امریکا د افغان کډوالو د لنډمهاله خوندیتابه حالت لغوه کوي، کوم کسان له ګواښ سره مخ دي؟

د امریکا حکومت اعلان کړی چې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خونديتابه حالت یا ټي اېس پي په نامه پروګرام به چې د روانې مې میاشتې تر ۲۰مې پای ته رسېږي، تر راتلونکو دوو میاشتو بېخي وتړي.

د دغه پروګرام له لغوه کېدو سره به د اټکل له مخې، په امریکا کې اوسېدونکي ۱۵ زره افغانان له دغه هېواده د اېستلو له ګواښ سره مخامخ شي.

د دې پروګرام د لغوه کېدو په اړه تر اوسه ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو په اړه یې لا واردمخه اندېښنې څرګندې شوې دي.

افغان ـ ایواک چې د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغان کډوالو د حقونو فعالانو یوه ډله ده، وايي، د دې پروګرام لغوه کول ظاهرا یوازې هغه کسان اغېزمنوي چې د لنډمهاله خوندیتابه حالت پروګرام تر چتر لاندې په امریکا کې ژوند کوي.

د دې ټولنې مشر شان وان ډایور په ټېک ټاک خواله رسنۍ خپره کړې یوه ویډیو کې د امریکا حکومت له نوې پرېکړې اغېزمنو شویو کډوالو څخه غوښتي چې د خپل برخلیک په اړه د کډوالۍ برخې مشاورینو سره اړیکه ونیسي.

نوموړی وايي، "که تاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک، د کډوالۍ ځانګړې ویزه یا ایس ای وي، د کډوالۍ محکمه کې قضیه یا د پارول ویزې غوښتنه لرئ، نو تاسو باید اغېزمن نه شئ."

ښاغلي ډایور زیاته کړې، هغه افغانان چې د لنډمهاله خوندیتابه حالت د پروګرام له لارې په امریکا کې خوندي وو، نور به خوندي نه وي، "لومړی کار چې تاسو یې باید وکړئ د کډوالۍ مشاور سره خبرې کول دي."

څومره افغان کډوال اغېزمنېدی شي؟

مخکې ویل شوي وو چې د دې پروګرام له لغوه کېدو سره به په امریکا کې اوسېدونکي شاوخوا ۱۴ زره او ۶۰۰ افغان کډوال اغېزمن شي، خو ځینې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د اغېزمنېدونکو کډوالو شمېر تر دې لوړ دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په خبرپاڼه کې د دغه وزارت د وزیرې، کریسټي نووم له خولې ویل شوي، د افغانستان پر وضعیت یې بیاکتنه کړې او موندلې یې ده چې د افغانستان امنیت ښه شوی او ورځ تر بلې باثباته کېدونکی اقتصاد یې د افغانانو د ورستنولو مخه نه نیسي.

د کډوالو د حقونو د فعالانو د امریکايۍ ډلې "افغان ايواک" مشر شان وان ډایور د امریکا د حکومت دا استدلال ننګولی او رد کړی دی.

"دوی وايي، ځکه یې د لنډمهاله خوندیتابه حالت پروګرام لغوه کړی او دوی بېرته افغانستان ته لېږي چې ظاهرا افغانستان خوندي دی، خو موږ پوهېږو چې دا واقعیت نه لري."

د امریکا د کورني امنیت وزیرې زیاته کړې، د امریکا د ملي ګټو پر بنسټ یې د لنډمهاله خوندیتابه حالت پروګرام لغوه کړی دی، ځکه اسناد ښیي چې یو شمیر افغانان چې د دې پروګرام له مخې یې په امریکا کې ژوند کاوه، درغلیو کې ښکېل وو او عامه خوندیتوب او ملي امنیت ته د ګواښونو له امله تر څېړنو لاندې وو.

خبرپاڼه کاږي، تر یو لړ سلا مشورو وروسته مېرمن نووم اعلان وکړ چې افغانستان نور د خوندیتابه د لنډمهاله حالت دریځ وړ نه دی.

امریکا دا نوې پرېکړه داسې وخت کې اعلان کړې. چې ګڼ شمېر افغان کډوال چې امریکا ته د کډوالۍ بېلابېل کېسونه لري، لاهم په دوحه او اسلام اباد کې بند پاتې دي.

امریکا ته د کډوالۍ لارې

وروستیو دریو کلونو کې نږدې درې مهمې ډلبندۍ امریکا ته د افغان وګړو کډوالۍ ته لار جوړوي. اېس اې وي (SIV)، اول لومړیتوب (P1) او دویم لومړیتوب یا (P2).

اېس ای وي یا د کډوالۍ ځانګړې ویزه د افغانستان او عراق د هغو کسانو لپاره ده چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی وي.

له ۲۰۰۶ کال راهیسې هر کال افغانانو او عراقیانو ته د ځانګړې ګډوالۍ ۵۰ ویزې صادرېدلې. پر کال ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ د دې ویزو شمېر پنځو سوو ته ورسېد، خو پر ۲۰۰۹ بیا د دې ویزو شمېر ۵۰ ته ټیټ شو.

امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې په شرایطو برابر کسان هغه څوک دي چې لږ تر لږه دوه کاله یې افغانستان کې له امریکایانو سره کار کړی وي او له امله یې له ګواښ سره مخ وي.

پر ۲۰۱۷ کال د افغانستان څلور زره وګړو ته د امریکا دا ویزې ور کړل شوې، خو پر ۲۰۱۸ کال ۶۰ سلنه کمې شوې.

پر ۲۰۲۱ کال او د طالبانو واکمنېدو سره د ځانګړې ویزې صادرېدل تر بل هر وخت ډېر جدي شول.

اولنی لومړیتوب یا پی یو او دویم لومړیتوب یا پي دوه پر ۲۰۲۱ کال او د حکومت له پرځېدو وروسته له افغانستان امریکا ته د کډوالۍ لپاره تعریف شول.

له دې لارې امریکا ته کډوالي له یو کال تر یو نیم کال وخت نیسي او کله هم ډېر. د امریکا د کډوالۍ منلو اداره وايي، په دې کې هغه افغانان شاملېږي چې د ځانګړې ویزې شرایط نه لري.

اولني لومړیتوب کې هغه کسان دي، چې سفارتونو، خصوصي ادارو یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ ور پېژندلي وي. دویم لومړیتوب د هغو کسانو لپاره دی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مشخص کړي وي.

خو دریم لومړیتوب هم شته او هغه کسان پکې شامل دي چې باید له داسې کورنۍ سره یو ځای شي چې لا د مخه امریکا کې اوسېږي.

له دې سره بشرپاله او د کډوالۍ په نوم هم دوه ډوله نورې ویزې شته چې ځینې کسان پکې په وروستیو دریو کلونو کې امریکا ته له افغانستان کډوال شوي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته دوه لکه افغان وګړي امریکا ته لېږدول شوي دي.