ټرمپ وايي "فکر کوي" زېلېنسکي چمتو دی چې روسيې ته له کرايميا تېر شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، فکر کوي چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي "چمتو" دی چې د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره کرایمیا روسیې ته وسپاري.

اوکرایین له دې مخکې دې ته ورته هر ډول وړاندیز رد کړی و.

ډونلډ ټرمپ د هغه پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اوکرایین ولسمشر چمتو دی چې د جنوبي ټاپووزمې کنټرول پرېږدي، ټرمپ ځواب ورکړ، "زه فکر کوم." روسیې په ۲۰۱۴ کال کې په غیرقانوني ډول د کریمیا ټاپووزمه لاندې کړه.

ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وغوښتل چې "ډزې ودروي ... او تړون لاسلیک کړي"، او غوښتنه یې وکړه چې دا کار په دوو اونیو کې ترسره کړي.

نوموړي دا څرګندونې له واتیکان څخه له راستنېدو وروسته خبریالانو ته وکړې. د پاپ فرانسیس له جنازې مخکې نوموړي په واتیکان کې له زېلېنسکي سره لنډه لیدنه درلوده.

ټرمپ وايي، له زېلېنسکي سره يې غونډه "ښه وه" او د کرایمیا پر موضوع "ډېر لنډ" بحث وشو.

اوکرایین په وار وار ټینګار کړی چې روسيې ته هېڅ ډول ځمکنۍ امتیازات به ونه مني او ویلي یې دي چې د ځمکې مسئلې په اړه يوازې له اوربند وروسته خبرې اترې شونې دي.

تراوسه زېلېنسکي او پوتین د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه په عامه توګه غبرګون نه دی ښودلی.

د یکشنبې په ورځ، د اپریل ۲۷مه، د جرمني دفاع وزیر بوریس پیسټوریس خبرداری ورکړ چې اوکرایین باید هغه تړون ونه مني چې د اوربند په بدل کې د ځمکې پراخ امتیازات په کې شامل وي.

نوموړي د جرمني دولتي تلويزيون ته ويلي چې کیېف "باید تر هغه حده ولاړ نشي چې د امریکا ولسمشر وړاندیز کړی دی" ځکه چې دا به د "تسلیمېدو" په معنی وي.

د جرمني دفاع وزیر ويلي، اوکرایین پوهېږي چې ښايي د اوربند لپاره د خپلې خاورې یوه برخه له لاسه ورکړي.

خو زياتوي چې "دوی بايد داسې ونه کړي، یا زه بايد داسې ووایم چې تر هغه حده و نه رسېږي چې د امریکا ولسمشر يې وړانديز کړی. اوکرايين يو کال وړاندی دا کار کولی شوی خو دا د تسلیمۍ په څېر دی."

ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې "په ګڼو مهمو ټکو" هوکړه شوې. راپورونه ښيي چې له اوکرایین ښايي وغوښتل شي چې د کرايميا په ګډون د روسیې لخوا نیول شوې د خپلې خاورې لویه برخه، پريږدي.

بي بي سي تر اوسه د امریکا د نوي پلان کره جزئیات نه دي لیدلي.

د تاریخي دلایلو له مخې، روسان له اوږدې مودې راهیسې کرایمیا ته د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه ګوري او پوتین د تور سمندرګي له دې ټاپووزمې سره د "ژوندیو او نه پرې کېدونکو اړیکو" یادونه کړې ده.‌

کرایمیا د اوکرایین له نورې برخې سره یوځای ۱۹۹۱ کال کې له پرځېدونکي شوروي اتحاده خپلواکۍ ته رایه ورکړه.‌ کیېف وروسته روسیې ته اجازه ورکړه چې د دې ټاپووزمې سیواستوپول بندر تور سمندرګي د خپلو جنګي بېړیو د اډې په توګه په اجاره ونیسي.

پوتین ۲۰۱۴ کال کې په خپلې خاورې پورې د کرایمیا له تړلو وروسته هڅه وکړه چې پر دې ټاپووزمې د روسیې کنټرول مضبوط کړي. هغه په دې لړ کې لومړی په ۲۰۱۸ کال کې د کیرچ تنګي په اوږدو کې ۱۲ میله اوږد پول جوړ کړ او بیا یې په ۲۰۲۲ کال کې د ازوف سمندرګي په ساحل کې ځمکنې پول ونیو.

پوتین داسې انګېرله چې ګواکې په ۱۹۵۴ کال د شوروي د مشر نیکیتا خروشچېف پر مهال روسیې باندې اوکرایین ته د کرایمیا د ورپرېښودلو تپل شوی ناسم کار بېرته سموي.‌

کرایمیا لومړی ځل په ۱۷۸۳ کال کې د دویمې کاترین په مشرۍ د تزاري روسیې لخوا الحاق او د خروشچېف د پرېکړې تر وخت پورې، اوږده موده د روسیې برخه پاتې شوه.

دا چې روسیه او اوکرایین دواړه د شوروي جمهوریتونه وو، نو په ۱۹۵۴ کې یې اوکرایین ته ورپرېښودل کرېملین لپاره دومره لویه خبره نه وه.

د کرایمیا تر نیمایي ډېر وکړي روسان وو، تر ډېره له دې کبله چې د کرایمیايي تاتارانو اصلي لوی اکثریت په ۱۹۴۴ کې د شوروي دیکتاتور جوزف ستالین پر مهال وشړل شول.

جلاوطنه تاتاریان په ۱۹۸۹ کال د شوروي اتحاد د پاشل کېدو له پیل راوروسته کرار کرار کرایمیا ته د راستنېدو جوګه شول او اوس د دې ټاپووزمې د نفوس شاوخوا ۱۵ سلنه جوړوي.

روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې په بېړې یوه ټولپوښتنه ترسره کړه، خو دا ټولپوښتنه د نړیوالې ټولنې لخوا د یوې جعلي ادعا په توګه رد شوه او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د اوکرایین د حاکمیت په ملاتړ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ.