فرانسوي 'بګېټ' ډوډۍ د یونیسکو په نړیوالو میراثونو کې ثبتېږي

  • Author, فلورا دروري
  • دنده, بي بي سي

د یونیسکو مشر ویلي بګېټ فرانسوۍ ډوډۍ له دې امله په تاریخي میراثونو کې ورګډوي چې دا د فرانسویانو د دودیز ژوند بڼه ښيي.

خو دغه هېواد کې نور هم داسې څه شته چې ښايي د کولتوري میراث په توګه یاد شي.

ویل کېږي فرانسه کې په ورځني ډول یو میلیون بګېټ ډوډۍ پخېږي.

په وروستیو کلونو بګېټ په کمېدو وه، دودیز ډوډۍ پخوونکي د لویو پلورنځیو د سیالیو له کبله په ستونزه کې وو.

خو اوس یونیسکو هوډ کړی چې دا ډوډۍ د نړیوال غیر مادي کلتور په نوملړ کې شامله کړي.

دغې ادارې ویلي، دا به لکه چین کې د دودیز چای جوړولو او کوریا کې د (تالشوم) په نامه ماسک کې نڅا په څېر غیر مادي میراث وي چې دا وروستي دواړه په ۲۰۲۲ کال کې یونیسکو کې ثبت شول.

د یونیسکو مشرې اودري اسولای ویلي، دا ثبتول د فرانسوي ژوند بڼه په ډاګه کوي "دا فرانسوي وچه ډودۍ ورځنی دود او د خوړو یوه اساسي برخه ده،‌ چې د ګډ ژوند او شراکت څرګندويي کوي. مهمه ده چې راتلونکې کې هم دا ډول مهارتونه او ټولنیز دودونه دوام ورکړي".

"ټوله نړۍ کې د کینې نښه"

لا دقیقه روښانه نه ده چې بګېټ څنګه پیل شوه،‌ ځینې وايي ناپلیون ددې ډوډۍ د جوړولو غوښتنه وکړه؛ ځکه چې پوځیانو ته یې لېږدول اسان وو،‌ خو نور بیا وايي دا وروسته پاریس کې راڅرګنده شوې چې کارګر یې له چړې پرته په اسانۍ ماتولی او پخپلو کې سره وېشلی شي.

ځینې لا هم د اتریش یوه پخوونکي ددې ډوډۍ نسبت کوي چې د نولسمې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې یې دا ډول شکل ورته غوره کړ.

خو هغه بګېټ ډوډۍ چې نن یې پېژنو، څه باندې ۱۰۰ کاله مخکې په ۱۹۲۰ کال کې دغه رسمي نوم ورته غوره شوی دی.

بیا وروسته د دې ډوډۍ په اړه ځینې ټینګې قاعدې هم رامنځ ته شوې چې اوږدوالی یې باید ۸۰ سانتي متره او وزن یې ۲۵۰ ګرامه وي.‌ تر ۱۹۸۶ کال پورې یې ان بیه هم ثابته وه.‌

د شلمې پېړۍ نیمايي پورې دغه فرانسوي ډوډۍ په ‌ټول هېواد کې ډېره دود شوې وه. خو له ۱۹۷۰ کال راهیسې هر کال ددغې ډوډۍ کابو ۴۰۰ پخلنځي تړل کېږي، چې د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ له مخې، په دې سره ټوله فرانسه د بګېټ ډودۍ د پخولو ۵۵ زره ځایونه نن ۳۵ زرو ته راټیټ شوي دي.

خو لاهم د فرانسوي هویت یوه نښه ګڼل کېږي. د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون بګېټ ډوډۍ "په ټوله نړۍ کې د کینې نښه پاتې شوې ده."

مکرون د یونیسکو په نوملړ کې یې د بګېټ راوستلو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.‌

د وچې ډوډۍ پخوونکو د ټولنې مشر ډومینینک انراکټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "فرانسوي ډوډۍ یعنې اوړه، اوبه، مالګه او خمیره او د مسلکي پخوونکي مهارت" دی.

فرانسوۍ پخوونکې پریسیلا هایرتز فرانس پرېس ته ویلي دا "یو اساسي تولید" دی خو "پر ټولو ټولنیزو او کولتتوري پوړیو اغېز کوي، هغه که شتمن وي یا بې‌وزلي...‌ ټول بګېټ ډوډۍ خوري".