BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • لاس انجلس

    ډونلډ ټرمپ د لاس انجلس د شخړو له امله ملي ګارد ته د ځای پر ځای کېدو امر کړی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو نښتو د کنټرول لپاره چې د ناقانونه کډوالو پر ضد د کډوالۍ او ګمرک فدرالي ادارې (ای‌سي‌اي) د عملیاتو له امله رامنځته شوي، په لاس انجلس کې ۲٬۰۰۰ د ملي ګارد سرتېري ځای پر ځای کوي. د ټرمپ د پولو د چارو مشر تام هومَن فاکس نیوز ته وویل: "موږ لاس انجلس خوندي کوو." د شنبې په ورځ، دا ښار چې ډېری اوسېدونکي یې لاتیني‌ الاصله دي، دویمه ورځ هم د تاوتریخوالي شاهد و، چېرې چې خلک د ناقانونه کډوالو پرضد د کډوالۍ او ګمرک فدرالي ادارې له اجنټانو سره نښتې وکړې. پولیسو د خلکو د خورولو لپاره له اوښلن ګاز او ډنډو یې کار واخیست.

  • د ایران او اسرائیلو بیرغ

    ایا تهران رښتیا له اسرائیلو "حساس اټومي اسناد" ترلاسه کړي؟

    د ایران رسمي تلویزیون د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې ایران له اسرائیل سره تړاو لرونکي "حساس" اسناد ترلاسه کړي، په ځانګړي ډول د دې هېواد د اټومي تاسیساتو په اړه سندونه پکې مهم دي، خو دا یې نه ‌دي روښانه کړي چې دا اسناد څه ډول ترلاسه شوي دي. تلویزیون په لنډو ویلي: "د ایران استخباراتي ادارو له صهیونیست رژیم سره تړلي ډېر زیات ستراتیژیک او حساس معلومات ترلاسه کړي، چې پکې د زرګونو اسنادو ټولګه شامله ده او د دې رژیم له اټومي پروژو او بنسټونو سره تړاو لري."

  • موزیم وايي چې پوښ شاوخوا ۱۸۳۰ کال ته رسیږي (انځور پکسل شوی)

    موزیم وايي، ۲۰۰ کلن کانډم 'په ښه حالت کې' دی

    نژدې ۲۰۰ کلن کانډم - چې "بالکل ښه حالت" کې دی - اوس مهال د هالنډ په امستردام ښار رایکس‌موزیم په یوه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوی دی. داسې انګېرل کېږي چې دا کانډم د پسه له کولمو جوړ شوی او یو څرګند انځور پرې چاپ شوی یوه راهبه او درې مذهبي کسان پکې ښودل کېږي.

  • هبت الله اخندزاده

    د طالبانو مشر: د غزې اړوند د امریکا تګلارې ظالمانه دي، پر کوکنارو او سوالګرو هم غږېدلی

    د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده په کندهار کې د شنبې په ورځ د لوی اختر د لمانځه امامت وکړ. هغه د تېر په څېر د عامو خلکو او ټلویزوني کامرو پر وړاندې څرګند نه شو، خو وینا یې په غږیزه بڼه اورېدل کېده چې پر غزه، امریکا او افغانستان کې د کوکنارو پر کاروبار یې خبرې کولې.

  • "د ډالر ارزښت د ټرمپ د محافظه کاره او د توقع خلاف پالیسیو له امله را ټیټ شوی دی."

    ولې د ډالر ارزښت لوېږي او ډونلډ ټرمپ یې ښايي ټیټېدو ته لېوال وي؟

    د روان کال په جنورۍ کې د ډونلډ ټرمپ له بیا ولسمشرۍ راهیسې د سوداګریزې جګړې په اړه د ترینګلتیاوو له امله د امریکا د اسعارو بیه ټیټه شوې ده. په روانه اونۍ کې د اروپايي یورو، جاپاني ینو او بریتانوي پونډو پر وړاندې د ډالرو ارزښت دومره ټیټ شو چې تېرو درېیو کلونو کې یې ساری نه و. لامل یې په تېره 'مې' کې د درېیمې پرلپسې میاشتې لپاره د امریکا د صنعتي فعالیت کمښت ښودل شوی دی.

ځانګړي مطالب

  • د واورو پړانګان

    افغانستان کې د واورې پړانګانو په اړه اندېښنې: د طالبانو حکومت یې د ساتنې ژمنه کړې

    د طالبانو حکومت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مطیع الحق خالص په بیشکک کې د واورو پړانګانو د ساتنې نړیوال کنفرانس ته ورغلی او ویلي یې دي، حکومت به یې هېواد کې د واورو پړانګانو ساتنه وکړي.

  • KABUL

    افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، ولې اسلامي هېوادونو کې لوی اختر پر جلا جلا ورځو لمانځل کېږي؟

    نن (شنبه/د غبرګولي ۱۷مه، د جون اومه) په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. سعودي عربستان چې د اسلام تر ټولو سپېڅلی ښار مکه مکرمه هم هلته ده او هر کال سلګونه زره کسان د حج د فریضې ادا کولو لپاره ورځي، جمعه د جون شپږمه د لوی اختر ورځ اعلان کړه. پر پنجشنبه حاجیان عرفات غونډۍ ته ختلي وو. په مصر، عراق، اندونیزیا او د نړۍ ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې هم دا ورځ لوی اختر دی.

  • کعبه شریفه

    د حج پر مهال هغه پېښه چې درې پر څلورمه حاجیان پکې ووژل شول او د حج مراسم یې ودرول

    سعودي عربستان د سږکال د حج لپاره نوي شرایط ټاکلي دي، چې موخه‌ یې مکې مکې ته د حاجیانو د داخلېدو تنظیم او د هغو پېښو مخنیوی دی چې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله رامنځته کېږي. تېر کال له سختې ګڼې ګوڼې او شدیدې ګرمی له امله تر ۱۳۰۰ زیات حاجیان مړه شوي وو. سعودي عربستان اعلان کړی چې ډېری یې هغه کسان وو چې د حج اجازه‌لیک نه‌لري. دوی په ډېرې ګرمی کې اوږده مزلونه کړي وو، چې تودوخه یې کله ناکله تر ۵۰ درجې سانتي‌ګراده هم لوړه شوې وه.

  • وری

    د قربانۍ اختر: ولې په دین کې څاروي قرباني کېږي؟

    سږ کال لوی اختر (د قربانۍ اختر) د جمعې په ورځ پیل شو، د قربانۍ اختر کې د نبي ابراهیم علیه السلام هغه یاد تازه کېږي چې په خوب کې د خپل زوی د قرباني کولو امر ورته وشو. کله چې هغه خپل دا خوب زوی ته ووایه، اسماعیل علیه السلام ومانه او له خپل ‌پلار یې وغوښتل چې د خپل رب امر اطاعت وکړي. کله چې ابراهیم علیه السلام د خپل زوی د قرباني کولو په درشل کې و، الله تعالی د هغه د زوی پر ځای یو پسه د هغه مخې ته کېښود چې قرباني یې کړي.

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

روغتیا

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

د منځني ختیځ کړکېچ

د اقلیم بدلون

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۸ جون ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, Second Eye, ۰۹:۲۹, ۷ جون ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    تر ټولو ډېر لوستل شوي