ټرمپ پر اوکرايین د روسيې بريدونه غندلي او پوتین يې "لېونی" بللی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اوکرايين د روسیې وروستي بريدونه چې لږ تر لږه ۱۲ کسان په کې وژل شوي غندلي دي.
ښاغلي ټرمپ ويلي له ولادمير پوتین "خوښ نه دی" او په وينا يې هغه "ډېر خلک وژني". نوموړي وروسته همدا ډول پوتين "بشپړ ليونی" بللی دی.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي وړاندې ويلي وو چې د روسيې د وروستيو بريدونو پر وړاندې د امریکا "چوپتیا" پوتين ته جرئت ورکوي او له امریکا يې غوښتي وو چې د بنديزونو سربېره پر روسيه "سخت فشار" واچوي.
تېر ماښام روسيې پر اوکرايین ۳۶۷ ډورن او توغنديز بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ۱۲ کسان و وژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. دا په ۲۰۲۲ کال کې د روسيې د بشپړ يرغل له پيله تر ټولو لوی شپنی بريد ګڼل کېږي.
ټرمپ د يکشنبې ناوخته په نيوجرسي کې خبريالانو ته وويل، "زه پوتین له پخوا پېژنم، تل مې ورسره ښې اړيکې لرلې خو اوس پر ښارونو بريدونه کوي او خلک وژني، دا کار په هېڅ صورت نه خوښوم".
وروسته ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل يوه پوست کې وليکل چې پوتین "بشپړ ليونی شوی دی."
نوموړي وويل، "ما تل ويلي چې دی ټول اوکرايين غواړي، نه يوازې يوه برخه او ښايي دا خبره سمه ثابته شي خو که داسې وشي دا به د روسيې د سقوط لامل شي."
د امریکا ولسمشر همدا ډول پر زېلېنسکي هم کلکې نيوکې وکړې چې په وينا يې "په هغه ډول چې دی خبرې کوي، هېڅ خپل هېواد ته ګټه نه رسوي".
ټرمپ د زېلېنسکي په اړه ليکلي، "هر څه چې د هغه له خولې راوځي، ستونزې جوړوي، دا مې هېڅ نه دي خوښ او بايد ژر بند شي".
د دوشنبې په سهار د اوکرايين په يو شمېر سیمو کې د توغنديو او ډرونونو د خبرداري سايرنونه هم غږول شوي.
روسیې پر اوکرایین تر ټولو پراخ ډرون بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې پر اوکرایين بریدونه پراخ کړي دي. تېره شپه (مې ۲۴مه) یې پر اوکرایين دومره ډرون او توغندیز بریدونه وکړل چې د یرغل له پیله یې د شمېر له مخې په یوه شپه کې په دې کچ بریدونه نه وو کړي.
د اوکرایين ځايي چارواکو ویلي، د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي چې درې پکې ماشومان دي.
د بڼې له مخې، د تېرې شپې برید د وړمې شپې له برید وروسته دویم لوی هغه ګڼل شوی. وړمه شپه روسي ځواکونو پر پلازمېنه کیېف سخت برید کړی و.
د شنبې د شپې بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پیل شویو ډیپلوماټیکې هڅو یوازې دومره پایله ور کړه چې بندیان پرې تبادله شي.
روسیې له اوکرایین سره د اوربند تازه غوښتنې نه دي منلي.
پر روسیې د لا نورو بندیزونو غوښتنه
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلينسکي د یکشنبې په سهار په یوه بیان کې ویلي، د روسیې تر "پراخ" برید وروسته ژغورنډلې له ۳۰ څخه په زیاتو ښارونو او کلیو کې کار کوي.
هغه وویل:
"روسیه دا جګړه غځوي او هره ورځ وژنو ته دوام ورکوي."
ښاغلي زېلینسکي زیاته کړې: "نړۍ ښايي د اونۍ د پای رخصتۍ وکړي، خو (دلته) د اونۍ ټولو ورځو کې جګړه روانه ده. دا له پامه غورځول کېدای نه شي."
اوکرایین یو ځل بیا له خپلو متحدانو اوربند ته د غاړې کېښودو لپاره پر مسکو د فشار اچولو غوښتنه کړې ده. ولسمشر زېلینسکي ویلي، " د امریکا چوپتیا به پوتین لا وهڅوي."
هغه زیاته کړې:
"د روسیې په مشرتابه له سخت فشار پرته، دا ظلم پای نه مومي."
د واکرایین ولسمشر پر روسیه د لا نورو بندیزونو لګېدو غوښتنه کړې ده.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین پراخ پوځي یرغل وکړ او تر اوسه یې د اوکرایین ۲۰ سلنه خاوره لاندې کړې ده. په دې کې د اوکرایین نیمه ټاپووزمه کریمیا هم شامله ده چې مسکو په ۲۰۱۴ پر خپله خاوره ور ګډه کړه.
د روسیې ډرونونو بریدونه پراخ شوي

د عکس سرچینه، Reuters
پر شنبه شپه پر اوکرایین د روسیې شوي ډرون بریدونه د شمېر له مخې تر ټولو ډېر وو.
روسیه نه یوازې د ډرونونو د چټک تولید وړتیا لري، بلکې ډرونونه یې ورځ تر بلې د تکامل په حال کې دي.
شاهد نومي ډرونونه یې اوسمهال تر پخوا ډېر چاودونکي توکي لیږدوي او په داسې ټیکنالوجۍ سمبال شوي چې په اسانۍ نه شي پېژندل کېدای.
د اوکرایین هوايي ځواک ویلي، شنبه په ځايي وخت د شپې له ۸ بجو او۴۰ دقیقو حمله پیل شوه چې په لړ کې یې پر ۲۲ ښارونو او کلیو ۳۶۷ بېلابېل ډوله توغندي او سلګونه ډرونونه کارولي دي.
د اوکرایین هوايي ځواک تېره شپه د روسیې له خوا د توغول شویو ۴۵ کروز توغنديو او ۲۶۶ ډرونونو د شنډولو ادعا کړې ده.
دا پر اوکرایین د روسیې د وړمې شپې له برید وروسته تر ټولو سخت برید و چې لړ کې یې د اوکرایین پر شپږو زونونو ۱۴ بالیستیک او ۲۵۰ ډرون بریدونه شوي وو.
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ایهور کلیمینکو ویلي، تېره شپه کې پر ۱۳ زونونو بریدونه شوي چې له امله یې له ۷۰ ډېر کسان ټپیان شوي، ۸۰ ودانۍ زیانمنې شوې او ۲۷ ځایونو کې اورونه لګېدلي دي.
د اوکرایین د بېړنیو خدمتونو ادارې ویلي، د تېرې شپې په بریدونو کې په ژیتومایر زون کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر ښاغلي کلیمینکو ویلي، یاد کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې د برید پر مهال یې پلار په روغتون کې و.
تېره شپه پر پلازمېنه کیېف له کېدونکو بریدونو د خوندي پاتې کېدو لپاره سلګونو کسانو د دغه ښار په ځمکتل کې جوړې مټرو ته پناه وړې وه.
پر کیېف دا بریدونه داسې مهال و چې نن یکشنبه په دغه ښار کې د "کیېف ورځې" د لمانځنې کلنۍ رخصتي وه.
پر روسیي د اوکراین ډرون بریدونه
په ورته مهال د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي، په ځايي وخت یې د تېرې شپې په نیمايي کې د کریمیا ټاپووزمې په ګډون د روسیې پر ۱۲ سیمو د اوکرایین له خوا توغول شوي ۱۱۰ ډرونونه له منځه وړي دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، ۱۲ اوکرایني ډرونونه یې چې د پلازمېنې پر خوا الوځول شوي وو، ویشتلي دي. هغه زیاته کړې، د په نښه شویو ډرونونو د غورځېدلیو پاتې شونو د احتمالي زیان ارزولو لپاره یې بېلابېلو سیمو ته ژغورنډلې لېږلې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله
نن یکشنبه د دواړو خواوو ترمنځ د جنګي بندیانو د تبادلې درېیمه او وروستۍ ورځ ده.
د جمعې په ورځ، اوکرایین او روسیې هر یوه ۳۹۰ سرتېري او ملکي وګړي وسپارل چې دا د روسیې د یرغل له پیله د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تر ټولو لویه تبادله وه.
د شنبې پر ورځ ولسمشر زېلینسکي اعلان وکړ چې ۳۰۷ اوکراییني زندانیان خپلو کورونو ته ستانه شوي چې دا له مسکو سره د شوې هوکړې برخه وه.
دواړو هېوادونو هر لوري ته ۱۰۰۰ زندانیانو پر سپارلو هوکړه کړې ده.
د زندانیانو د تبادلې دغه هوکړه په تېرو درېیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړنۍ مخامخ ناستې په لړ کې شوې ده چې په دا وروستیو کې په ترکیه کې وشوه.