حماس د ۱۸۳ فلسطیني بندیانو خوشي کولو بدل کې درې اسرائیلي بندیان خوشي کړل
حماس د اسرائیل او دغې ډلې ترمنځ د جنورۍ پر ۱۹مه د پیل شوي اوربند تړون په لړ کې درې اسرائیلي یرغملان خوشي کړل. دا څلورم ځل دی چې دواړه خواوې بندیان تبادله کوي.
په تازه خوشي شویو کې ۳۴ کلن اسرائیلی یاردین بیباس او۵۳ کلن فرانسوی -ا سرائیلی عوفر کالدیرون د غزې سوېل کې سره صلیب ته وسپارل شول. درېیم خوشی شوی ۶۵ کلن امریکایی-اسرائیلی کیت سیګل دی.
اسرائیل له خپلو زندانونو ۱۸۳ فلسطیني بندیان خوشي کړي چې ۳۲ پکې داسې بندیان هم دي چې اوږده موده زندان یې تېر کړی او ۱۱۱ یې د غزې اوسېدونکي دي.
یو بس چې خوشي شوي فلسطیني بندیان په کې سپاره وو، د اسرائیل له "اوفر" زندان نه له وتلو وروسته، اشغال شوې لوېدیځې غاړه ته رسېدلی دی.
په غزه کې د اوربند له پیلېدا راهیسې، اسرائیلو سلګونه فلسطیني بندیان خوشي کړي دي چې ښځې او کم عمره کسان هم پکې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلي دفاعي ځواکونه (IDF) وایي، خوشي شوی یرغمل عوفر کالدیرون " د اسرائیلي هوایي ځواک په چورلکه کې روغتون ته وړل شوی، چې هغه به له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي او طبي ازموینه به یې وکړي."
اسرائیل وايي د دغو خوشي شویو لومړنۍ طبي ازموینې کوي.
د کیت سیګل مېرمن ډېره خوشاله ده چې مېړه یې را خوشی شو.
په ویډیو کې هغې موټر ته له ختلو مخکې وویل: "لویه ورځ راغلې ده، هو! زه خوشاله یم، زه خوشاله یم، نن به له ما ډېر هېڅوک نه وي خوشاله!"

د عکس سرچینه، Getty Images
ناروغانو او ټپیانو ته د رفح لارې پرانیستل
له کابو یو کال راهیسې لومړی ځل دی چې د رفح سرحدي لاره نن (شنبه) د ناروغانو او ټپیانو د وتلو لپاره پرانیستل کېږي. د غزې د سیمې لومړنۍ ډله ناروغان او ټپیان چې د غزې اوسېدونکي دي. رفح ځمکنۍ سرحدي لاره له مصر سره پر پوله پرته ده.
له سهاره د ۵۰ ناروغانو او ټپیانو کورنۍ د غزې ښار په الشفاء روغتون او د خان یونس په ناصر روغتون کې راټولې شوې دي، چې پکې د سرطان او زړه د ناروغانو ماشومان هم شامل دي. د دې کسانو د انتقال لپاره به د روغتیا نړیوال سازمان لخوا بسونه وګمارل شي چې ټپیان او ناروغان د رفح سرحد ته ورسوي او بهر ته د علاج لپاره بوځي.
د اوربند په لومړي پړاو کې د حماس لخوا د ۳۳ اسرائیلي بندیانو د خوشي کولو په بدل شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطینيان هم خوشي کېږي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د اوربند له پیل راهیسې د غزې خلکو ته په مرستو بار کښتۍ نسبتا لږې لوټل شوې دي، خو د ویجاړیو، مرمیو او نا چاودو بمبونو له کبله د مرستو د لېږلو چارې سختې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر فلسطینيان چې خپلو کورونو ته بېرته راستانه شوي، کورونه یې ویجاړ شوي او د مرستې اړتیا دومره زیاته ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر دا وضعیت "حیرانوونکی" بللی او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یوه چارواکي د اوربند په لومړي ورځ وویل چې د غزې پراختیا "۶۹ کاله" وروسته پاتې شوې ده.
غزې ته د اوښتو زیانونو په اړه د ملګرو ملتونو تازه ارزونه ښیي چې د اسرائیلو له بمبارونو وروسته د ۵۰ میلیونه ټنو خرابیو ویجاړیو پاکول ممکن ۲۱ کاله وخت ونیسي او تر یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالرو پورې لګښت پرې راتلی شي.
د ۲۰۲۳ کال اکتوبر پر اوومه نېټه د حماس یوه ناڅاپي برید بدل کې، چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول، اسرائیلي ځواکونو د حماس له منځه وړلو کمپاین پیل کړ.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، تر اوسه په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له کبله ۴۷ زره ۳۱۰ کسان وژل شوي دي.
قاهره کې د غزې د اوربند د هوکړې په تړاو غونډه

د عکس سرچینه، EPA
د مصر قاهره کې د عربي هېوادونو د وزارتي غونډه نن جوړېږي، چې هدف یې په غزې کې د اوربند تړون په اړه بحث کول دي.
په دې غونډه کې به د مصر، اردن، سعودي عربستان، اماراتو او قطر د بهرنيو چارو وزیران برخه واخلي، په دې غونډه کې د غزې په اړوندو سیمو کې د اوربند تړون او د بندیانو د تبادلې تړون د پلي کولو وروستي پرمختګونه څېړل کېږي.