انساني کورنۍ ته نژدې دوه میلیون کاله زړه کوپړۍ موندل شوې

استرالیايي څېړونکي وايي په جنوبي افریقا کې د دوه میلیون کاله زړې جمجمې پیدا کېدل به د انسان تکامل بهیر پر څرنګوالي لا ډېره رڼا واچوي.

د سر موندل شوې کوپړۍ د نر پارانتروپس روبستس Paranthropus robustus ده چې ویل کېږي د هومو یرېکتس Homo erectus چې د اوسنیو انسانانو نیکونه بلل کېږي، په اصطلاح "د اکا زوی" دی.

دې دواړو تقریباً په یوه دوره کې ژوند کاوه، خو پارانتروپس روبستس وختي له منځه لاړل.

څېړنډله دې موندنې ته سخته خوشاله ده.

ډاکترې اېنجیلین لییس بي بي سي ته وویل: "تر دې وړاندې ترلاسه شوي فوسیلونه به ډېری مهال، دلته هلته یو غاښ و خو داسې یوه موندنه کمسارې ده، نو بخت یاري کړې. "

د مېلبورن لا تروب پوهنتون څېړونکو د کوپړۍ ټوټې په ۲۰۱۸ کال کې د جنوبي افریقا په یوهانزبرګ کې موندلې وې.

دا موندنې چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې پر مطالعې کار روان و د 'طبیعت، چاپېریال او د تکامل بهیر' علمي ژورنال کې خپرې شوې دي.

ساینسپوهان وايي د دې جمجمې پرتله کول به له دوی سره مرسته وکړي د انسان د تکامل په بهیر کې ډېر کوچني بدلونونه مطالعه کړي.

پارانتروپس روبستس غټ غاښونه او کوچني ماغزه درلودل چې له هومو یرېکتس یې توپیر درلوده، ځکه هغوی ډېر ماغزه او کوچني غاښونه درلودل.

له دې داسې ښکاري چې پارانتروپس روبستس به داسې سابه(سبزي) خوړل چې بوټي یې ډېر کلک دي.

خو په عین حال کې ښايي هومو یرېکتس له خپلو کوچنیو غاښونو سره هم سابه او هم غوښه خوړله.

ډاکتره لییس وايي، دا دوه متفاوت موجودات ښيي چې د تکامل په بهیر کې دواړه د بدلون له کومو پړاوونو تېر شوي.