د کوچنیو ماشومانو په مغزو کې څه روان دي؟

  • Author, وېکټوریا ګېل
  • دنده, ساینسي خبریاله

دوه کلن هنري د هغه مخې ته ایپډ ته حیران پاتې شوی و. هر ځل به چې پکې یو خوشحال مخ راڅرګند شو، هغه به سکرین کېمانډه چې دا مخ د یوه نڅاګر حیوان پر کارتوني رسم واوړي.

دا کار ښايي یوه ساده او تکراري لوبه ښکاره شي، خو په اصل کې دا د یوې بنسټیزې وړتیا ازموینه ده، چې د یوه مخ پر وده ماشوم په مغز کې وده کوي. د هنري پر سر یوه خولۍ وه، چې پکې د حسګرو "حس کوونکو" وسایلو تارونه له تحلیلوونکو ماشینونو سره نښتي وو. کله چې هنري دا لوبه کوله، نو خولۍ یې د مغز فعالیت سکن کاوه او یو انځور یې جوړاوه، چې معلومه کړي هغه د پرېکړو کولو په بهیر کې څومره کنټرول لري.

دې ازموینې ته د "مخنیوي کنټرول ازموینه" (یا د غبرګون مخنیوي ازموینه) ویل کېږي. دا یو له هغو مهارتونو دی، چې د برېسټول پوهنتون ساینسپوهان یې د یوې څېړنیزې دندې په اډاانه کې په کوچنیانو او ماشومانو کې دا درک ارزوي چې ماشومان دا وړتیاوې د تمرکز او زدکړې توان څنګه او کله ترلاسه کوي.

ساینسپوهان پوهېږي چې دا مهارتونه ډېر مهم دي، خو تر اوسه نه ‌دي پوه شوي چې دا وړتیاوې د ماشوم په مغز کې په کوم پړاو کې رامنځته کېږي.

د سلګونو ماشومانو وده له شپږو میاشتو عمر تر پنځو کلونو پورې تعقیبېږي، چې وښيي دوی څنګه خپلې هغه بنسټیز مهارتونه جوړوي، چې د دوی علمي او ټولنیزو وړتیاوو بنسټ به جوړ کړي.

خو دا مخکښه پروژه له نورو په دې بېله ده، چې دا له لسیزو او نسلونو راهیسې روانه یوه اوږدمهاله انساني تجربه ده. د هغو ۳۰۰ ماشومانو میندې، چې دا مهال تر څېړنې لاندې دي، خپله هم د یوه داسې څېړنیز پروګرام برخه دي، چې له ۱۹۹۰م کلونو راهیسې یې روغتیا څارل کېږي، یعنې له هماغه وخته چې دوی پخپله کوچنیانې وې.

نړۍ کې یوه بې‌سارې څېړنه

د معلوماتو د راټولولو دا موده ښايي دا وښيي، چې د هغو ماشومانو د دماغ د ودې تر منځ چې دا مهال تر څېړنې لاندې دي او د دوی د مور او پلار د روغتیا، تجربو او ارثي جینونو تر منځ اړیکې شته.

څېړونکې، ډاکټره کارلا هومبو چې دا څېړنه رهبري کوي، وايي د ماشوم د پرمختګ د مطالعې لپاره د مور او پلار په اړه دومره بډایه معلومات ترلاسه کول یو بې‌ساری کار دی.

هغې زیاته کړه: "موږ اړ یو چې پوه شو ماشومان بېلابېل مهارتونه کله ترلاسه کوي او دا باید هم درک کړو چې هر ماشوم څنګه د وخت په تېرېدو په خپل ډول وده کوي."

ډاکټره هومبو وايي، هغه ماشومان چې د زده کړې له پیل سره ستونزې لري، ډېر احتمال لري چې دا ستونزې یې اوږدمهاله وي. هغې یادونه وکړه، چې دا ستونزې ښايي تر بلوغ مرحلې پورې هم دوام ومومي.

هغې وویل: "له همدې امله، د ماشومانو د ودې دا پوره دوره باید وپېژنو، چې وکړای شو کوچنیوالي کې د ماشومانو سم ملاتړ وکړ."

د څېړنې پر مهال، واړه ګډونوال او د هغوی والدین د پوهنتون د روان‌پوهنې لابراتوار ته رابلل کېږي، چې ساینسي لوبې ترسره کړي او د دوی د دماغ د فعالیت اندازه واخیستله شي. ډېر ماشومان د شپږو میاشتو، درېیو کلونو او پنځو کلونو په عمر کې د مقناطیسي رېزونانس عکس‌بردارۍ (MRI) له لارې تېرېږي، چې دا یې د وده کوونکو مغزونو یو واقعي انځور وړاندې کوي.

که بېرته ماشوم هنري ته راشو، نو د دې پروژې یوه همکاره څېړونکې کارمل بروف وايي: "موږ ګورو چې ایا هنري کولی شي له دې تمې سره مقاومت وکړي، چې تل د پردې پر ښي اړخ کلېک وکړي او پر ځای یې د خوشحال مخ ځای ولټوي."

ډاکټره هومبو وایي دا مهارت د ښوونځي عمر ماشومانو لپاره ډېر مهم دی. هغې زیاته کړه: "په ټولګي کې، ماشوم باید وتوانېږي چې تمرکز وکړي او خپل پام له ګډوډۍ وساتي." هغې وویل: "موږ باید وتوانېږو پخواني عادتونه بند کړو، چې نوي شیان زدکړو."

د کاري حافظې اهمیت څه دی؟

په بله کوټه کې، جکسن چې هغه هم دوه کلن دی، یوه داسې لوبه کوي چې د هغه د کاري حافظې د ارزونې لپاره جوړه شوې ده.

د څېړنې همکارې جکسن هڅاوه چې هغې ته وګوري، په داسې حال کې چې هغه سټیکرونه په بېلابېلو لوښو کې ږدي. وروسته له ماشوم نه غوښتل کېږي چې په یاد ولري کوم لوښي سټیکرونه لري او کوم یې نه لري. د دې لوبې هڅوونکی اړخ دا و، چې جکسن کولی شي ټول هغه سټیکرونه وساتي چې مومي یې.

ډاکټره هومبو وايي کاري حافظه هغه حافظه ده چې موږ ته دا توان راکوي، چې لږ معلومات په ذهن کې وساتو، تر څو یوه ستونزه حل کړو، یا کوم کار ترسره کړو، لکه د شکلونو جوړولو لوبه (puzzle)، یا حتی دا یاد وساتو چې دوه دقیقې مخکې مو یو شی چېرې اېښی و.

هغې زیاته کړه: "د ماشومانو لپاره، تصور وکړئ چې موږ دا مهارتونه څومره اړین ګڼو کله چې ریاضي زدکوو، یا لوستل زدکوو."

دا څېړنه به د ماشومانو د ژبني پرمختګ او د غبرګون د چټکتیا ارزونه هم وکړي. دا د هغو معلوماتو لپاره یوه وروستۍ وسیله ده چې په مټ یې ماشومان څومره ژر نوي معلومات درک کوي.

د " نولسمې لسیزې ماشومان" نومې پروژه اوس ۳۵ کلنه شوې ده. دا پروژه له ۱۴،۵۰۰ هغو ماشومانو سره تړاو لري، چې د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۲م کلونو ترمنځ زېږېدلي وو او تمرکز یې تر ډېره د روغتیا پر څارنه دی. دغې پروژې تر دې دمه زموږ پوهه د چاغوالي، اوتیزم او تازه د کورونا وبا د رواني روغتیا پر اغېزو پورې اړونده پوهه پراخه کړې ده.

د دې پروژې معلوماتو ته په نړیواله کچه ساینسپوهانو ته لاسرسی ورکړل شوی.

د تغذیې سیستمونه او د ماشومانو وده

یوه څېړنه چې د "د نولسمې لسیزې د ماشومانو" پر تغذیوي سیستمونو ترسره شوې، دا ښيي که څه هم هغه ماشومان چې خواړه خوړل یې سخت وي (یعنې هغوی چې د خوړو په برخه کې ډېر انتخابي وي) د خپل مور او پلار اندېښنې زیاتوي، خو ډېره احتمالي نه ده چې دا حالت دې د هغوی پر روغتیا او وده تلپاتې منفي اغېز ولري.

د دې پروژې له لوري ترسره شوې تکراري روغتیايي معاینې، چې د څېړنې بنسټ جوړوي، دا هم ښکاره کړې چې له هر پنځو ځوانانو یو یې د غوړ ځیګر ناروغۍ نښې لري او له هرو ۴۰ تنو یو ښايي د ځیګر د ټپي کېدو) له ستونزې رنځ وړي - چې دا زیاتره د چاغوالي او د شرابو د څښاک له امله رامنځته کېږي. دې څېړنې نه یوازې د دې ناروغۍ پراخوالی څرګند کړ، بلکې دا یې هم وښودله چې ښه تغذیه څنګه د ناروغیو مخنیوی کولی شي.

علمي موندنې لا هم روانې دي. یوازې تېرې میاشتې یوه څېړنه څرګنده کړه، هغه ماشومان چې په خپل خوراکي رژیم کې غوړ لرونکي کبان نه شاملوي، د هغوی ټولنیز مهارتونه او مهرباني نسبتاً کم وي.

په دې وروستۍ څېړنه کې، چې د نولسمې لسیزې پر ماشومانو ترسره شوې، ساینسپوهان په ځانګړي ډول د ودې پر وړتیاوو او د مغز پر ودې تمرکز کوي او د هر ماشوم څارنه به تر هغې دوام ومومي، چې ښوونځي ته شامل شوی نه وي.

ایميلي، چې د نولسمې لسیزې له ماشومانو ده او د هنري مور ده، هم د دې څېړنې برخه ده. د ایميلي کوچنی زوی د هغې په غېږ کې ناست دی او هغه د انځورونو د جوړولو لوبه کوي، چې د څېړنیز ټیم له لوري په دقت سره جوړه شوې ده.

ایميلي وايي: "موږ دواړه له زېږون راهیسې د دې پروژې برخه یو. دا زما لپاره په پیل کې یو انتخاب نه و، ځکه زما مور زما ګډون ته راضي شوې وه، خو اوس فکر کوم دا یو فوق‌العاده کار دی."

ډاکټره هومبو وايي هدف له ماشومانو سره وده کې مرسته کول دي چې راتلونکي کې بریالي شي، ځکه کله چې ماشومان ښوونځي ته ځي، ډېر عادتونه او ځانګړنې یې لا مخکې رامنځته شوي وي.

هغې زیاته کړه: "دا یو بنسټیز کار دی، چې موږ سره مرسته کوي په مناسب وخت کې د ماشومانو ملاتړ وکړو."

هنري او جکسن خپلې لوبې او معماوې ختموي او د مغز د سکن خولۍ له سره لیرې کوي.

ایميلي وايي: "زما ماشومان دلته راتګ خوښوي. دوی ټولې لوبې خوښوي او وړیا خوراکي توکي هم ترلاسه کوي. نو تر هغه چې دوی غواړي، زه به یې دلته راولم."

هغې په پای کې وپوښتل: "ولې نه غواړې د دې برخوال واوسې، ښايي دا کار له راتلونکو نسلونو سره مرسته وکړي؟".