پر غزې د اسرائیلو تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي

د غزې په شمال کې د روغتون چارواکي وايي، د شپې له خوا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

د غزې د ژغورنې ډلې وايي، د لټون عملیات نن سهار وروسته له هغه پیل شول چې اسرائیلو په بیت لاهیا او غزې ښار کې لږ تر لږه پر پنځو ودانیو بمبارۍ وکړې.

له حماس سره تړلې رسنۍ وايي، لسګونه کسان وژل شوي او ډېری یې لا هم تر کنډوالو لاندې دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

د اسرائیلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په وروستیو کې یې د غزې په شمال کې خپل بریدونه زیات کړي او ویلي یې دي، چې د حماس د بیا تنظیمېدو مخه نیسي.

ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و، چې د غزې شمالي برخې د اسرائیلو تر محاصرې لاندې دي او په تېرو ۴۰ ورځو کې هېڅ ډول بشري مرستې نه دي ورسېدلي.

د غزې طبي کارکوونکي وايي، د ټپيانو د درملنې لپاره له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو مرستندويه ادارې وايي، سيمې ته د اړتيا وړ توکي نه شي رسولاى.

د ملکي خلکو د خوندیتوب یوه سیمه ییزه اداره وايي، د دې اونۍ په پیل کې، په بیت لاهیا کې د استوګنې پر پنځه پوړیزه ودانۍ د اسرائیلو په هوایي برید کې لږ تر لږه ۳۴ تنه ووژل شوي دي.

دغې ادارې د اې اېف پي خبري اژانس له قوله ویلي، په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان دي.

د غزې په شمال کې د اسرائیلو ځمکنیو بریدونو په تېرو پنځو اونیو کې تر ۱۳۰ زرو خلک بې ځایه کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، په بیت لاهیا، جبالیه او بیت حانون ښارونو کې ۷۵ زره کسان د اوبو او خوراکي توکو د کمښت له امله په محاصره کې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د تېرې اونۍ په راپور کې ویل شوي، چې اسرائیل په قصدي ډول په غزه کې د فلسطینیانو د ډله ییزې بې ځایه کېدو لامل شوی او جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جرمونه یې ترسره کړي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا یو اعشاریه نهه میلیونه خلک، چې د غزې ۹۰ سلنه جوړوي، تېر کال کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي او د ملګرو ملتونو په وینا، ۷۹ سلنه خاوره د اسرائیلو لخوا د وتلو تر امرونو لاندې ده.

اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ د اسرائیلو په سوېل کې د حماس د بې ساري برید په ځواب کې د دې ډلې د له منځه وړلو کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

د حماس د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې په غزه کې شاوخوا څلور څلوېښت زره کسان وژل شوي او له ۱۰۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د چهارشنبه په ورځ، امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزې د اوربند مسودې مخه ونیوله. دا څلورم ځل دی چې د جګړې په بهیر کې یې د خپل متحد اسرائیل د ساتنې لپاره د ویټو ځواک کارولی دی.

د شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۴ یې د دې مسودې په حق کې رایه ورکړه او غوښتنه یې وکړه چې په غزه کې جګړه باید سمدستي، غیر مشروط او دایمي توګه پای ته ورسېږي او پاتې ټول یرغمل باید سمدستي او له شرط پرته خوشې شي.