جاپان کې پر عامو خلکو د بیزوګانو بریدونه؛ پولیس یې د مخنیوي هڅې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
جاپان کې پر عامو خلکو د بیزوګانو د بریدونو زیاتېدو سره پولیس چارواکي اړ شوي چې د دې بیزوګانو پر ضد بې هوښه کوونکې مرمۍ وکاروي.
په تېرو څو اوونیو کې د یاماګوچي ښار کې د دې بیزوګانو په بریدونو کې د ماشومانو او پاخه عمر کسانو په ګډون ۴۲ تنه ژوبل شوي دي.
د جاپان په ډېرو برخو کې بیزوګان په عام محضر کې خلکو ته نږدې لیدل کېږي، خو پر خلکو د بیزوګانو دا ډول بریدونه پخوا ډېر کم لیدل شوي دي.
یوه چارواکي هم د نوم نه ښودل په شرط ومنله چې په دومره کمه موده کې په دې شمېر بریدونه کمسارې خبره ده. دی وایي، په پیل کې یوازې پر ښځو او ماشومانو بریدونه کېدل، خو اوس پر سړیو او د پاخه عمر کسانو هم بریدونه پیل شوي.
د دې لړۍ لومړی برید په تېره جون میاشت کې وشو. له هغه وروسته پولیسو ګزمې پیل کړې او هڅه یې وکړه چې برید کوونکي بیزوګان ونیسي، خو ناکامه شول.
چارواکي په دې هم نه پوهېږي چې دا بریدونه د یو ورانکاره بیزو لخوا شوي او که د ډېرو بیزوګانو کار دی.
ځایي رسنۍ وایي، په ځینو بریدونو کې خلک یوازې پر پښو او لاسونو برسېرن ژوبل شوي دي، خو ځینې پېښو کې د خلکو پر مرۍ او خېټه هم زخمونه لیدل شوي.
په یوه برید کې بیزو یو اپارتمان ته ننوتلې او یوه څلور کلنه ماشومه یې ژوبله کړې، او یو بل برید کې بیا بیزو د وړکتون یوه ټولګي ته ننوتلی او ماشومان یې ترهولي.
سیمه کې ګڼو کسانو پولیسو ته رپوټ ورکړی چې بیزوګان یې د خلاصو کړکیو یا دروازو له لارې کورونو ته ور ننوتلي دي.
چارواکي په دې باور دي چې د 'ماکاکیوس ' په نامه جاپانی ډوله بیزوګانو دا بریدونه کړي دي. د یاماګوچي پوهنتون په یوه څېړنه کې راغلي، د دې بیزو نسل پخوا په ورکېدو و، خو اوس یې شمېر زیات شوی او له همدې کبله یې ځینو سیمو کې خلکو ته سرخوږی هم جوړ کړی.
په دې څېړنه کې د بریدونو ځینې نور لاملونه هم په ګوته شوي، د بېلګې په ډول د بیزوګانو او وګړو ترمنځ د واټن کمېدل، د بیزوګانو په اړه د خلکو چلن کې بدلون، او د ځنګلونو او چاپېریال په جوړښت کې بدلون هم د دې پېښو لاملونه یاد شوي.