څېړنه: وحشي شامپنزیانو یوه داسې ویډيو چې ځنګله کې د لومړنیو مرستو د کارولو پر حال لیدل شوي

دوه بالغ شامپنزي په ځنګل کې د یوې څانګې په څنګ کې ناست دي. چپ اړخ ته شامپنزي په نرمۍ د بل څاروي لاس نیولی او داسې ښکاري چې هغه پاکوي.

د عکس سرچینه، Elodie Freymann

د عکس تشریح، دوه بالغ شامپنزي په ځنګل کې د یوې څانګې په څنګ کې ناست دي. چپ اړخ ته شامپنزي په نرمۍ د بل څاروي لاس نیولی او داسې ښکاري چې هغه پاکوي.
  • Author, ویکټوریا ګېل
  • دنده, د بي بي سي ساینس برخې خبریاله

په یوګانډا کې شامپنزیان په داسې حال کې څارل شوي چې له طبي بوټو په بېلا بېلو لارو د پرانیستو او نورو ټپونو د درملنې لپاره کار اخلي.

د اکسفورډ پوهنتون سایسنپوهانو چې د بوډونګو په ځنګله کې له ځايي ډلې سره کار کوي، له همدغو ژویو په داسې حال کې ویډیوګانې اخیستې چې له بوټو د لومړنیو طبي مرستو په توګه کار اخلي. داسې چې دا بوټي په ځانونو او کله وارې په یو بل وهي.

د دوی څېړنه د تیر کال د هغې موندنې پر بنسټ ولاړه ده چې شمپینزیان د ځان درملنې لپاره ځینې بوټي لټوي او خوري.

له لسیزو راهیسې ساینسپوهانو د ساینسي څېړنو موندنې راټولې کړي چې له مخې يې یوه داسې ټولګه جوړه کړي چې وښيي څنګه شمپنزیان په ځنګله کې په بېلا بېل ډول "ځنګلیز لومړۍ مرستې" کاروي.

څېړونکي وايي هغه څېړنه چې د (فرانټيرزاېن اېکولوژي اېنډ ایولوشن) ژورنال کې خپره شوې، د دوی پر موندنو دا معلومات زیاتوي چې د شامپنزیانو، اورانګوټانیانو او ګوریلاګانو په ګډون د یوې ډلې ژویو کورنۍ په ځنګله کې له ګڼ شمېر طبیعي درملو د ژوند بقا لپاره کار اخیست.

مشرې څېړونکې اېلوډي فرېمن وویل: "دلته د شامپنزیانو د چلن یوه داسې بشپړه ټولګه شته چې ښيي دوی په ځنګله کې د ناروغۍ او یا ټپي کېدو پر وخت څه ډول چلن کوي، څنګه د خپل ځان درملنه کوي او دا چې څنګه خپل ځان پاک ساتي.

هغې زیاته کړه "ځینې بېلګې یې د هغو بوټو کارول دي چې دلته پیدا کېږي". شامپنزیان دغه بوټي په خپلو ټپونو ږدي او یا یې ژوي او بیا هغه ژوول شوي بوټي په پرانیستو ټپونو ږدي.

څېړونکې ډاکټره ایلوډي فریمن د وحشي شامپنزیانو تعقیب او مشاهده کوي چې  د دوی طبیعي چلن ثبت کړي.

د عکس سرچینه، Elodie Freymann

د عکس تشریح، څېړونکې ډاکټره ایلوډي فریمن د وحشي شامپنزیانو تعقیب او مشاهده کوي چې د دوی طبیعي چلن ثبت کړي.

څېړونکو د یو داسې کوچني ښځینه شامپنزي پر ویډیو څېړنه وکړه چې بوټي ژوي او د خپلې مور د بدن پر ټپ یې ږدي.

دوی دا هم وموندل چې شامپنزیان غواړي د هغو ژویو د ټپونو په درملنه کې هم مرسته وکړي چې دوی پورې تړاو نلري. ډاکټره فرېمن وايی "دا په ځانګړي ډول په زړه پورې دی ځکه دا پر هغو موندنو نور معلومات ورزیاتوي چې وايي وحشي شامپنزیان د خواخوږۍ توان لري".

د سلګونو لیکل شویو مشاهدو څخه ځینې چې ډاکټر فریمن او د هغې همکارانو یې مطالعه کړې، د یوه داسې کتاب برخه دي چې د یوې ځنګلیزې سیمې په یوه اداره کې لیکل شوی او دا د پلازمېنې شمال لویدیځ کمپالا کې دی.

د دغه کتاب د لیکلو تاریخ ۱۹۹۰مو کلونو ته ورګرځي چې ځايي کارکوونکو، څېړونکو او سیلانیانو به په کې د ژویو په زړه پورې چلن په اړه لیکل کول چې دوی به لیدل.

په دې کتاب کې پر ټپونو د پاڼو ایښودلو او له نورو شامپنزیانو سره د مرستو داسې کیسې هم لیکل شوي چې له یو بله د دامونو په لیرې کولو کې مرسته کوي.

په دوی کې د انسانانو په څېر د ځان پاک ساتلو ځینې حیرانوونکي عادتونه هم شته. د کتاب یوه پاڼه کې د یوه شامپنزي داسې کیسه لیکل شوې چې له تشناب ته تګه وروسته خپل ځان په پاڼو پاکوي.

شامپنزي زموږ د لومړنيو حیواناتو نژدې خپلوان دي

د عکس سرچینه، Elodie Freymann

د عکس تشریح، شامپنزي زموږ د لومړنيو حیواناتو نژدې خپلوان دي

د څېړنې ډلې پخوا هغه بوټي پېژندلي وو چې شامپنزیانو به د ټپي کېدو پر وخت لټول او خوړل. ساینسپوهانو د بوټو ځینې نمونې واخیستې، ویې ازمایلې او ویې موندل چې د باکتریا ضد یا مېکروب وژونکي مواد یې درلودل.

شامپنزیان یوازېني ژوي نه دي چې ښايي له بوټو جوړ درملو په اړه پوهاوی لري. یوې وروستۍ څېړنې وښودله چې یو وحشي اورانګواټان یوه ژوول شوې پاڼه د خپل مخ پر ټپ کېښودله.

ساینسپوهان فکر کوي د دغو وحشي ژویو چلن په اړه به څېړنه او د هغو بوټو په اړه نورمعلومات ترلاسه کول چې دوی یې د ناروغۍ پر مهال کاروي، د درملو په لټون کې یوه مرسته کېدی شي.

ډاکټرې فریمن بي بي سي ته وویل: " د شامپنزیانو د چلن او ځیرکتیا په اړه څومره ډېر معلومات چې ترلاسه کوو، لا نور په دې فکر کې کېږو چې موږ په اصل کې د انسانانو په توګه د طبیعي نړۍ په اړه ډېر کم معلومات لرو.

که زه په دې ځنګله کې په داسې حال کې ولوېږم چې نه خواړه لرم او نه هم درمل، ګومان نه کوم ډېر وخت به ژوندۍ پاتې شم، په ځانګړي ډول که ټپي یا ناروغه ووسم.

خو دلته شامپنزیان د ښېرازۍ په حال کې دي ځکه دوی پوهېږی څنګه د دې ځای رازونو ته لاسرسی ومومي او دا چې له خپل چاپېریاله ټول هغه څه ترلاسه کړي چې د ژوند بقا لپاره ورته اړتیا لري."