یونیسکو د عراق بابل نړیوال میراث کې راوستی

د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي ادارې (یونیسکو) د عراق بابل ښار د نړیوالو میراثي ځایونو په نوملړ کې راوستلی دی.

عراق د یونیسکو په انساني میراث کې د بابل ښار د راوستلو لپاره مخکې ډېر کمپاین وکړ. ویل کېږي دا ښار ۴۰۰۰ کاله لرغونتوب لري.

بابل د نړۍ په اوو سترو عجایبو کې هم راغلی، چې ډېر باغونه لري.

په تېرو څو کلونو کې دغې تاریخي سیمې ته د جګړو او ناامنیو له کبله ډېر زیان اوښتی، هلته د عراق د پخواني و لسمشر صدام حسین لپاره ماڼۍ هم جوړه شوې وه خو په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا تر یرغل وروسته هلته امریکايي ځواکونو د څو کلونو لپاره پوځي اډه جوړه کړه.

په ملګرو ملتونو کې د کلتوري میراثونو استازي په اذربایجان کې سره جرګه شوي وو چې په لړ کې یې دغه ښار د نړۍ په کلتوري میراثونو کې شامل کړ.

د عراق حکومت د یونیسکو د دغه ګام هرکلی کړ او وايي دې ګام د دوو سیندونو ترمنځ ښار ته لا ډېر نړیوال اهمیت ورکړ.

یونیسکو وايي: "بابل د حامورابي او نبوخذ نصر په څېر د پاچاهانو د امپراتوریو پلازمېنه و، چې د بابل امپراتوري هم همالته اوج ته رسېدلې وه".

د یونیسکو په یوه خبرپاڼه کې راغلي "د نړۍ له اوو عجایبو یوه کې - چې بابل ښار دی- ځوړند باغونه شته، چې همدې طبیعي ښکلا په نړیواله کچه کلتوري، هنري او دیني ارزښت ورکړی".

یونیسکو وايي، بابل ښار ډېر پام او ساتنې ته اړتیا لري، ځکه چې مخکې زیان ورته اوښتی.

په نیویارک کې د نړیوالو اثارو یوې مشرې لیزا اکرمان بي بي سي ته وویل، له ۱۲ کلونو راهیسې له عراقي حکومت سره یوې خیریه ټولنې مرسته کوي چې بابل په نړیوال میراثونو کې شامل کړي.

"د افسوس وړ"

د شملې پېړۍ په ۸۰مو کلونو کې د عراق پخواني ولسمشر صدام حسین د بابل ښار ډېره برخه ویجاړه کړه چې د پخواني برم په شان په کې غونډۍ او طبیعي نخچه عملي کړي، خو داسې ونه شول.

د خلیج له جګړې وروسته، صدام د بابل ښار پر یوڅو غونډیو ځان ته یوه ډېره شانداره ماڼۍ جوړه کړه چې نور ښار ترې لاندې ښکاري.

په ۲۰۰۵ کال، د برتانیا موزیم خبرداری ورکړ چې ګني امریکايي ځواکونو دغه لرغوني ښار ته ډېر زیان اړولی دی.

هغه وخت د برتانیا موزیم کې د منځني ختيځ د برخې مسؤول جان کورټز په یوه رپوټ کې خبرداری ورکړی و چې بابل کې هر ځای رېګونه پراته دي چې اوس د کلتوري قیمت لرونکو غونډیو لاندې کېدو وېره شته، همداشان ټانکونو هلته د ښار چارچاپېره له پخوانیو ډبرو راتاو شوی دېوال هم ویجاړ کړی دی.

ددغه رپوټ تر خپرېدو څلور کاله وروسه یونیسکو وویل "ډېره د افسوس خبره چې له بابل ښاره د پوځي اډې په توګه ګټه اخیستل کېږي او ددغه لرغوني ښار په حق کې جفا ده".

څلور کاله مخکې یوې تازه څېړنې معلومه کړې وه، چې د پر مختللې هندسې د علم استعمال تر مخکنیو اټکلونو څوارلس سوه کاله پخوانی دی. د څېړنې له مخې د لرغوني بابل ښار خلکو به د هندسې د علم پر مټ د شپې د مشتري سیارې درک معلوماوه.