اروپايي متحدانو کیېف سره د ۲۴ میلیارد ډالرو نوې پوځي مرسته اعلان کړه

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اروپايي هېوادونو دفاع وزیرانو اوکرایین سره د هوايي دفاع سیستمونو، توپخانې او نورو تجهیزاتو ژمنه وکړه

د اوکرایین اروپايي متحدانو له کیېف سره د پوځي ملاتړ په اډانه کې د ۲۴ میلیارد ډالرو (۲۱ میلیارد یورو) نوې ژمنه اعلان کړه. دوی همدا راز روان کال جګړې لپاره "یو مهم کال" بللی دی.

د دې مرستې تر نیمايي د ډېرې برخې ټټر جرمني وهلی او ویلي یې دي چې په راتلونکو څلورو کلونو به له کیېف سره ۱۱ میلیارد یورو مرسته وکړي.‌

د برتانیا دفاع وزیر جان هیلي ویلي، دا تازه ژمنې به مسکو ته یو ځواکمن سیګنال واستوي.

د پوځي مرستو دا اعلان بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د اوکرایین د دفاع تماس ډلې (UDCG) د غړو د ناستې پر مهال شوی.

دوی دلته اوکرایین سره د هوایي دفاع، توغندیو او نورو تجهیزاتو د ژمنې لپاره راټول شوي، ځکه اروپا غواړي هغه تشه ډکه کړي چې د ډونلډ ټرمپ له اړخه د امریکا د بدلو شويو لومړیتوبونو پایله کې رامنځ ته شوې ده.

د اروپايي هېوادونو دفاع وزیرانو وویل ټرمپ ژمنه کړې وه چې پر یوه اوربند به هوکړه وشي، خو دوی د جګړې د پای ته رسېدو څه نښه نه ګوري. دوی مسکو تورن کړی چې پر اوربند سست ورځي.‌

دا په داسې حال کې ده چې منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف یو ځل بیا روسیې ته تللی او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې لیدلي‌ دي.‌

هغه هڅه کوي پر مسکو فشار راوړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا روان کال له ولادیمیر پوتین سره د سټیف ویټکاف درېیمه لیدنه ده

کرېملین وايي، د ویټکاف او پوتین لیدنه "اوکرایین لپاره د حل لارې پر ابعادو" متمرکزه وه او دا چې تر څلورو ساعتونو زیات یې دوام وکړ.

د امریکا ځانګړي استازي په داسې حال کې د جمعې پر ورځ سنټ پیټرزبورګ کې له پوتین سره ولیدل چې ډونلډ ټرمپ هم له خپل روسي سیال غوښتي چې په اوکرایین کې اوربند لپاره ورمخکې شي.

هغه د خواله‌رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي: "روسیه باید حرکت وکړي. ډېر خلک، په اونۍ کې په زرګونو، په یوه وحشتناکه او بې مانا جګړه کې مړه کېږي."

د اروپا مرستو کې څه شامل دي؟

د جمعې پر ورځ اعلان شوي ملاتړ کې د بریتانیا او ناروې لخوا د رادار سیستمونو، ټانک ضد ماینونو، د موټرونو ترمیم او د سلګونه زره ډرونونو تمویل لپاره د ۴۹۰ میلیون ډالرو ټولګه هم شامله ده.

دا پیسې د هغو څلور نیم میلیارد پونډو برخه ده چې د برتانیا لخوا یې د روان کال پیل کې ژمنه شوې.

هوایي دفاع بروکسل کې دې ناستې یو مهم لومړیتوب و. د بریتانیا دفاع وزیر وویل، روسي ځواکونو د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې پر اوکرایین ۱۰ زره ګلایډ بمونه غورځولي او همدا راز یې په ورځ کې د ۱۰۰ چاودېدونکو ډرونونو بریدونه کړي.

هغه زیاته کړه، "زموږ د محاسبو له مخې د جګړې د ډګر له ۷۰ تر ۸۰ سلنه مرګژوبله اوس د ډرونونو په وسیله اوړي."

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اوکرایین دفاع وزیر رستم عمروف (منځ کې) د اروپا د مرستو مننه وکړه

د جرمني د مرستو ټولګه بیا تر ډېره پر توپخانې متمرکزه ده. د دغه هېواد دفاع وزیر بورېس پیستوریوس وویل جرمني به اوکرایین ته د توپخانې ۱۰۰ زره ګولۍ، د پلي‌ځواکونو ۲۵ جنګي وسایط، ۱۵ جنګي ټانکونه، د ځمکنې څار ۱۰۰ رادارونه او د هوايي دفاع ۱۲۰ د لېږدېدو وړ سیستمونه ورکړي. برلین به همدا راز کیېف ته د هوايي دفاع څلور IRIS-T سیستمونه هم له ۳۰۰ توغندیو سره واستوي.

دا د اوکرایین د دفاع تماس ډلې (UDCG) ۲۷مه غونډه وه او د ۵۰ هېوادونو دفاع وزیرانو پکې برخه اخیستې وه. د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګېست هم پکې په مجازي ډول ګډون کړی و او ګډونوالو ته یې وویل، چې هېواد یې د خپلو متحدانو هڅې ستايي.

د اوکرایین دفاع وزیر رستم عمروف چې په دې ناسته کې ګډون لپاره بروکسل ته تللی، د اروپا د پوځي ملاتړ مننه وکړه.

هغه وویل چې د ښاغلي هېګېست ګډون "په دې مانا دی چې امریکا امنیتي ملاتړ ته دوام ورکوي زموږ ترڅنګ ولاړه ده."