اسرائیل لخوا د نړیوالو مرستو پر مخ د لارو له تړل کېدو وروسته غزه کې د ‌توکو بیې لوړې شوې

  • Author, مالوري موېنچ
  • دنده, بي بي سي نیوز

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، په غزه کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي او په وروستیو کې شوې مرستې ښايي ژر ختمې شي، ځکه اسرائیلو غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې "اوچا" همکارو ادارو رپوټ ورکړی، د اوړو او سبزیو بیې په ځینو برخو کې دوه چنده زیاتې شوي، د غزې خلکو هم بي بي سي ته ورته خبرې کړې دي.

اوچا وايي، که بندیزونه دوام وکړي، "ښايي ډېر ژر د لږ تر لږه ۸۰ ټولنیزو پخلنځيو زېرمې خلاصې شي" او پاتې خوراکي بستې چې د ۵۰۰ زرو کسانو لاس نیوی کوي، هم ښايي ژر ختمې شي."

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اونۍ په پای کې د مرستو رسولو مخنیوي پرېکړه وکړه، حماس یې د توکو پر غلا کولو تورن کړ او وايي د اسرائیلو او حماس د اوربند د غځولو لپاره یې د امریکا وړاندیز رد کړ. د حماس ویاند وايي، دا بندیز "ارزانه باج اخیستل" دي.

د جنوري پر ۱۹مه نېټه د پیل شوي اوربند له مخې غزې ته هره اونۍ په مرستو بار زرګونه لارۍ لېږل شوې وې.

د اوربند د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته، د نتنیاهو دفتر حماس د هغوی پر ټکو د "خپل ترهګریز ماشین د ملاتړ په موخه" د مرستو پر لوټلو تورن کړ.

حماس مخکې په غزه کې د بشري مرستو لوټل رد کړي دي.

نتنیاهو دا هم وویل، حماس د شپږو اونیو هغه اوربند له غځولو انکار کوي، چې له مختلفو شرایطو سره پرې موافقه شوې وه او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ استازي سټیو ویټکوف لخوا یې وړاندیز شوی و.

اوچا د مرستو تر بندېدو وروسته، د سه شنبې په ورځ وویل، ځینې ټولنیز پخلنځي چې فعال پاتې دي "اړتیا لري چې د خپلو خوړو منځپانګه تنظیم کړي یا د اټکل شوي کمښت سره د مقابلې لپاره د چمتو شويو خوړو د وېش وختونه را کم کړي".

د اوچا همکاران به دغه راز "د خوړو اندازې کمولو ته مجبور وي." اوسمهال دوی له مخکې لېږل شوې د خوړو کڅوړې وېشي او اټکل دی چې پاتې توکي به ډېر ژر ختم شي."

د خان یونس ابو قیس اریان بي بي سي عربي ته وویل، د یکشنبې پر شپه د اړینو توکو بیې دوه چنده شوې. د هغه په وینا د جګړې له پیل راهیسې بیې د پخوا پرتله دوه یا درې چنده لوړ شوې دي.

نور اوسېدونکي وايي، په یوه شپه کې د روميانو د یوې کیلو بیه د شپې له پنځو مثقالو لسو ته او د یو کیلو بادرنګ بیه له شپږ مثقالو ۱۷ ته لوړې شوې ده.

د عصام په نوم یوه سړي وویل: "موږ په سختۍ کولی شو یوه کیلو روميان واخلو چې خپله لوږه پرې تېره کړو." هغه زیاته کړه، "خلک خواړه نه شي اخیستلی، ځکه نغدې پیسې له چا سره نه شته."

د بې پولې ډاکټرانو (اېم اېس اېف) ویاندې کارولین سیګوین په یوه بیان کې ویلي، "خبرونو بې باوري او و‎ېره رامنځته کړې او د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوي."

د سیګوین په وینا: "اسرائیل یو ځل بیا د مرستې له ترلاسه کولو ټول خلک منع کوي او د چنو وهلو لپاره د وسیلې په توګه کار ترې اخلي. دا د نه منلو او ظالمانه چاره ده، چې ویجاړونکې پایلې به ولري."

قطر او مصر، چې د اوربند په منځګړیتوب کې یې مرسته کړې، د اسرائیلو دا اقدام غندلی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې دا پرېکړه "د اوربند تړون" او "له نړیوال بشري قانون ښکاره سرغړونه" وبلله.

د اې اېف پي خبري اژانس وايي، د مصر د بهرنیو چارو وزارت اسرائیل تورن کړ چې لوږه او قحطي د "فلسطیني خلکو پر وړاندې د وسلې په توګه کاروي".

د اسرائیلو د لومړي وزیر د دفتر د ډیپلوماسۍ چارو ویاند ډیویډ مینسر، په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل، "حماس د میاشتو، میاشتو لپاره توکي زېرمه کړي دي. دوی ناورین ته لمن وهلو لپاره کافي خواړه لري."

هغه زیاته کړه: "هلته توکي شته، خو حماس یې نه وېشي."

د بندیزونو له امله نه یوازې خواړه، بلکې ټولې مرستې اغېزمنې شوې دي. د فلسطین لپاره د طبي مرستو خیریه بنسټ (اې اې پي) وايي، دوی په غزه کې په خپلو کلینیکونو کې د معلولینو لپاره پر روغتیايي بستو سربېره، ځینې درمل هم زېرمه کړي دي.

دغه خیریه بنسټ زیاتوي، "په همدې حال کې، موږ اوس مهال د مرستې ډېر زېرمې نه لرو ځکه چې ډېری توکي د سم لاسي ویش لپاره وو." "له بده مرغه، موږ داسې زېرمې نه لرو چې پر غزې د اوږدمهال بندیز پر وخت یې وکاروو."

په غزې کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو په موخه اوربند وشو. دا اوربند وروسته تر هغه چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ نیټه پر اسرائیلو برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل، اسرائیلو یې په ځواب کې پر غزې هوايي او ځمکني بریدونه وکړل چې د حماس چارواکو په وینا تر ۴۸ زرو ډېر خلک یې غزه کې ووژل.