتکه کېدی شي لومړی ادارې ته ورکړل شي، نه مستقیماً ولسمشر ته او بیا وروسته موزیم ته انتقال شي، ښايي له اساسي قانون احتمالي سرغړونه حل نه کړي.

جورډن لیبوویتز، چې د واشنګټن د مسؤلیت او اخلاقي چارو د سازمان غړی دی، ویلي، د ټرمپ له ولسمشرۍ وروسته د الوتکې هر ډول کارول به له کرښې پښه اړول وي: "د ریګن د ایر فورس ون الوتکه په پای کې د هغه د ولسمشریز کتابتون برخه شوه، خو هلته توپیر شته. الوتکه له خدمته لیرې شوې وه، ریګن بیا پرې سفر ونه کړ او الوتکه د موزیم د یوه اثر په توګه دننه کې اېښودل شوې ده."

د راپورونو له مخې د امریکا د عدلیې وزارت یو یادښت چمتو کړی چې ولې د دې جیټ الوتکې منل قانوني ګڼي، خو دا یادښت تر اوسه اعلان شوی نه دی.

کله چې د سپینې ماڼۍ له ویاندې کارولین لیویت د دې معاملې د قانوني والي په اړه پوښتنه وشوه، هغې وویل: "د دې حقوقي جزییات لا هم په کار دي چې روښانه شي، خو البته هر ډول مرسته یا ډالۍ دې حکومت ته تل د قانون په بشپړ تطابق ترسره کېږي."

د ټرمپ کورنۍ په منځني ختیځ کې څه کوي؟

ولسمشر ټرمپ د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو په څلور ورځني سفر وتلی، په دې هیله چې د امریکا لپاره پانګونه راجلب کړي.

د هغه سفر د ټرمپ سازمان لخوا د اعلان شويو یو لړ سوداګریزو معاملو وروسته ترسره کېږي- هغه سازمان چې د ولسمشر د زامنو، ایریک او ډونلډ جونیر لخوا اداره کېږي.

په دې تړونونو کې په قطر او متحده عربي اماراتو کې د ګلف کورسونو او لوکس ویلاګانو جوړولو پلانونه شامل دي.

ولسمشر ټرمپ اوس له ټرمپ سازمان سره هېڅ رسمي تړاو نه لري، ځکه چې د جنورۍ له ۲۰ راپدېخوا یې مدیریت خپلو بچیانو ته سپارلی دی.

د ټرمپ سازمان د مې په پیل کې اعلان وکړ چې په قطر کې د دوحې شمال ته به د ټرمپ په نښه شوي لوکس ۱۸ ګلف کورس او څو لوکس ویلاګانو جوړولو پروژه پرمخ وړي.

هغه وخت اریک ټرمپ وویل: "موږ په دې ځانګړې همکارۍ سره له 'قطري دیار' او 'دار ګلوبل' سره په قطر کې د ټرمپ برنډ پر پراخولو ډېر ویاړو".

'دار ګلوبل' یوه عامه سعودي ساختماني کمپنۍ ده؛ 'قطري دیار' بیا یو قطري دولتي شرکت دی.

جلا د اپرېل پر ۳۰ مه، ټرمپ سازمان اعلان وکړ چې د 'دوبۍ په زړه کې' به د سیمې لومړنی ټرمپ نړیوال هوټل او ۸۰ پوړیزه ټاور جوړ کړي او 'لوکس ژوند او د نړۍ په کچه مېلمه‌پالنه' به وړاندې کوي.

اریګ ټرمپ هم نژدې وخت کې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د مې په لومړۍ نېټه یې په 'ټوکن ۲۰۴۹' کې، چې د کریپټوکرنسي کنفرانس دی، وینا وکړه.

کله چې د ټرمپ د سفر پر مهال د کورنۍ د کاروبار له اړوند کس سره د لیدو په اړه پوښتنه وشوه، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت دا خبره 'بېخي بې‌ځایه' وبلله چې ولسمشر د خپلې شخصي ګټې لپاره څه کوي.