د طالبانو حکومت وايي، له هغو هېوادونو یې د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره ده

The show's sheep and cattle classes have been cancelled but handicrafts, pumpkin carving and baking competitions will still go ahead
  • Author, نورګل شفق
  • دنده, بي‌بي‌سي پښتو

د لوی یا قربانۍ اختر په درشل کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له هغو هېوادونو یې د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره شوې ده.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت همدا راز ویلي چې په دې وروستیو کې هېڅ هېواد ته افغان څاروي هم نه دي صادر شوي.

دا وزارت داسې مهال دا خبره کوي چې ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې ګواکې ایران له افغانستانه د څارویو واردول منع کړي دي.

خو د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي غلام محمد کاظم شهامت بي‌بي‌سي پښتو ته وویل، "په دې وروستیو کې ایران او بل هېڅ هېواد ته د افغانستان څاروي‌ نه دي صادر شوي. همدا راز د عامې روغتیا ساتنې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره له هغو هېوادونو هم د څارویو واردول منع اعلان شوي چې د حیواناتو ناروغي پکې خپره ده."

د طبق او کانګو ناروغۍ پېښې

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د هرات په ګډون د افغانستان له ځینو ولایتونو رپوټونه ورکړل شول چې د 'طبق' او د نورو حیواني ناروغیو له کبله د مالدارانو ګڼ څاروي مړه شوي دي.

مولوي کاظم

د عکس سرچینه، Mulavi Kazim

د عکس تشریح، مولوي غلام محمد کاظم شهامت وايي، "له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیول شوي."

د لوی اختر په رارسېدو سره د 'کانګو' په نوم د ناروغۍ خطر هم ډېرېږي چې تر ډېره له څارویو سره د تماس له کبله انسانانو ته ورځي.

د افغانستان ځينو سيمه‌ييزو رسنیو هم خبر ورکړی چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو سیمو کې د کانګو ناروغۍ پېښې ډېرې شوې او یو شمېر کسان یې له کبله مړه شوي‌ هم دي.

مولوي غلام محمد کاظم شهامت وايي، "د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیولي دي او هڅه کوي چې د حیواني ناروغیو مخه ونیسي."

کابل ښاروالي د څارویو او د خځلو د تنظیم لپاره څه کوي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د راروانې شنبې په ورځ (غبرګولی ۱۷/جون ۷) د لوی اختر لومړۍ ورځ او د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې ورته څلور کاري ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

بارکزی

د عکس سرچینه، Kabul Municipality

د عکس تشریح، د کابل ښاروالۍ یو مسؤل نعمت الله بارکزی وايي چې د کابل ښار په ۲۵ ناحیو کې یې ۱۲ ځایونه د څارویو د خرڅلاو لپاره ټاکلي دي.

په همدې حال کې کابل ښاروالي هم وايي چې د لوی اختر په رارسېدو سره یې د حیواني ناروغیو د مخینوي لپاره یو لړ لارې چارې سنجولې دي.

د کابل ښاروالۍ ادارې مالداران د سړکونو پر سر د څارویو له خرڅولو منع کړي او ځينې ځانګړي ځایونه یې ورته ټاکلي دي.

د کابل ښاروالۍ یوه مسؤل نعمت الله بارکزي بي‌بي‌سي پښتو ته وویل، "له ټولو ښاریانو مو هیله ده چې یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې څاروي وپلوري او واخلي. ځکه چې د عامې روغتیا وزارت ټيمونه د کانګو وېروس چې د حیواناتو په څرمنې او ویښتانو کې وي، د کنټرول لپاره هلته دوا پاشي، نو خلک دې په دې کې له موږ سره یوه فرهنګي همکاري وکړي."

ښاغلی بارکزی زیاتوي چې د کابل ښاروالۍ ځينې "نظارتي ډلې" به په ښار - بازار کې ګزمې کوي، وضعیت به څاري او "ستونزو ته به ځان رسوي."

دغه ۱۲ ځایونه د کابل ښار ۲۵ ناحیو لپاره په دې توګه ټاکل شوي دي چې معلومات یې کابل ښاروالۍ له بي‌بي‌سي سره شریک کړي دي:

کابل ښاروالي

د عکس سرچینه، Kabul Municipality

د قربانۍ پاتې‌شوني

په کابل او د افغانستان په ځینو لویو ښارونو کې یوه بله ستونزه هم تر قربانۍ وروسته د څارویو د پاتې‌شونو وي چې د ګرمۍ په موسم کې یې له بویه خلک پوزې ته راغلي وي او د ناروغیو د خپرېدو لامل هم کېږي.

کابل ښاروالي وايي چې په مختلفو سیمو کې یې د ټاکل شوې مودې لپاره یو ډول سطلونه ایښي چې یوازې د قربانۍ پاتې‌شونو ته ځانګړي شوي دي.

ښاغلی بارکزی زیاتوي، "د اختر په ورځو شپو کې مو له ښاریانو هیله ده چې د قربانۍ پاتې شوني په ځانګړو سطلونو کې واچوي. دا یوازې د قربانۍ پاتې‌شونو ته ايښودل شوي. د ښاروالۍ اتل کارکوونکي به نوکري وي او په هرو شپږو ساعتونو کې به دغه خځلدانۍ تشوي. نو د یوه پاک ستره اختر لرلو لپاره د ښاریانو همکاري شرط ده."

غوا

د عکس سرچینه، Kabul Municipality

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا سطلونه تر اختر یوه اوونۍ مخکې ځای پر ځای شوي او تر اختر وروسته به هم یوه اوونۍ پر خپلو ځایونو ایښي وي.

لوی اختر چې د مسلمانانو د خوښۍ ورځ ده، د څارویو د قربانۍ له کبله پکې له حیواناتو سره تماس ډېرېږي. خلک چې مال اخلي پر شا او بدن یې لاس وهي چې په غوښه ډک دی او که نه، غاښونه یې ګوري چې قرباني پرې کېږي او که نه او میلیونونه خلک په یوه ورځ زرګونه څاروي پخپلو کورونو کې حلالوي چې که احتیاط ونه شي نو ناروغۍ ترې خپرېدلی شي.

روغتیاپوهان سپارښتنه کوي چې د کانګو په څېر ناروغیو نه د ځان خوندي‌ ساتلو لپاره په کار ده چې له څارویو سره د تماس پر مهال لاسمغانونه (دستکش) وکارول شي. پر څارویو لاس وهلو نه وروسته باید لاسونه پاک ستره په صابون پرې مینځل شي. همدا راز د چړې او چاقو په څېر د څاروي د حلالولو وسایل باید پاک و اوسي او د قربانۍ پاتې شوني هم په ځانګړو ځایونو کې ځای پر ځای یا خښ کړای شي.